افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
په مینه می رقیب له لاســــــــــه اور ولــــــــګیـــــــده
د ښکلو چم کی غــــــلی غــــــلی شــــــــــــــور ولګیده
غماز راته په میــــنه بـــــانـــــدی اور کړلو راپوری
په سپــــینــــــو فــــریښتــــــو باندی څه تور ولګیده
بــــــــــــاران غــــوندی نظر یې اوریده زما په لوری
افسوس چی په جانان مې په لیمو کی دی ساتلی
قاتل د مینی راغی زړه مې خــــــــــــور ولګیــــــــــده
سور لاس دغماز ونیوه مرۍ زما په کور ولګیده
د هر چــــــــا ګــــــــــــــوزار سم زما په کور ولګیــــــده
اشنا د خولی خــــــــبری مې په زړه باندی پټۍ دی
د یار غـــــــــزل پـــــــه زړه زمـــــا ټــــــکور ولـــــــــګیده
۲ / ۸ / ۲۰۰۳
جرمنی کولن ښار