پښتو ادب · شاعران
زرلښت حفیظ ملکزۍ
د اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
زرلښت حفيظ ملکزۍ د ملک حفيظ الله لور د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د قلاتک د کلې د ملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده په کوچنيوالى کې ېې خپل پلار د ﻻسه ورکړى او پينځه کلنۍ کې د ښيوې نه ننګرهار ته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده او د ننګرهار د الاېې لېسې دولسم ټولګي نه فارغه شوېده.
عالي تحصيلات ېې د کابل د اجتماعي علومو په انستيتوت کې کړيدي دهغې نه ورسته ېې د موراو ماشوم په رشته کې د نساېي وﻻدي څانګه کې خپل تحصيلات بشپړکړي دې د پاکستان د پيښورښار د ناصرباغ د تاڼې څنګ سيدجمال الدين افغان په روغتون کې د قابلې په توګه ېې دنده تر سره کړې.
زرلښته د ٢٠٠٢ په جنورۍ کې کاناډا ته مهاجره شوې ده او هلته د يوې لنډې وقفې نه ورسته بيا هم خپل تحصيلاتوته دوام ورکړ دم ګړۍ د کاناډا د البرتا په ولايت په يو روغتون کې رسمي دنده لري خو سره له دې چې هغه کارکوي خپلو تحصيلاتوته د طب په برخه کې دوام ورکوي هغه اوس هم درس وايي د زرلښتې ماشوم توب په هميشه بهار وﻻيت ننګرهار کې تير شويدى هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړيدى زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره زياته مينه لري د زرلښتې شعرونه او لنډې کيسې د هيواد دننه او بهرپه ورځپاڼو، مجلو او د نيټ په سايټونوکې نشريږي چې دا لړۍ دوام لري زرلښته وايي دژوند په هره شيبه ورته ډير ارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ شره ډيره مينه لري هغه وايي کله چې ډيره ستومانه شي نو بيا قلم پورته کوي شعر او کيسې ليکي هغه د خپل هيواد سره ډيره مينه لري څلورچاپي اثار لري چې په ﻻندې توګه دي:
١ – ځوانيمرګ ارمان
٢ – شرقي ښکلا د غرب په ماڼو کې شعري ټولګه
٣ – ښځه د ژوند په هنداره کې د لنډو کيسو ټولګه
٤ – دسولۍ انتظار شعري ټولګه
زرلښته نور ناچاپ اثار هم لري چې چاپ ته تيار دي يو په بل پسې به ېې چاپ او مينه والو ته به ېې وړاندې شي.
شعرونه
49 خپاره شوي شعرونه
سوله غواړی کنه؟بشپړ شعر ولولئ
سوله غواړی کنه؟
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
ما ته د مينې قصيدي مه وايه
زه د وطن د لوړو غرو مين يم
ماته مې خپله ځواني مه راستايه
زه د وطن په ارمانو مين يم
ماته د مينې عبادت مه کوه
زه په غريبو پرګنو مين يم
ماته د عشق فلسفی مه زده کوه
زه د مظلوم په اوسيلو مين يم
زه به رانجه په سترګې پورې نکړم
د ازادي ليلا چې ناوې نه شي
زه دنداسه په شنډو نه مږمه
غيرتي هيلی چې سر شاری نه شي
زه به لونګ په ټټر نه زنګوم
که جوړې دغه ټول ويجاړی نه شي
چپه کاکل او اوربل نه جوړوم
که د وطن پيغلې هو ښيارې نه شي
ماد وطن په عشق سوګند کړېده
په پښتنه مينه قسم کړيده
زما د وطن تنکي تنکي ماشومان
دطيارو په بمبارو کې زړه چاود
د مور په غيږه کې ځانونه پټ کړي
دغه ظالم ظالم وختونه نا ښاد
زما د وطن تنکې تنکې ټول ځوانان
پردي وطن په مذدوري لاس ټناک
د وطن ميندۍ مې ويرونه کوي
چې هره ورځ خپل ګلالي خښوي
سوله رانه غې دي ويجاړ وطن ته
کم بخت اولس مې لا سوالونه کوي
دلته يو څو کم اقلان اوس هم ګرځي
وايي د مينې افساني وليکي
دغه ويرجنۍ کيسۍ مه يادوي
