د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حيران شينواری

د حيران شينواری پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

څوک چې د قام د بربادۍ هيلې په زړه کې لري
هـغـه له ورايــه ښــکارېـدای مــثال خبره کووم 
 
کــــه سـتا په ښار کې د ميئنو لږ څــه قدر کېده
ډيـــر بـه اوس هلته اوسېــدای مثال خبره کووم 
 
د ژمي شپـه تـوده کـوټـــه تـا سـره پټـې کيسې
بادامـي نـقل او شيـن چـــــای مثال خبره کووم 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

18 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حيران شينواری

هلــه دا څــوک ده؟ داسې درز چې د چمبې اوباسي
جیـنی لـګـیا ده پـه سنـدرو کـې تــوبې اوبـاسـي

مـاتـه را مـاته شـي په ځان کې موسیقي شرنګوي 
داسـې انداز چې په خـدای زړونه د سـینـې اوبـاسي

نــورې چک چکې وهي دا ورتـه په مینځ کې نـاسته 
د یـا قـربـان ســره ګـردونه د کــوټـې اوبـاسـي

د چا غزل دی دا د چا په شعر کې دومـره کیـف دی؟ 
د چــا الـفـاظ دي دا خـو خـلک د عـقـدې اوبــاسي
 
دکـلـې پـیغلـې دې راټـولـې د نـکریـزو شـپه ده
د ډیـوګـۍ رڼـا تـه یـو بــل له نقـشې اوبــاسـي

مـور مې ور لنډه شوه یوې ته یې په غوږکې وویل 
حــیـران تـه ګـوره تصـویـرونـه د هـعـې اوباسي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حيران شينواری

د بخت زاده دانش په ځمکه

څه ماتې ماتې هيلې د زړګي کوي او ژآړي
ګیلې د خـپلې ستړې زندګي کوي آو ژاړي

بې وروره ده غریبه د یو وخت ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ لپاره
تمامه ورځ دخان کره خواري کوي او ژاړي

راغلې څوک مورکۍ ده یو عسکر ته غاړه وتې 
تپوس ترېنه د خپل عسکر بـچي کوي او ژاړي

راځي دغه زیارت له خدایه څه به ترینه غواړي 
راځـي ورتـه کیـسې د یـو سـړي کوي او ژاړي

زاړه ته یې وداه کړله خپل پلار ظلم پرې وکړ
یوه پيغله ده سوالونه د مرګي کوي او ژاړي

ددې جینۍ ازار به کوم بدبخته هلک اخلي 
ښېـرې ورتـه په هـر ماذیـګري کوي او ژاړي

ورمن‌‌‌‌‌‌ډه یې کړه وره ته مسافر لالۍ یې راغۍ
خوشـبـو یې د لـونـګـو اننـګي کـوي او ژاړي

د درد بـې وفـایي او د بـارانـه الـهـام اخـلي
پـه دغـو دریـو ټـکـو شـاعـري کوي او ژاړي

حیرانه ستا په خوښه به یې زلفې کړلې لن‌‌‌‌‌‌‌ډې
هم هاغسې نخرې په تـور پيکي کوي او ژاړي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حيران شينواری

ځـان دې ساتـي ازار دې نـه اخـلي
پــلار د پـټـکـي ازار دې نــه اخـلـي
زمــا کـه مـنـي ازار دې نـــه اخـلـي
ددې ســــــړي ازار دې نـــه اخــلي
ګـــوره دا مـري ازار دې نــه اخــلي
د لــــــــیونــي ازار دې نــه اخـــلي 
چـــا د زړګـــي ازار دې نــه اخـــلي 
د مـــاښــامــي ازار دې نــه اخــلي
کـــه نـه راځــي ازار دې نــه اخـلي
مــــــــا زوروي ازار دې نــه اخـــلي
داســې دســتي ازار دې نــه اخـلي 
چـې اوبـه راوړي ازار دې نــه اخــلي 
د خـپـل مـنـګـي ازار دې نـــه اخــلي 
ګــل شــوکـوي ازار دې نـــه اخـــلي
شــیـن پــسرلي ازار دې نـــه اخـــلي 
بـــنـګ چې کـري ازار دې نـــه اخــلي 
مونـږ پرې سیزي ازار دې نـــه اخـــلي
خـلـک رټـــــي ازار دې نـــه اخــــلي 
چې سـوال کـوي ازار دې نـــه اخـــلي 
د خـپــل پـــردي ازار دې نـــه اخــلي
د ګـــــاونـــډي ازار دې نــه اخــلي
ځـــان جــــوړوي ازار دې نــه اخــلي
د تـــور پــيــکي ازار دې نـــه اخــلي
خـــالــونـه ږدي ازار دې نـــه اخــلي
مـــــــا زوروي ازار دې نـــه اخــلي
مــــــــخ اړوي ازار دې نــه اخــلي
اور لـــــګــوي ازار دې نــه اخـــلي
چې شـــعر لیکي ازار دې نــه اخــلـي
څـــــــوک یادوي ازار دې نــه اخـــلي
کـه یـاري کړي ازار دې نـــه اخــــلــي
که یاري نه کړي ماته بل ویلي دیـنـه

