د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي لایق زاده لایق شعرونه

پور

ګـلې چـې سـتا د بـنګــړو شــور نه شـته
ځـکـه چـې هـاغـه د زړه زور نـه شــتـه
د بې کـورۍ احـساس بـه نور څـنګه وي
زما پـه خــپـل « کـالـه» کې کـور نه شـته
مــخــې لــه راشــي داســې مــخ واړوي
لــکـه زمــا پــرې هــډو پــور نــه شــتـه 
پـه دغــه وران کــلـــي دې اور ولــګــي
چـې پــکـې ســتـا د حـسن اور نـه شــتـه
د سـترګـو تـور به مې تـور څه پاتې شي
چې مې د دواړو ســتـرګو تـور نـه شـتـه
هــر څوک دې خـپـل غـمونه خـپله کوي
دلــته کې څـوک د چا غـموخـور نـه شته
نــن يــې ويـل لایـــقـه ســتـا نــه ســـېـوا
زمــا د اور فـکــر ټـــکـــور نــه شــــتـه
د شاعر نور شعرونه ←