د مينې ډکۍ تراني وليکۍ
د غم کتاب پاڼۍ را واړوي نور
د نوې عصر ياراني وليکۍ
زه تاته وايمه ناپوه ليکواله
څنګه په وينو ها لت پت اولس دی؟
زخمي زخمي هاغه کمبخت اولس دی
چې د سهار ماښام ډوډۍ نه لري
چې په نهاره خپل دکوره وځي
واړه واړه بچي ډوډۍ په طمه
په نيمه ورځ کې ناڅاپي انګازه
ناکام د ژوند دمذدورې تلوسه
په وينو غرق يو نا خبر جنازه
کورته يي راشي دی ته ساه واخله
پاڅه خبر له دې دونيا واخله
د ا د نړۍ او بشريت قاتلان
دا په تاريخ کې شرميدلې کسان
داسارت د ژوند يو څو غلامان
تر څو به وژني ختموي دا ځوانان
خبر په دې نه دي پښتون ورکوي
د ازادې ليلا مجنون ورکوي
نو حفيظ له تانه يو پښتنه کوي؟
دغه اولس هيروی يا سوله غواړی کنه؟
چې ستا ملت پری ټول شي ها هيله غواړی کنه؟
دسولې انتظاربشپړ شعر ولولئ
دسولې انتظار
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
دسولې جرګهبشپړ شعر ولولئ
دسولې جرګه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
شمله ورو پټګي وتړۍ جرګه شئ
د ارين په خاوره ټوله را ښکاره شئ
د نازو بچي شټيږي په سرو وينو
يا ميرويس شئ يا احمد د زرغونه شئ
ياپټګي له سره ښځو ته ګذار کړۍ
يايووالي د غيرت جګه شمله شئ
دوختونو د ظلمت دور کړی ختمه
يوشتم پيړۍ کې بيا يو ننداره شئ
ما ليدلي پښتانه کم زوره نه دي
دتاريخ په زرين پاڼو کې ښايسته شئ
د حفيظ د هيلوسپين کوتری ورک دي
بيادسولې سپين کوتری شئ جرګه شئ
دبخت ستوريبشپړ شعر ولولئ
دبخت ستوري
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
دمينــــی تـــــاريـــــکــــــوتــــــه اشنـــــالمــــرختــــلی ده
دهـــجـــرتـــــوروشپــــــوتـــــه مــــی سحــــرراغــــلی ده
ډارن دحيــــاستـــرګــــي چــــه غـــــل غـــل درتـه کيدله
نـــــــن ستـــــــادعشق معـــراج تــه ډير زړه ورختلی ده
د مينی منـــزلــګـاه دقــــاف غــــره نـــه هـــم اوچـــت ده
د ميـــنـــی جــــګ مقــــــــام تــــه سکــنــــدرختـــلی ده
دميــنـــی مــــدرســـــی نـــه ټــــول غمونــو راپه سر شو
خــــوزړه مــــي ازمښتوکښی اول لمبـــــــرختـــــلی ده
سپـوږمی داشنا مخ مي نن په سترګو کښی ځلاکړی
کـه پـــاس پــــه اسمانـــــوکښی کـــــوم قمرختـــــلی ده
بلقيص چه سليمان تــه شــوه تسليم پـــه محبت کښی
ضــــرورهـــــود هـــــود دميـــنـــی پـــه بسترختـــــلی ده
دتــــــــوروشــــپـــــو کيسی بـــــه پـــــه رڼــــا درته کومه
روزګـــار نـــه تــــرورشــــوی زړه پــــه غــــر خــتــلی ده
قسمت کښی می تياری زه (حفيظ) تياروکښی ورکه
دبخت ستـــوری خــــوتـــــاتـــه پاس په سرخــتـــلی ده
يادونهبشپړ شعر ولولئ
يادونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
خيـــــــال کې غمونه مېلمنې شي چې زه تا يادومه
اوښکې ګرېوان ته په جرګې شي چې زه تا يادومه
کـــــــله دې زه هـــــم په خيالو کې مېلمه کړې يمه؟
لکه بورا د ګل خــــــــيالــــــوکـــــــــې دوفا يادومه
باران دمينې بهــــــــارونــــــــه جــــوړوي مې په زړه
ژړا لېموته په سلګۍ شي چه زه تـــــايــــــــادومـــه
زړه مې حجره شو مېلمنې شوې پکې ستا يادونـه
ځواني خزان مينه کې ځوانه ستا وفــــا يــــادومــه
خــــــــدايه مشکور دې يمه دا چې قبلوي سوالونه
