د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمد اجان یار شعرونه

سوله

کچکول د خیـــر مــــې دی پــــه غـــاړه د بل چا وطن کی

لاالــــی نــــــوره ســـــولـــــه راولـــــی زمـــــا وطــــــن کـــی

څـــــــومـــــــره اوږده شــــــولـــــه پــه موږه د اغمیزه نوره

بـــچــــی اچـــــولــــــی د نــــفـــــــاق تــــــــوری بلا وطن کی

د غـــــــم غــــــدۍ رالــــــګیـــــــدلـــــی ده پــــــه موږ باندی

وشــــول بــــی رحمه تــــالانــونه زمــــا او ستا وطن کی

نـــور داغــریــب ملک لــــه جګړی نه په امان کړی ربه

یـــــار شــــو بـــــی واکـــــه خـپل ابۍ او د دادا وطن کی

۱۸ / ۶ / ۱۹۹۳

کولن جرمنی

د شاعر نور شعرونه ←