د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
دښاغلي صديق الله بدر شعرونه

زنده ګي

همدا دعا كوم، چې خدایه ډېره زنده ګي
راكړې په زړه داسې يوه وېره زنده ګي


ماشوم زړه مې ګرم نه دى، دا چې نه اخلي زور
وهمونو نه وه ډكه زما تېره زنده ګي


نه شا ته بېرته تلى شې او نه مخته كومه لاره
يو ځاى كې سړى داسې كړي راګېره زنده ګي


چې تا ګورمه كله دا خپل ځان شي راته ياد
چې ته نه يې جانانه ده مې هېره زنده ګي


مزل مزل كې اوښكې نوره هیڅ هم نه ده بدره
چې كله يادومه خپله تېره زنده ګي

د شاعر نور شعرونه ←