د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي حيران شينواری شعرونه

غزل

د بخت زاده دانش په ځمکه

څه ماتې ماتې هيلې د زړګي کوي او ژآړي
ګیلې د خـپلې ستړې زندګي کوي آو ژاړي

بې وروره ده غریبه د یو وخت ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ لپاره
تمامه ورځ دخان کره خواري کوي او ژاړي

راغلې څوک مورکۍ ده یو عسکر ته غاړه وتې 
تپوس ترېنه د خپل عسکر بـچي کوي او ژاړي

راځي دغه زیارت له خدایه څه به ترینه غواړي 
راځـي ورتـه کیـسې د یـو سـړي کوي او ژاړي

زاړه ته یې وداه کړله خپل پلار ظلم پرې وکړ
یوه پيغله ده سوالونه د مرګي کوي او ژاړي

ددې جینۍ ازار به کوم بدبخته هلک اخلي 
ښېـرې ورتـه په هـر ماذیـګري کوي او ژاړي

ورمن‌‌‌‌‌‌ډه یې کړه وره ته مسافر لالۍ یې راغۍ
خوشـبـو یې د لـونـګـو اننـګي کـوي او ژاړي

د درد بـې وفـایي او د بـارانـه الـهـام اخـلي
پـه دغـو دریـو ټـکـو شـاعـري کوي او ژاړي

حیرانه ستا په خوښه به یې زلفې کړلې لن‌‌‌‌‌‌‌ډې
هم هاغسې نخرې په تـور پيکي کوي او ژاړي
د شاعر نور شعرونه ←