پښتو ادب · شاعران
لایق زاده لایق
د لایق زاده لایق پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
شعرونه
10 خپاره شوي شعرونه
پـښـتـنه پـېـغـلـهبشپړ شعر ولولئ
پـښـتـنه پـېـغـلـه
لایق زاده لایق
د زړه خبرهبشپړ شعر ولولئ
د زړه خبره
لایق زاده لایق
پوربشپړ شعر ولولئ
پور
لایق زاده لایق
چپه خولهبشپړ شعر ولولئ
چپه خوله
لایق زاده لایق
زړګیبشپړ شعر ولولئ
زړګی
لایق زاده لایق
خوره د شتهبشپړ شعر ولولئ
خوره د شته
لایق زاده لایق
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
لایق زاده لایق
چرته زه درته يادېږمه او كه نه
په زړګي دې را ورږېمه او كه نه
د هجران په ناقراره توره شپه كې
درته سيورى سيورى كېږمه او كه نه
دا يوه خبره سمه راته وكړه
خپل لايق درته ښكارېږمه او كه نه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
لایق زاده لایق
كلي ته چې اوس رقيبان نه راځي
داسې معلوميږ جانان نه راځي
ستا د بې رخۍ لمبو ستي كړمه
نور په څه خبره خپګان نه راځي
زار مې ترې ځواني په مينه مينه كړه
نور راله څه چل د تاوان نه راځي
بيا د حسرتونو وريځ ((سره)) شوله
بيا د ديدنونو باران نه راځي
وګوري چې ماته نو مخ واړوي
څنګه به مې شك او ګومان نه راځي
ډېر كه په سلګو لايقه! ژاړمه
بيا هغه تېر شوى دوران نه راځي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
لایق زاده لایق
چې حادثو يوازې پاتې كړمه
خپلو پردو يوازې پاتې كړمه
ما چې په چا باندې نازونه كول
خدائګو هغو يوازې پاتې كړمه
يوه كيسه نده چې ياده يې كړم
ډېرو كيسو يوازې پاتې كړمه
ځكه په چا باور كولاى نشم
ډېرو وعدو يوازې پاتې كړى مه
د محبت په جوارۍ كې همېش
خپلې پښتو يوازې پاتې كړى مه
د با په سر د چا خندا لايقه!
زه په سلګو يوازې پاتې كړى مه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
لایق زاده لایق
په سلګو مو شپه سبا كړه
تا ښېرې كړې ما دعا كړه
نور څه نه غواړم خاونده!
زما مينه ماله راكړه
ځكه پټه پاتې نشوه
لېونتوب مينه رسوا كړه
چې يارانو كړم يوازې
خپله لاره مې جدا كړه
وايه نور درله څه دركړم؟
ستا په نوم مې هره ساه كړه
ما څه غږ كولاى نشو
رقيبانو چې خندا كړه
اوس څه مه وايه لايقه!
تا همېش خپله رضا كړه