د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شیرولي سبا شعرونه

پسرلي ته

ای د ســــولـــــی پـــسرليــــه پـــه خيـر راغلی

ای د خوار افغان زړګيه پـــــــه خيــــر راغـلی

 

 

داميــــد غــــوټــــۍ موګــل شولی په بڼ کی

له خاټول ســــره لاليــــــه په خيـــــــر راغــــلی

 

 

تا ښا يسته ښايسته پيــغلوټې کړی راټولې

زوړ ګودر ته زوړ منـــــګيــــه پــه خير راغلی

 

 

د تقدير پــــــاڼــــــه مـــــو واوښــــته لــه جهله

تښتيدليــــــــه تـــنديـــــــه پــــه خـي ر راغلی

 

 

تاريکي او نــــــا پــــوهـــي لاړه سحــــر شـــو

جهالت تـــــه لــــوې مـــرګيـــه په خير راغلی

 

 

د ټـــــــالــــونــــــــو دنـــــګو ونـــــو کـــردګاره

د مېــــلو مــــازديـــــګريــــه پـــه خيــر راغلی

 

 

شيرولي د بــــــــل وطـــــن تـــــورو تيــــارونه

خپل هــــــــيواد تــــــه ليـــونيه په خير راغلی

د شاعر نور شعرونه ←