د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صديق الله بدر

د صديق الله بدر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

صديق الله بدر د ارواښاد بهادرشاه زوى، په ۱۳۴۸ لمريز كال د ننګرهار ولايت د سره  رود  ولسوالۍ د بر سلطانپور په يوه روحاني كورنۍ كې زوكړى دى.
لومړنۍ زده كړې يې تر درېيم ټولګي پورې پخپل كلي كې او پاتې نورې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې تر لسم ټولګي پورې د كابل د سيدجمال الدين په لومړني ښوونځي، د پنځه سوه فاميليو ښوونځي، د خيرخانې او عمر شهيد په ليسو كې بشپړې كړې دي. تر هغه وروسته يې د مخابراتو په تربيوي مركز كې مسلكي زده كړوته مخه كړې او په ۱۳۷۰ لمريز كې دغه زده كړې يې د اقتصادي ستونزو له كبله، د وروستۍ ازموينې په درشل كې نيمګړې پاتې شوې او په نظامي برخو كې يې رسمي دندې ته مخه كړه. د۱۳۸۱لمريز په لومړيو كې يې تر ازموينې وروسته له نوموړي مركز څخه د راډيو او تلوېزيون له څانګې د څوارلسم ټولګي د فراغت سند تر لاسه كړ.
بدر له وړوكوالي له شعر او شاعرۍ سره مينه درلوده، خو لومړنى شعريې په اتلس كلنۍ په ۱۳۶۶ كال كې ليكلى دى، چې يو بيت يې دا دى.
د زړه وينه مې د هغو ګلو رنګ دى
په وږمو يې چې ناارام زړګى قرار شي
د لومړي شعر تر ليكلو وروسته مطبوعاتو ته يې مخه كړه او له هغه وخت نه تر اوسه ګڼ شعرونه، لنډې كيسې، په پښتو او دري ليكنې ( ادبي، څېړنېزې او سياسي) چاپ شوې دي.
بدر له ۱۳۸۱ نه تر اوسه پورې په كليد ګروپ كې په ژورناليستكي هڅو بوخت دى او د ۱۳۸۴ لمريز كال له نيمايي تر دې دمه پورې د كليد اوونيزې مسوول مدير دى. كليد اوونيزه يوه ټولنيزه، سياسي او خپلواكه اوونيزه ده، چې له كابل نه خپرېږي.
سربېره پر دې نوموړى په افغانستان كې د نړيوال ژورناليزم د مركز، د جنوبي اسيا يا سارك ټولنې د غړو هيوادونو د ژورنالستانو د ټولنې، د شاد كره كتنې د ټولنې د رئيسه هئيت او د خوشال فرهنګي ټولنې او د افغان ادبي بهير غړيتوب هم لري.

د بدر چاپي اثار دا دي.
- د غشو تنده: شعري ټولګه، ۱۳۷۷ چاپ
- ستا به خوښه شي كه نه؟: د ځوانو شاعرانو تذكره، ۱۳۷۷ چاپ
- آئينه: د دري ژبو ليكوالو د لنډو كيسو غورچاڼ: سريزه او راټولنه، ۱۳۸۱ چاپ
- نامتو څېرې: په پښتو او دري، لومړى ټوك ۱۳۸۲چاپ
- د سيمو تاريخي جغرافيه: له علامه رشاد سره د مركو ټولګه، لومړى ټوك، ۱۳۸۲
-  د سيمو تاريخي جغرافيه: له علامه رشاد سره د مركو بشپړه ټولګه( لومړى او دويمه ټولګه)، ۱۳۸۴
- تته كړيكه: د لنډو كيسو ټولګه، ۱۳۸۵

ناچاپ اثار:
د علامه رشاد ژوند او اثار
نامتو څېرې، دويم ټوك
د شعرونو دوې ټولګې
د لنډو كيسو دوې ټولګې
د لونګو دريڅې: د پښتو معاصر شعر ارزونه او پېژندنه
څېرې او مركې: د پښتو د معاصرو پېژندل شويو ليكوالو او شاعرانو د مركو ټولګه
ګلونه، ګلووييونه: د ادبي او څېړنيزو ليكنو ټولګه

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

29 خپاره شوي شعرونه

حقبشپړ شعر ولولئ

حق

صديق الله بدر

منم چې ما سره دې نه رغېږي

خو دا ته نه يې

ته راته ګرانه يې ډېر

درسره مينه لرم

او زړه مې غواړي هر نظر ته دا ستا

جانه لوګى لوګى شم

درځنې وګرځمه

خو دا يوه خبره

زما له زغمه وتې

خو دا يوه خبره

درسره نه منمه

خو دا يو حق درلره نه دركوم

چې راته وايې هر وخت

ما سره مينه مه كړه

ما سره مينه مه كړه

1384-6-3

وېرهبشپړ شعر ولولئ

وېره

صديق الله بدر

د ماشومتوب هغسې

يوازيتوب

              او شپې نه

                              كركه لرم

يوازيتوب

او

              شپه ده

 

                       چې زړه كې

                                      وېره

                                               كري.