چې د(حفيظ) نـــــاکـــامــــو هيلو ته تا بيا يادومه
يو پښتون شهبشپړ شعر ولولئ
يو پښتون شه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
ته زما د زړه ارمان يي لکه ګل غوندې ساتم دئ
د بلبل يوه داستان يي ز ه د ګل په شان پالم دئ
ستا د زړه د هر يو غږ نه د غيرت افسانې اورم
ته پښتون يي قهرمان يي د ميوند په شان ګټم دئ
ما د خير زولۍ نيولۍ لرو برو پښتنو ته
د يو سولې په ارمان يم ګران وطنه يادوم دئ
ته را پورته دی اواز کړه د شمشاد د لوړی څوکۍ
د کونړسره يو ځاې شه ګران سپين غره نازوم دئ
افريديه شمله جګه کړه د تيرا په غرونو واوړه
ننګرهارې ليلا دی غواړي په مصرو کې يادوم دئ
د قندهار د لويي غيږي نه غيرت د وطن زده کړه
د پکتيا په غرونو تاو شه طالب جانه چې ستايم دئ
د مامونې سر درو کې دکونړ په جګو غرو کې
د پنجشير د ښکلې سيمې دښايست بيه وياړم دئ
د ننګرهار د ګلو باغ نه نارنج ګل درته ډالۍ ده
دا دسولې يوه زانګو ده په حجرو کې ګرځوم دئ
په همت کې يو پښتون شه دغيرت سندری وايه
د حفيظ د ګلو باغ کې د غوټۍ په شان ساتم دئ
زه بی ديدن پاتی شومبشپړ شعر ولولئ
زه بی ديدن پاتی شوم
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
پرون مـــی ستــــا د راتـــــګ لاره کــــی ګلونه فرش کړل
ما ويل چه ته به دمحــــبوب اشنـا ســــلام تـــــه راځــــی
ماويل چه ته به می ديــــــــدن تــــه هــــــــــرکـــــلی ووائ
ماويل چه زه به شم ميزبان ستا ګـــــــــلالــــــۍ مينی ته
مابــــــه د شــــوخــــوشـــــوخــــو ستـرګو په ديدن مړوی
ماته دمينی له دونيــــــــا نــــــــــه څـــــه مستی رابـــــخی
د چنارو ديره کی ناسته تر ماښـــــــــــــام پــــــــــــوری وم
شپه را نژدی شوه زيړی لمر په پريوتو شوه ګـــــــرانـــۍ
ماښام زما لکه دمينی انتظار غوندی خپــه خپــــه شوه
دونيا تياره شوه ټول رڼا د ورځــــــــــی ورک شــو په کی
لکه چه ته مانه د خوږ مينی دونيـــــــــا کــــــی ورک وی
خو ستا دمخ د ښايستو تصوير اسمـــــان تــــــه راغـــــله
لکه سپوږمی د څوارلسم ستا دښکــــــــــلا نــــــــنــداره
مــا د اسمـــــــان دستـــــــورو مينـــــځ کــــــــی وکــــــــــړه
داسی مــــعلومــــــه شوه چه ته د خپل همزولومينځ کی
د ګودر لورته د ښايـــــسته سپــــوږمی په سير روان يي
شپـــه مــــــــــــی پــــــه ويـــــښه تـــــيـــــــــــر کــــــــړ
دديـــــــــدن وږی يــــــــوســـــــوالـــــــــــــګر دميــــــــــنــی
خــــــــــــو انتظار د شپــــــی سهــــار شيبو تــــه وسپارلم
نو زه بی خوبــــــه ستا دمينـــــی پــــــــه نشه کی ډوبــــــه
لـــــــکه چـــــــــــرسی بنګی دکـــــــــلی ليونيانـو په شان
ستا د ديدن په انتظار می ځـــــــــان بــــــــی خـــوده کړلو
دکلی غټ چنار دلاندی زه پــــــه خــــــــوب ويــــده شـوم
خو د همزولو په ملنډو زه لـه خـــــوبه ويــــــښ شــــــــوم
چا راته وی چه ليـــــــــــــــلالاړو دهمـــــــزولـــــــــــو سـره
دزړه ښــــــــــــــيښـــــــــــه مـــــــــی لانــــــد وغــــورزيــــده
دانتظار ســــــــاعتــــــونـــــــه ختــــــمه شـــــــوه نـــــــــــور
زه بــــــــــی ديـــــــــــــدن پــــــــــــا تـــــــــــــــی شـــــــــــــــوم
