پښتو ادب · شاعران
خیال محمد ایاز
د خیال محمد ایاز پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
ښـــــــــــکلي رخساریـــــي دسپوږمي لاکــم څـه نــدي
پـــه ځــمـکـه اوسي يواسمان ته یي دتــلـوکـمي دي
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
خیال محمد ایاز
ياره کــاشــکي زه لـــه اصـــله کــــــــــوچـــاني واي
ســـتا ســره به تــل په غــرونـو غـــرســــــــــني واي
ســـتا پـه ميـنه بـه زه هـلـتـه ووم مـــــــــــــوړشــوي
چـه ګـــودرتــه تــه روان زه دي مــنــګـــــــــــي واي
هميـــشه بـــه دي په زلفــو لــوبـــيــــــــــــــدمــــــــه
چـه دا سـتا په سره سالـوکي شــين ځونـډي واي
ديــوبــــل دجــــدائــي غـــم بـــه مـــــــــــو نـــه واي
چـه تـه ځمـادلاس شـپـيلي زه دي شپـونکي واي
او د هــســي پـتـنـــــګــــــا نـــــو يــوپـتـنــــــګ وم
چــه داســتـادحـــسن شـــمـعـــي تــه لــوګـــي واي
دجـهــان دا پــادشــاهــان بـــــــــــه لاس پـه نــام وه
چـــه دزلـفــوپــه بـســتــر دي ځـــــــــمــاځــــاي واي
ســتا د حسن پــه جــلـــــووکــي بــــــــــــــه راپټ وم
کـــه داســتـاد سورپـيـزوان مـنــــځ کي غـمـي واي
چي داسـتـا پـه سورکـوشـونــــــــډونــــوشـيـــد مـه
زه ًايــــازً کـاشــکي پــه هغــه جــام کــــــي مـي واي
د1385کــــــال دحـمــل30
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
خیال محمد ایاز
سترګي دي واه باڼـــــــــــه دي واه يـود رنجـوکمي دي
دا بـرنـــدو ستــرګــو کــــي دي يـاره د نـشـو کمي دي
يد بيضــا که وايـــــــــــي څوک يدبـيـضــا یي ګـــڼــــم
د سپـيـنــو لـيـــچـو تـجـــــلا کـي د بــنګړو کمي دي
چه په مي خــــــــــــورنظردي ګورمه نوداسي ښکاري
تـه به وي ډک د مـيـوجـام دي بس دڅـښـو کـمي دي
ښـــــــــــکلي رخساریـــــي دسپوږمي لاکــم څـه نــدي
پـــه ځــمـکـه اوسي يواسمان ته یي دتــلـوکـمي دي
پښـتـون ټټر بشپړ شعر ولولئ
پښـتـون ټټر
خیال محمد ایاز
خوارمي مه بوله زه له اصله زوروريم
ډيري توري مي کړي ماتي هسي سپريم
چه تاخــتــونه مي امو نه تـرډهـــلي دي
زه همـــاغه د احـمــد د لاس خــنــجريـم
غــــــلامي پــه دي سبب نـشــم مـــنــلي
چه پـــتـمن اوعـزتــمنـد افــغان ټــــريـم
چــه دظــلم اونفرت بـيــړي ــړي غرقي
زه هغـــسي بـــا انــصـافــه ـــمنــدر يم
زه د تـــورو او تــوپــونــو پـروا نـکړم
دفــولادونـه مـحــکم پښــتــون ټــټــريم
داچـه وخت داسي مظــلوم دزماني کړم
اوکــه نـه پـه زورورودي لاس بــر يــم
پـلارنــيکــه مي غــلامي نـه ده مـنــلي
زه َايـازْهم دپبښتون مـيــرويس پسر يم
5-4-1385د لغمان راديومشاعره
زمادارمان کلي تهبشپړ شعر ولولئ
زمادارمان کلي ته
خیال محمد ایاز
ساحــل تـــــــــه مي د ميني نورتوپــان ربه رانوړي
داشپي مي د وصلت دي چه هــجـران ربـه رانوړي
بهارګـلـونــــــــــه وا کـړل ګوره څنګه په خــنـدا دي
داښکـلي شيــــــن چـمـن تـه مي خـزان ربـه رانـوړي
بهارشوشـنوتــــــــــوتيـاتــوتـه مي ډيـره تـلـوسه ده
ځـــمـــا د ارمــــــــــان کـــلـي تــه زاغـان ربــه رانوړي
که وينه وه هـمــــــــــــدا مي له بدنه ځيني توي شوه
طــامـع ځـمــا د ويــــــــــنـوخــون خـوران ربـه رانوړي
دصلحي په ژوندون کــــــــــي لږمي زړه ته قرارراغي
چـه وي دژوند په طمــعه جنـــــــــګـجويان ربه رانوړي
نسيم چـه نن فـضا د ورورولـــــــــــــي پــه مـوږ رڼا کړه
چـه څـوک غـواړي نفـاق د ارقـيـبان ربـــه رانــــــــــــوړي
پرهر زړونه مي ټول په خـنـدا ګانو ســـــــــره يو کـــــــړل
دا لـنـډ مـهـاله ژوند ته مي خـفـګان ربـــــــــــــه رانـوړي
ًايــازهً ستـاسنـدره د مظـلـوم دخـولي خـنــــــــــــدا شوه
چـه ژونـد د خـوشــالـي کي ئي ګـريان ربه رانــــــــــــوړي
20-2-1385 لـــــغـمـان
دسپرلي لمنبشپړ شعر ولولئ
دسپرلي لمن
خیال محمد ایاز
شين سپرلي دي شنه طوطيان دي څومره ښکلي
غــــرولمــــــنــــــوکــــي خوشـــبوګـــلان لـــــــونلي
څـــه دپـــيـــغلولــــــراوبــــــــــــرځـــــوانــان اتـڼ کــا
لـــــه مـــغــزوئي دخـــــــــــــــــــــزان ســـــيلي وتــــلي
دبهارپه خوشـــــبويوهرڅـــــــــوک خوشـــــال شــــي
ځاڼي ځـــکه داســــمان څــــــــــــــوکــوکــــي ځغـــلي
مالــــيــارباغ کــــي په خــنـدا اوپــــــه موســـکا دي
ځــکــه بــاغ ئي د امـــيــد غــــوټـــــــــــــي نــيــولـــي
يــود يـــاردســـرکـــــــــــــوشــــونـــډ وښــــکــلا نــده
هـريـوګـل اوس پـه ســــــــــــــرو ويـــنـو کـي لـمـبـلي
پـه هـــررود کــي دســــپرلـــــــــــي سيــلاب روان دي
ښــکلي غـرونـه مـوپه ســپـــــــــــــين څـادر پــيچــلي
پــه خـوشــبـواوپـه طــربـت مـوبـــــــــــاغ رنګــيـن دي
بـــوراګـــان ئــي سيــاحـيــــــن ورتـــــــــــــــه راغــلــي
اوس دهـــريـــــوشـــي مـــــــــــــــراد دي پــوره شـــوي
لـه ډيـروخــتــه ئــي د بــــهــار لاري ځــــــــــــارلــــــــــي
زه ايـــازپــه نـيــــم بـســمـل زړه انــتـظـار کــــــــــــــــــړم
رغــــيـــد و تــه می دا ســتـــــــــــــــــا لاري نــيـــــولــــي
د1385کــال دحــمـل 2 نيټه