پښتو ادب · شاعران
محمد اجان یار
د محمد اجان یار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د محمد اجان يار لنډه پيژندنه زوکړه کونړ وټپور ١٣٢٨ - لومړنۍ زدکړی کونړ وټه پور او د کابل پوهنتون دتاريخ او فلسوفی پوهنځی - لس کاله د هيواد په بيلابيلو ولايتونوکی د هيواد دزامنو پرښوونه اوروزنه تير کړی دی - دولس کاله د کابل پوهنتون ، فوايد عامی وزارت او د قبايلو او سرحدونو چارو په وزارت کی دنده تر سره کړی ده - په ماموريت کې دويمی رتبی ته رسيدلی و چې وظيفه یې پريښوده او المان ته یې سياسی پناه يوړه - د جرمنی د کولن ښار کی د پنځلسوکالوراپدی خوا اوسيږی - چاپ اثار کوکاری : سعری مجموعه سره ډولۍ : د لنډو کيسو مجموعه تړلی کڅوړه : د لنډو کيسو مجموعه د کونړ تاتری : تاريخی او تحقيقاتی کتاب څانګه : ناول وير : د ښعرونو ټولګه د ليلی دښته : سترګو ليدلی حال هوسۍ : ناول چاپ ته تيار يه قربان : شعری مجموعه . .... سفر نامه : غرونه او ناول :
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد اجان یار
شم ماشوم کله سکروټو او سپــــرغــــــو ســــــــــره لـــــــوبــــیـــږم
سیــــــن پــــــــه غـــــاړه سپــیــنـــو شـــــګــو، کـــوټنو سره لوبیږم
دهار ســـــــــرو غــــــرمــــو ته رغړم د سین سپینو شګو غیږکې
هغه چم ګاوڼ ماشــــــــومــــــو جــــــنــکــــــــو ســــــــره لــــوپــــیـــږم
د سپیره ډاګ خړو خــــــــــاورو داغـــــزو منځ کې مې شپه شی
دې خزان وهلی بـــــڼ کـــــــــې مــــــــــــړو غوټو سره لــــــــوبـــیـــږم
د ماښام تورو تیارونه کړمه څــــیــــــــری لـــــــمــــــن ډکــــــــــــــــــه
دخپــــل وران کــــــلی کــــوڅــــــو کـــــی لـــه چــیــنــو سره لوبیږم
خیال کی اوړی راوړی هغه ماشومتوب او زلمیــــتوب می
لاړ شم هغه وخت شیبو ته انـــــدیښنــــــو ســـــره لــــوبــــیــــــــــږم
اوسنی پړاو دژوند خــــــــو بــــیخی هــــــــسی ګــچـی ګـول کړم
تش بادیږی اسویلی می له سلــــــــګو ســـــــره لــــــــــــــوبــــــیــږم
دا ترخه حالات چې یـــــــــاره کـــــــــــله ستــــــــا عـــــــــقــــل یــاغی
لاره ورکه شی له مـــــــانـــــــه لیــــــونــــــــــو ســــــــــره لـــــوبـــیــــږم
۹ / ۱۲ / ۲۰۰۵
جرمنی کولن روګندورف
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد اجان یار
قاتلان پــــــه غـــــــاړه ډکــــــی ګــــــردنـــــۍ وړی
داښکــــاریـــان زمــــا د غـــرونـو غرڅنۍ وړی
څــــه تــــــالان مـــــې پــــه ملــــی شتـــمنـــۍ وشو
دي ریښی ریښی ګـــریـوان نه مې تـــڼۍ وړی
هـــدیـــرونـــه مـــی هـــــډوکــی ځـــــی پنجاب ته
د کونړ د غــــــرونــــو نښتری خــــو دوبۍ وړی
لیـــــــونـــــی لیــــــوان راغـــلــــی زمـــــوږ غروته
په غـــاښــــونـــوکـــی ددی وطــن هوسۍ وړی
لــــږ راکــــوز شــــه دربــــاب کـــوزو پـــردوتــــــه
