افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
پـښـتـنه پـېـغـلـه
راتـــــــــــــــــلــه پــه مــا رغــــــوړېـــده ژړېـــده
کـــــه صــبـرېــده نــــه صـبـرېـده ژړېــــــــــــــده
زما د خــیـال پـه ورشــو غــلــې غــلـــــــــــــې
لـــکـــه د پــــرخــــې ورېــــده ژړېـــــــــــــــــده
پـښـتـنې پــیـغــلـې غــږ کــولای نـه شـــــــــو
پـه ســـرو لـمـبـو کې ســوزېــده ژړېــــــــــده
ګــوتـه پــه خــولــه د بـام پــه ســــــــــر ولاړه
کــــتـل يـــې مــاتــه شــرمـــېـده ژړېـــــــــده
پـه ســپــیـن رخسار ئی ګـډېـدل رنګـونه
هــغـه چـــې مــانــه ځــارېــده ژړېـــــده
دمـجـبـــــور یـانــو پـــه خـــامــوشــه ژبــه
ښــه پـــوهـــېـدم ښـــه پــوهــېـده ژړېــده
لایــــــقــه لاړه د نـــــــظـــره شــــولــــــــــــه
د بـــام پـــه ســـر بـــه ودرېـــده ژړېــــــده