د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي خیال محمد ایاز شعرونه

پښـتـون ټټر 

خوارمي مه بوله زه له اصله زوروريم

ډيري توري مي کړي ماتي هسي سپريم

چه تاخــتــونه مي امو نه تـرډهـــلي دي

زه همـــاغه د احـمــد د لاس خــنــجريـم

غــــــلامي پــه دي سبب نـشــم مـــنــلي

چه پـــتـمن اوعـزتــمنـد افــغان ټــــريـم

چــه دظــلم اونفرت بـيــړي ــړي غرقي

زه هغـــسي بـــا انــصـافــه ـــمنــدر يم

زه د تـــورو او تــوپــونــو پـروا نـکړم

دفــولادونـه مـحــکم پښــتــون ټــټــريم

داچـه وخت داسي مظــلوم دزماني کړم

اوکــه نـه پـه زورورودي لاس بــر يــم

پـلارنــيکــه مي غــلامي نـه ده مـنــلي

زه َايـازْهم دپبښتون مـيــرويس پسر يم

5-4-1385د لغمان راديومشاعره   

د شاعر نور شعرونه ←