د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي خیال محمد ایاز شعرونه

زمادارمان کلي ته

ساحــل تـــــــــه مي د ميني نورتوپــان ربه رانوړي

داشپي مي د وصلت دي چه هــجـران ربـه رانوړي

بهارګـلـونــــــــــه وا کـړل ګوره څنګه په خــنـدا دي

داښکـلي شيــــــن چـمـن تـه مي خـزان ربـه رانـوړي

بهارشوشـنوتــــــــــوتيـاتــوتـه مي ډيـره تـلـوسه ده

ځـــمـــا د ارمــــــــــان کـــلـي تــه زاغـان ربــه رانوړي

که وينه وه هـمــــــــــــدا مي له بدنه ځيني توي شوه

طــامـع ځـمــا د ويــــــــــنـوخــون خـوران ربـه رانوړي

دصلحي په ژوندون کــــــــــي لږمي زړه ته قرارراغي

چـه وي دژوند په طمــعه جنـــــــــګـجويان ربه رانوړي

نسيم چـه نن فـضا د ورورولـــــــــــــي پــه مـوږ رڼا کړه

چـه څـوک غـواړي نفـاق د ارقـيـبان ربـــه رانــــــــــــوړي

پرهر زړونه مي ټول په خـنـدا ګانو ســـــــــره يو کـــــــړل

دا لـنـډ مـهـاله ژوند ته مي خـفـګان ربـــــــــــــه رانـوړي

ًايــازهً ستـاسنـدره د مظـلـوم دخـولي خـنــــــــــــدا شوه

چـه ژونـد د خـوشــالـي کي ئي ګـريان ربه رانــــــــــــوړي 

20-2-1385 لـــــغـمـان

د شاعر نور شعرونه ←