د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حيران شينواری شعرونه

غزل

انځور دی ! انځورونه دي په خاورو کې پراته 
انځور دی ! او سرونه دي په خاورو کې پراته

انځور دی ! څوک لیکوال د ډیوګۍ رڼا ته ناست 
انځور دی ! کتابونه دي ، په خاورو کې پراته

انځور دی ! په پرېوتو دیوالونو مرغۍ ناستې
انځور دی ! تنابونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! یو ماشوم د دروازې غاړه کې پروت 
انځور دی ! ګلابونه دي ، په خاورو کې پراته

انځور دی ! یو سړی دی د صحراپه لور روان 
انځور دی ! او خاپونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! یو څو پیغلې په سینګار باندې لګیا 
انځور دی ! سره لاسونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! تور ټوپک دی د حجرې کونج ته ولاړ
انځور دی ! چیلمونه دي ،په خاورو کې پراته

انځور دی ! ملا ناڅي او ساقي تسبیح په لاس 
انځور دی ! تش جامونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! یو شاعر له خپلې ژبې را ځوړند 
انځور دی ! ایاتونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! په هندارو دي پراته دوینو څاڅکي
انځور دی ! ګل مخونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! یوه مور د بچي پښې ښکلوي ژاړي
انځور دی ! جنتونه دي، په خاورو کې پراته

انځور دی ! ستا حېران ! پکې له تانه جدا کیږي
انځور دی ! ارمانونه دي ، په خاورو کې پراته
د شاعر نور شعرونه ←