د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شیرولي سبا شعرونه

غزل

راشه روح می واخـــله پـــه خنـــداکــی عزرائل می شه

ټول ديدن د ودروه ناترسی ميـــــکائــــــــل مـــــی شــه

 

 

ورو ورو پــــه قــــدم قـــــدم دا ټــــولـــه نـــړۍ ړنګه که

خپله شپيلۍ پو کړه جوړ قيامت که اسـرافيل می شه

 

 

زړه لکه قران په اووهـــــــرنـــــــګه ټـــــوټـــــو وپـــوښه

ګرځه تری طواف کړه د کعبی غوندی اصيل مـــی شه

 

 

مينه می په وچه دښته وکــــــــرلـــــــــه پـــــــــام کــــــوه

زړه می دې درکړې د زخمي زړګــــي بــــديــــل می شه

 

 

زه به د زړګي مينه په کوم رمز کی رســـــــوا کــــــړمــه

سر او مال می واخله د ساده ژوندون وکيل مــــی شـه

 

 

ته راسره نه يې حال مـــــی څــــــه دې اوبـــــو وړې يـــــم

ژوند می دې نيمګړئ مکمل می کړه تکميل مـی شه

 

 

ځان می يې جهان می يې سبا راســــره يــــو ځـــای شه

زيري د خوښۍ راکوه ګرانه جـــــبرائــــــــل مــــی شــــه

د شاعر نور شعرونه ←