د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي خیال محمد ایاز شعرونه

غزل

ياره کــاشــکي زه لـــه اصـــله کــــــــــوچـــاني واي

ســـتا ســره به تــل په غــرونـو غـــرســــــــــني واي

ســـتا پـه ميـنه بـه زه هـلـتـه ووم مـــــــــــــوړشــوي

چـه ګـــودرتــه تــه روان زه دي مــنــګـــــــــــي واي

هميـــشه بـــه دي په زلفــو لــوبـــيــــــــــــــدمــــــــه

چـه دا سـتا په سره سالـوکي شــين ځونـډي واي

ديــوبــــل دجــــدائــي غـــم بـــه مـــــــــــو نـــه واي

چـه تـه ځمـادلاس شـپـيلي زه دي شپـونکي واي

او د هــســي پـتـنـــــګــــــا نـــــو يــوپـتـنــــــګ وم

چــه داســتـادحـــسن شـــمـعـــي تــه لــوګـــي واي

دجـهــان دا پــادشــاهــان بـــــــــــه لاس پـه نــام وه

چـــه دزلـفــوپــه بـســتــر دي ځـــــــــمــاځــــاي واي

ســتا د حسن پــه جــلـــــووکــي بــــــــــــــه راپټ وم

کـــه داســتـاد سورپـيـزوان مـنــــځ کي غـمـي واي

چي داسـتـا پـه سورکـوشـونــــــــډونــــوشـيـــد مـه

زه ًايــــازً کـاشــکي پــه هغــه جــام کــــــي مـي واي
 
 د1385کــــــال دحـمــل30

د شاعر نور شعرونه ←