زخمي کابل يمبشپړ شعر ولولئ
زخمي کابل يم
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
چاپه ګولو وويشتم چاپه توپو وويــــــــشــــــــــــــــتم
څوک مرور شو رانه په ډير خيرو وويشـــــــــــــــــــتم
چا کړمه خرڅ په پردو زما غرور يي مـــــــــــــات کړ
چا دښکلا په نامه په لوڅ تنو وويشـــــــــــــــــــــــتم
زما نازولې ميندې نن دپنجاب کــــــــوڅـــوکــــې
لاس کې کچکول ګرځوي په پيغورو وويـــــــشتم
دا خوار او زار ولس مې ټول تری تــــــــــم شو رانه
د مسلمان د لاسه په سره ګـــــــــــــــلو وويــــــشتم
څوک د غرور په شوق کې زمـــــــاټــــټرنخه کړي
څوک د قدرت ليوني په ډير ناندرو وويـــــــشتم
زما يتيمان اهونه پاس ترفلک پـــــــــــــوری لاړ
دا زمانه مې وژني په نـــــــــا کـــــــــردو وويشتم
لاخو تنکي ځوانان مې د مزدوری پـــسی ورک
لاس کې پولې ګر ځوي په نا اميدو وويــــشتم
ای در په درو خويندو لاسونه پورته کــــړۍ بيا
يو دخير سوال وکړۍ چې نن پردو ويـــــــــشتم
د غيرتو نو ځاله طلاې تاج مې پــــــــــه ســــــر
زه د شاهانو کور وم نن غر بتو وويشــــــــــتتم
خو شحالي نه پيژنم زه د ويرنو کــــــــور شو م
دغه بیی وخت مر ګونه په جنــــــازو وويشتم
حفيظ د غم شيبو کې د سولې لعــــل غواړي
د کوم خامار د خولې نه د لعل ارزو وويشتم
زخمې کابل يم ګوره نو ردغـــــــــم تاب نه لرم
خدايه يو سوله غواړم لايق د عــــذاب نه لرم
زمادمورکۍ مبنه جانانه دهبشپړ شعر ولولئ
زمادمورکۍ مبنه جانانه ده
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
دژوند پيل يو عجيبه شـــــان افــسانـــه ده
څنګه تـــريــخـــه دا بــــي رحمــــه زمـانه ده
چــــه ئ مست پــــه خمارو سترګو د چاوی
دساقـــی دخــــــوم دميـــــــورنـــــــدانــــه ده
زه هستی او مستی نــه غـــواړم لــــه ربـــه
چه ژړا ،سلګی ،فرباد می ژونـــــدانه ده
څوک په قدر په معنی دژوند پـــونــه شو
ليــــونــــۍ دمينــــی ســــر پــــه ويـــرانه ده
مـــااخلاص،او وفا ونه ليد هيڅ چا کښی
خـــــوزمـــــا دمــــورکـــی مينه جــانــانه ده
پته خــــولـــه پــه هزار ژبه کښی ګويا يمه
د (خفيظ) دژونــــدارمــــان می خـــزانه ده
دژوند ازمښتبشپړ شعر ولولئ
دژوند ازمښت
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ
ده ويــــل مـــاخـــــو بنګله دمينی جوړکــړه
ماويــــــل نـــــه داخــــود دروغو افسانه ده
دويـــــل زما خو وسوسه دمينی شورکړي
ما ويــــــل هـــــو دا دغمونــــــو سرچينه ده
ده ويــــــــل درغـــلـــه کــاروان دمحبت می
ماويل نه هڅی کوڅه کـــی ګــونـګوسه ده
ماويل هيڅ می يقــيـن نه شی ستاپه مينه
ده ويـــل نـه ستا دبڼو لانــــدی مـــی زړه ده
ماويــــل بيه دوفــــــــا ده ټـــيـــټــه شـــــوی
ده ويــل نه ګرانۍ دعشق تـــلـــه درنـــده ده
ماويـــل ميـــنـه کی لوګی لوګی سوزيږی
ده ويل نــه ګــرانــــۍ بيلتون دسره لمبه ده
ده ويــل مـــاداحتــــرام ســـر ده ټيــټ کـړی
ما ويـــل نـــــه دا د نـــازونـــوکـــرشمــــه ده
ما ويل هيڅ می يقين نه شي ستا په مـينه
ده ويـــــل نــــه ستــا دبڼو لاندی می زړه ده
ماويل ژونـــــد دازمـــښتونــــوامتحان ده
ده ويـــل نـه (حفـيظ) په دی کی ازموده ده