د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شیرولي سبا شعرونه

غزل

راځــه چـــی وکــــــــړو د وصـــــــــــال خبـــــــــــری
په پسته ژبـــه د خــپل حـــــــــال خــــــــــــــــــــبری
 
چی د ديوال کنج تــــه بــــه غــــــلی راغـــــــــــــلی
د يــــوی سپيــــنی خـــــــــــولــــــی د سوال خبری
 
څــــومــــره د ګــــــــــل پــــه مينه مست وي مدام
بــــــــلبـــــــــــل تـــــــــه مــکړه د نهال خــــــــــــبری
 
ځوانۍ می لاړه خــــــــــــــــــو پــــوهيــــږم دومره
لا می پـــــــــــــــــــــــه يــــــاد دخط و خـــال خـبری
 
(( ښکاره نـــاری وهـــم چـــی خــولـه يی راکړه))
تـــازه کـــوم د لــــوی ((خوشحال ))خـــــــــــــبری
 
د يــــــــار د تـــــــــورو زلـــــفـــو يـــــم بنــــديــوان
اغيــــــــاره مــــــــــــکوه د جـــــــــــــــال خـــــــــبری
 
يوه ښــــــــايسته شـــــــپه د وصـــال شپــــه لــــرم
پـــه يــــوه شــــــــــپه کــــــــــوم د کـــــــال خـــــبری
 
زما اوس شمــــار لـــــــه لـــــــيونــــــــو ســـره دي
شيـــرولـــې مــکړه د جــــــــــمال خـــــــــــــــــــبری
د شاعر نور شعرونه ←