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حيران شينواری

ســاده کیـسه وي، پـرې یو دم د سـړي زړه ماتـیـږي
ځـیـنو خـبـرو بانـــدې، سـم د ســړي زړه مـاتـیــږي

ځیـنـې فـکـرونـه ځـیـنـې خـلـک شي یـادونـه پاتـې
ځـینو پـه ژونــد بانـدې، قسـم دسـړي زړه ماتیـږي

مونـږه بـاور وکـه په هــیڅ کې د چا کـم نه یـو خـو 
کاشـکې سمبـال وای په قـلم د ســړي زړه ماتـیـږي

خلـک ګـرم نه دي چې لمـنځـونه پـه حجـرو کې کـوي
جـومـات کـې ویـره ده، له بـم د ســړي زړه ماتـیـږي

د مـوره یـو ځـوي دی ظـالمـه ته یې جنګ ته لېـږې
رهبـره! جـوړ شـه درتـه غـم د سـړي زړه ماتـیـږي

وړه راپـیـغـلـه شـوې خـو دا عـادت دې نه هیـریږي
په کـړس خـنـدا په قـصد قدم د سـړي زړه ماتـیـږي

سکڼۍ ماښـام، تنـها ژونــدون جـانـه او سـتا یادونه 
پــردی وطـن دی پـردی چــم د سـړي زړه مـاتـیـږي

غــرور دې سـاتـه خـو دا ضـد درسـره خوند نه کوي 
چـې نـه سـتا ومـه اونـه ستا یـم دسـړي زړه ماتیږي

د لارې سر دی ځواني مرګ شې لـیونتـوب مـه کــوه
حـیرانـه! پـرې مې ږده چې ځم د سړي زړه ماتـیـږي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حيران شينواری

انځور دی ! انځورونه دي په خاورو کې پراته 
انځور دی ! او سرونه دي په خاورو کې پراته

انځور دی ! څوک لیکوال د ډیوګۍ رڼا ته ناست 
انځور دی ! کتابونه دي ، په خاورو کې پراته

انځور دی ! په پرېوتو دیوالونو مرغۍ ناستې
انځور دی ! تنابونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! یو ماشوم د دروازې غاړه کې پروت 
انځور دی ! ګلابونه دي ، په خاورو کې پراته

انځور دی ! یو سړی دی د صحراپه لور روان 
انځور دی ! او خاپونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! یو څو پیغلې په سینګار باندې لګیا 
انځور دی ! سره لاسونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! تور ټوپک دی د حجرې کونج ته ولاړ
انځور دی ! چیلمونه دي ،په خاورو کې پراته

انځور دی ! ملا ناڅي او ساقي تسبیح په لاس 
انځور دی ! تش جامونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! یو شاعر له خپلې ژبې را ځوړند 
انځور دی ! ایاتونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! په هندارو دي پراته دوینو څاڅکي
انځور دی ! ګل مخونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! یوه مور د بچي پښې ښکلوي ژاړي
انځور دی ! جنتونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! ستا حېران ! پکې له تانه جدا کیږي
انځور دی ! ارمانونه دي ، په خاورو کې پراته
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حيران شينواری

ډېرې مودې وشوې چې ورک يې يادېږې مې ډېر
قــربـان د ګـل غونــدې نـازک يې يادېږې مې ډېر

ستا مـخښه د ډکـو ســترګو مې تر اوسه ياده
او ستاد ادکـــې مــورمـچـکې يادېــږې مـې ډېر

ته د پـردي وطــن د ســختــو مـزدوريـو نــه يـې
ته خولا سـپيـنه خوله هلک یې یادېږې مې ړېر

ستاټول یاران ازار وهلي دي په جنګ میئن دي 
شکر تــه لـرې لــه ټوپک يې يادېږې مې ډېر

دا دې د څوم اختــــر وعـده وه خو ته را نه غللې
قسـم دى ډېر په زړګي کلک يې يادېږې مې ډېر

اې! د پردو خلـکو مـختاج حيـرانـه کور ته راشه
دلتـه پـه کلي کـې ملـک يې يـادېـږې مـې ډېر
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حيران شينواری