دښـــمنـــان دی ادم خـــــانــــــه درخـــــانـــۍ وړی
دبــــــل چــــا پــــه ښـــایســـــت تـــیــرنه وځی یاره
میـــــن زړونــــه ستـــــا د خــپل چم لیونۍ وړی
۱۹ / ۴ / ۲۰۰۴
هالنډ امستردام
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد اجان یار
په مینه می رقیب له لاســــــــــه اور ولــــــــګیـــــــده
د ښکلو چم کی غــــــلی غــــــلی شــــــــــــــور ولګیده
غماز راته په میــــنه بـــــانـــــدی اور کړلو راپوری
په سپــــینــــــو فــــریښتــــــو باندی څه تور ولګیده
بــــــــــــاران غــــوندی نظر یې اوریده زما په لوری
افسوس چی په جانان مې په لیمو کی دی ساتلی
قاتل د مینی راغی زړه مې خــــــــــــور ولګیــــــــــده
سور لاس دغماز ونیوه مرۍ زما په کور ولګیده
د هر چــــــــا ګــــــــــــــوزار سم زما په کور ولګیــــــده
اشنا د خولی خــــــــبری مې په زړه باندی پټۍ دی
د یار غـــــــــزل پـــــــه زړه زمـــــا ټــــــکور ولـــــــــګیده
۲ / ۸ / ۲۰۰۳
جرمنی کولن ښار
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد اجان یار
څو لــیونــی سپی د دخپل وران کلی کوڅو کی ګورم
کـــاروان د اوښـــکـــو پـــه شـلیدلو ګریوانو کی ګورم
تــــا ل بـــــدل شـــــــوی دی نــغــمــی رتــه بــدلــی ښکاری
دا ســــــاده ګــــان بــــیـا پر دی ډول ته نڅیدو کی ګورم
کیسي د ننګ او غـــیــــرت لاړلـی په سین لاهو شوی
ریښی ریښی شمله مې نــــوره ســــوزیــدو کی ګورم
له بــــي وســـــۍ نـــــه بـــــه دیـــــار سنــــدری ژاړی درته
پخپل کاله کی ځـــان ورو ورو بی واکیدو کی ګورم
جرمنی کولن
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
محمد اجان یار
دتـــوری بـــوری ســـرتــــه بــــیـــا ځـــلـــی ډول وخیـــــږوه
یــــاغــــی بــــادونــــو دوطـــــن د نــــاووی شال وړی دی
دښــــار کــــوڅـــــه پـــــه کـــوڅــــــه اورمه پردی سازونه
چامـــــی حــــجــــری نــه دمنګی او سیتار تال وړی دی
زور د غیــروو، ښکاری ګوټی له ما شی ایسته کړی
ایلــــــه د کلی شنډی توت کی بیا مرغۍ کښینا ستی
یــــو څـــــو فـــقــــیـــری دوعـــــاګـــانی وی قبولی شولی
خو دا پردۍ لرواوی بــــیــا پــاس په بلۍ کښیناستی
سولهبشپړ شعر ولولئ
سوله
محمد اجان یار
کچکول د خیـــر مــــې دی پــــه غـــاړه د بل چا وطن کی
لاالــــی نــــــوره ســـــولـــــه راولـــــی زمـــــا وطــــــن کـــی
څـــــــومـــــــره اوږده شــــــولـــــه پــه موږه د اغمیزه نوره
بـــچــــی اچـــــولــــــی د نــــفـــــــاق تــــــــوری بلا وطن کی
د غـــــــم غــــــدۍ رالــــــګیـــــــدلـــــی ده پــــــه موږ باندی
وشــــول بــــی رحمه تــــالانــونه زمــــا او ستا وطن کی
نـــور داغــریــب ملک لــــه جګړی نه په امان کړی ربه
یـــــار شــــو بـــــی واکـــــه خـپل ابۍ او د دادا وطن کی
۱۸ / ۶ / ۱۹۹۳
کولن جرمنی