د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالجبار څپاند

د عبدالجبار څپاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

زه لـــه خــدايه غــټ څــاڅــكي باران غواړم
تــه پكــې لــمــده شه چـې دې وګـــــــورم
 
 
ډيـــر دې لـــيونــې كــړل ډيـر يـريــږي  اوس
حــســنه غــرغــره شــه چــې دې وګــــورم

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

خندابشپړ شعر ولولئ

خندا

عبدالجبار څپاند

لاماذيګر ځوانيمرګ شوي نه وه
لادماښام تياره حاکمه نه وه
لاپه نري نسيم کي ساه چليده
چې!
ستاسو دکلي چينارونو سره
يوڅو تنکي له دلښتو په شان
لکه دنويو ټوکيدلو ګلابونو په څير
يوڅوزلمي ولاړ وه
اوپه کړس کړس يي خندل
قسم زما زړه يي خنداته وکړ
خوماخندلي نشو
بس دزړګي په زورمې
ځان سره ورو دغه ټپه وويله
څنګه په کړس کړس راته خاندي
په زړه دي نشته دياري سوي داغونه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالجبار څپاند

پـــه تــــرپ لـــکه پـــيــريــان دي ســتايــونــظرکاته
والله چـــي راتــــه ګـــران دي ســــتايـــونـــظر کاتــه
 
پــــه مـــنډه مــــنډه راشــــي پـــه زړه رانــنــوځــــــــي
زمـــالکـــه يـــاران دي ســــتايـــونــــظر کـــــاتـــــــــه
 
دزړه کــــعــبي تـــه راشي تـــــــري هــره ورځ تاويږي
څه کلک مسلمانـــــان دي ســـــتايــــو نـــــــظرکاته
 
يو ست دميـــني وکـــړي بـــيا بــــيرته پښيمان شي
څه شـــوخ دي څومره وران دي ستــــا يونظر کاتــه
 
ليمو بانـــدي پـــښي ګـــدي پـــروا دبـــڼــو نــکـړي
سرزوري افــــغــانان دي ســـتايـــوي نــــظـــرکاته
 
څــــپـــاند بــه راته مړ کړي هغه ساده پښتون دي
چــالاکـــه کــابـــلـــيان دي ســـتايـــو نـــظــر کــاتــــه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالجبار څپاند

ځــه كنــــه غــصه شـــه چـــې دې وګــــــــورم
لــږه غــونــدې ســره شـــه چــې دې وګــــورم
 
زه لـــه خــدايه غــټ څــاڅــكي باران غواړم
تــه پكــې لــمــده شـــه چـــې دې وګـــــــورم
 
ډيـــر دې لـــيونــې كــړل ډيـر يـريــږي  اوس
حــســنه غــرغــره شــه چــې دې وګــــــــــورم
 
شـــيخ كــه د كــعـــبــې پــه نــوم ونه لـــيدې
ماتـــه مـــيكده شــــه چـــې دې وګــــــــــورم
 
تـــه داخـــوبـــولـــې ســـترګــــې مـــه غـــــړو
ســـركـــيده اوده شــــه چــــې دې وګـــــــورم
 
دومــــــره مــساپــر څـــپانـــد تــــه ووايــــــه
مــونـــږ كـــره دې شـپـه شـه چې دې وګــورم
كابل – سالنګ واټ
۰۱-۰۴-۰۶