د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالجبار څپاندشعرونه

غزل

پـــه تــــرپ لـــکه پـــيــريــان دي ســتايــونــظرکاته
والله چـــي راتــــه ګـــران دي ســــتايـــونـــظر کاتــه
 
پــــه مـــنډه مــــنډه راشــــي پـــه زړه رانــنــوځــــــــي
زمـــالکـــه يـــاران دي ســــتايـــونــــظر کـــــاتـــــــــه
 
دزړه کــــعــبي تـــه راشي تـــــــري هــره ورځ تاويږي
څه کلک مسلمانـــــان دي ســـــتايــــو نـــــــظرکاته
 
يو ست دميـــني وکـــړي بـــيا بــــيرته پښيمان شي
څه شـــوخ دي څومره وران دي ستــــا يونظر کاتــه
 
ليمو بانـــدي پـــښي ګـــدي پـــروا دبـــڼــو نــکـړي
سرزوري افــــغــانان دي ســـتايـــوي نــــظـــرکاته
 
څــــپـــاند بــه راته مړ کړي هغه ساده پښتون دي
چــالاکـــه کــابـــلـــيان دي ســـتايـــو نـــظــر کــاتــــه
د شاعر نور شعرونه ←