د كابل غمبشپړ شعر ولولئ

د كابل غم

صديق الله بدر

په كابل ښاركې د وږي د مياشتې د 14 نېټې د چاودنې او د بي ګناه ولس د شهادت په وير كې

د كابل غم
 
 زمـــــــــوږه زړونــــــه دي چـــــې چوي د غمونو سر ته
ربه يــو داســــــــــې زړه دې رانه كړ چې غم پكې چوي
پر ما د ميـــــــــنــې او ښـــــكلا پيرزو د هيچا نه شته
كابل چې ښكلى شي لږساه واخلي بيا بم پكې چوي
 
1381- 6- 14\ 15
ښاپېرۍبشپړ شعر ولولئ
پېژندګلويبشپړ شعر ولولئ

پېژندګلوي

صديق الله بدر

يو اشنا درپېژنمه

چې له خپله ځانه ورك دى

سخته ډېر نه شي زغملاى

په خوى كروړ په زړه نازك دى

***

 هره ساه يې مينه مينه

ژوند يې مينه كې اغإلى

چا له مينې دى پوښتلى

زړه يې لاسو كې نېولى

***

نه په ژوند نه يې په خوند دى

د ښكلا په يوه شرنګ دى

 مينه مينه مينه غواړي

له بې مينې ژونده تنګ دى

***

كمزوري يې بله نشته

بس يو دا چې خالي لاس دى

كوم قوت چې ځان كې ويني

هغه مينه او احساس دى

***

د جانان په تصور كې

كړي د مينې ماڼۍ جوړه

غلى غلى ځانته ژاړي

شي اوبه له سينې كروړه

***

ملګري او مينه پالي

ورته ګرانه يارانه ده

چې كوم يار خوشاله ويني

وايي مينه همدغه ده

***

پرون وسو نن سوځېږي

د ده برخه سوځېده دي

ازادي ازادي وايي

خو لاسونه يې په خوله دي

***

د چا اوښكې راشي غم نه

ځانته ګوښې بې وسۍ نه

د ده سترګې شې را ډكې

اشنا ډېرې خوشالۍ نه

***

چې دا خپل زړګى تسل كړي

كله كله توري نغاړي

د شعر پېغله كړي راخپله

مينه مينه ورنه غواړي

***

بدر ژر د پېژندو دى

نه غږېږي نه د كار دى

طبيعت كې نازك رنجه

زېړ په رنګ په وجود خوار دى

1380-11-3

انتظاربشپړ شعر ولولئ

انتظار

صديق الله بدر

زه انتظار كه هغه ماوژلى شپې نـــــــه راغــلم
سترګې مې وپوښته ځواب راته سهاره راكـه
 
مين په وركو لارو مــــــــــزل مـــــنزل دى زمــا
بدره د مينــــــې وركـــــــــــه پته دې ياره راكه 
1380-2-7
د مينې توريبشپړ شعر ولولئ

د مينې توري

صديق الله بدر

ناز دې اخلي مې جانانه ادا څـــــه كــــــړې

ارمان دا دى مينه وكړې كله نـــــــه كــــړې

 

هجر مخ نه پلو واخــــــــلي كــــــــله كـــــــله

لكه ياد دې زما زړه ته، تله راتـــــــله كړې

 

ياري دومره راته ګرانه ده پـــــــرېــــــوتـــي

لكه هو چې دې پر ژبه، هــــــو ونـــــه كړې

 

د زړګي باز به مې څنګه و نـــــــه نـــــغاړې

دام د سترګو چې اشنا مارغه مارغه كړې

 

بدر توري د نـــــــــامـــــــــه ستــا رانغاړلي

چېرته دې توريو ته مينه كـه ور زده كړې

 1381-11-25 شپه

بيتبشپړ شعر ولولئ
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

صديق الله بدر

عشقــه ښه ګورې، پرهـرونو نـه، چـې جوړ دى زړه مې

 چـې مېـلمـانه لـري نو مـه وايه، چـې سوړ دى زړه مې

اوبــه اوبــه خـو بـس جـــانـانـه يــو پــــــه تـا پســې دى

كنــه غـــــــمــونـــو د دنيـــا تــه خــو كــروړ دى زړه مـې

ورتــــه د ډار او د ديـــــــــوانــــو كـيســـې نــه كـــومــــه

هســې نــه ويــې وهـــي وېـره لا خو ووړ دى زړه مـې

خلك دا وايــي، چــې اخــــر كــې هرڅــه زړه ووهــــي

يو څوك خو ودې وايي ماتــــه عشق نه موړ دى زړه مې

منــم چـې سپيــن وېښتــه په ږېــرې وېــرولــى يــمـــه

خــو بــدره دا منـــلى نـه شمــه چــې زوړ دى زړه مـې

۱۳۸۸،۶،۲۲

زنده ګيبشپړ شعر ولولئ

زنده ګي

صديق الله بدر

همدا دعا كوم، چې خدایه ډېره زنده ګي
راكړې په زړه داسې يوه وېره زنده ګي


ماشوم زړه مې ګرم نه دى، دا چې نه اخلي زور
وهمونو نه وه ډكه زما تېره زنده ګي


نه شا ته بېرته تلى شې او نه مخته كومه لاره
يو ځاى كې سړى داسې كړي راګېره زنده ګي


چې تا ګورمه كله دا خپل ځان شي راته ياد
چې ته نه يې جانانه ده مې هېره زنده ګي


مزل مزل كې اوښكې نوره هیڅ هم نه ده بدره
چې كله يادومه خپله تېره زنده ګي