د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حيران شينواری شعرونه

غزل

د خپل ارمان تصوير ته کېناستمه ومې ژړل
بـيا د جـانان تصوير ته کېناستمه ومې ژړل

زه مې له ځانه ډير په بـيرته بـيرته وګرځيدم
اخر د ځان تـصـــوير ته کېناستمه ومې ژړل

د چا د وچو شونډو تنده مې رایاده شوله 
بس د باران تصویر ته کیناستمه ومې ژړل

ما به د کـــــومې ګناه سترګې پټولې خدايه 
د خپل ايمان تصوير ته کېناستمه ومې ژړل

ناکامـه ميـنه زخمـي زړه او ماتې ماتې هيلې
داسې يـو وران تصوير ته کېناستمه ومې ژړل

ځلمي راټول وو خوشالي وه خنداګانې کېدې
زه د" حيران" تـصوير ته کېـناستمه ومې ژړل
د شاعر نور شعرونه ←