افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ځــه كنــــه غــصه شـــه چـــې دې وګــــــــورم
لــږه غــونــدې ســره شـــه چــې دې وګــــورم
زه لـــه خــدايه غــټ څــاڅــكي باران غواړم
تــه پكــې لــمــده شـــه چـــې دې وګـــــــورم
ډيـــر دې لـــيونــې كــړل ډيـر يـريــږي اوس
حــســنه غــرغــره شــه چــې دې وګــــــــــورم
شـــيخ كــه د كــعـــبــې پــه نــوم ونه لـــيدې
ماتـــه مـــيكده شــــه چـــې دې وګــــــــــورم
تـــه داخـــوبـــولـــې ســـترګــــې مـــه غـــــړو
ســـركـــيده اوده شــــه چــــې دې وګـــــــورم
دومــــــره مــساپــر څـــپانـــد تــــه ووايــــــه
مــونـــږ كـــره دې شـپـه شـه چې دې وګــورم
كابل – سالنګ واټ
۰۱-۰۴-۰۶