افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
خندا
لاماذيګر ځوانيمرګ شوي نه وه
لادماښام تياره حاکمه نه وه
لاپه نري نسيم کي ساه چليده
چې!
ستاسو دکلي چينارونو سره
يوڅو تنکي له دلښتو په شان
لکه دنويو ټوکيدلو ګلابونو په څير
يوڅوزلمي ولاړ وه
اوپه کړس کړس يي خندل
قسم زما زړه يي خنداته وکړ
خوماخندلي نشو
بس دزړګي په زورمې
ځان سره ورو دغه ټپه وويله
څنګه په کړس کړس راته خاندي
په زړه دي نشته دياري سوي داغونه