ژوند ته چې څومره حوصله کېده نو ومې کړله 
بس دی همدومره ګوزاره کـېده نو ومې کړله

ښکاره مـې ونه ژړل خلک وو مجــبوره وومه
زړه کې مې پټه انديښنه کېده نو ومې کړله

د غم ښادۍ پالل له پلار راته وصــــيت پاتې وو
ښار کې کــه هرځای جنازه کيده نو ومې کړله

يـاران به تله نــو خامخا به ميکدې ته تلمه 
ضرور له ما به هم نشه کېده نو ومې کړله

د جـنـتـو لايـــق بـه يمه او کـنه خـو خـدايـه
زما د وسه بـه سجده کـېده نو ومــې کړله

په تا مې دواړه سترګې خښې وې ته نه پوهېدې
دا ستا چـې څـومره نــنداره کـېده نـو ومـې کړله

د زوی قاتل ته يـــوه کونډه مورکۍ داسې وايي 
دغـه بـچـي تـه مـــــې اثـره کـېده نو ومې کړله

دلته ډير خلــــــک وو په چا مې اعتبار نه کېذه
حېرانه! تاســــــره مې شـپه کېده نو ومې کړله
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حيران شينواری

ارمان چې زه دې خوښېدای مثال خبره کووم
او بيا دې هيــڅ نه هېرېدای مثال خبره کووم

انسان چې يو ځل زړېدای هسې نظر دی زما
بيــرتـه لـه سـره ځوانېدای مثال خبره کووم

که سـتا په ښار کې د ميئنو لږ څه قدر کېده
ډير به اوس هلته اوسېدای مثال خبره کووم

هر څه منــمه خو په اصـل کې رښتيني مشران
په پيـسو نه شـي خرڅېـدای مثال خبره کووم

د ژمي شپـه تـوده کـوټه تـا سـره پټـې کيسې
بادامـي نـقل او شيـن چای مثال خبره کووم

په جينکو خو چې يو څو بوسې ذکات اووښتی
بيا يې پر مونږ پـيرزو کېـدای مثال خبره کووم

مابه د خپلې حافظې نه لا پخوا وېستی وای
که زړه مـې ياره صـبرېدای مثال خبره کووم

نور ســم سړی يمه خو مړه چې په بنګو واوړم
هيـڅ ورته نـشم ټيـنـګېدای مـثال خـبره کووم

څوک چې د قام د بربادۍ هيلې په زړه کې لري
هـغـه له ورايــه ښــکارېـدای مـــثال خبره کووم

ته څه خبر یې  درد  احساس  او مینه څه ته وایي؟ 
کاشـکـې چـې ته پـرې پوهيـدای مثال خبره کووم

سپـين سترګـې نه يمه حيرانه !خو له تانه ولـې
زه بيـخي نه شـم شرمـيـدای مثـال خـبره کووم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حيران شينواری

د خپل ارمان تصوير ته کېناستمه ومې ژړل
بـيا د جـانان تصوير ته کېناستمه ومې ژړل

زه مې له ځانه ډير په بـيرته بـيرته وګرځيدم
اخر د ځان تـصـــوير ته کېناستمه ومې ژړل

د چا د وچو شونډو تنده مې رایاده شوله 
بس د باران تصویر ته کیناستمه ومې ژړل

ما به د کـــــومې ګناه سترګې پټولې خدايه 
د خپل ايمان تصوير ته کېناستمه ومې ژړل

ناکامـه ميـنه زخمـي زړه او ماتې ماتې هيلې
داسې يـو وران تصوير ته کېناستمه ومې ژړل

ځلمي راټول وو خوشالي وه خنداګانې کېدې
زه د" حيران" تـصوير ته کېـناستمه ومې ژړل
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حيران شينواری

ســاده کیـسه وي، پـرې یو دم د سـړي زړه ماتـیـږي
ځـیـنو خـبـرو بانـــدې، سـم د ســړي زړه مـاتـیــږي

ځیـنـې فـکـرونـه ځـیـنـې خـلـک شي یـادونـه پاتـې
ځـینو پـه شتون بانـدې، قسـم دسـړي زړه ماتيږي

خلـک ګـرم نه دي چې لمـنځـونه پـه حجـرو کې کـوي
جـومـات کـې ویـره ده له بـم د ســړي زړه ماتـیـږي

وړه راپـیـغـلـه شـوې خـو دا عـادت دې نه هیـریږي
په کـړس خـنـدا په قـصد قدم د سـړي زړه ماتـیـږي

سکڼۍ ماښـام، تنـها ژونــدون جـانـه او سـتا یادونه 
پــردی وطـن دی پـردی چــم د سـړي زړه مـاتـیـږي

د لارې سر دی ځواني مرګ شې لـیونتـوب مـه کــوه
حـیرانـه! پـرې مې ږده چې ځم د سړي زړه ماتـیـږي