د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمد اجان یار شعرونه

غزل

قاتلان پــــــه غـــــــاړه ډکــــــی ګــــــردنـــــۍ وړی

داښکــــاریـــان زمــــا د غـــرونـو غرڅنۍ وړی

څــــه تــــــالان مـــــې پــــه ملــــی شتـــمنـــۍ وشو

دي ریښی ریښی ګـــریـوان نه مې تـــڼۍ وړی

هـــدیـــرونـــه مـــی هـــــډوکــی ځـــــی پنجاب ته

د کونړ د غــــــرونــــو نښتری خــــو دوبۍ وړی

لیـــــــونـــــی لیــــــوان راغـــلــــی زمـــــوږ غروته

په غـــاښــــونـــوکـــی  ددی وطــن هوسۍ وړی

لــــږ راکــــوز شــــه دربــــاب کـــوزو پـــردوتــــــه

دښـــمنـــان دی ادم خـــــانــــــه درخـــــانـــۍ وړی

دبــــــل چــــا پــــه ښـــایســـــت تـــیــرنه وځی یاره

میـــــن زړونــــه ستـــــا د خــپل چم لیونۍ وړی

۱۹ / ۴ / ۲۰۰۴

هالنډ امستردام

د شاعر نور شعرونه ←