پښتو ادب · شاعران
خيال محمد کټوازی
د خيال محمد کټوازی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
ښاغلی خيال محمد کټوازی دعبدالغفار زوی اوپه کال ١٣٢٩ لمريز کي د پکتيا ولايت د مرکز د ښرنې د ملکانو په کلي کي زېږېدلی ، لومړنۍ زده کړي يې د ښرنې د علي بابا لېسه کي نوري زده کړي يې د رحمان بابا او لوړي زده کړي يې د کابل پوهنتون د ادبياتو د ژورناليزم په څانګه کي سرته رسولي .
شعرونه
25 خپاره شوي شعرونه
راووتبشپړ شعر ولولئ
راووت
خيال محمد کټوازی
چې په سلګیو کې له غم ســره راووت
خاټول ورته داوښکو له شبنم ســره راووت
طبیب زموږ رنځونه غزوي دناسـور ټک ته
ټپـــــونـــه ته دمالګې له ملهم ســــره راووت
رهبر دڅو کلونــو دتـــو بــــو پــــه یـــــــا دولو
له روبل ، له ډالر او له درهم ســــره راووت
سر تاج د پیغورونو یې چې فـــخر دګـناه شو
په تورو کجا ووکې له ماتم ســـــــره راووت
لاسونه یې سره کړي دي زموږ دزړه په وینــو
دښمن ته په تسلیم کې له قسم ســــره راووت
په " خیال " باندې ټاپه دکفر هله لګیـــدلې
میدان ته چې له تورې او قــلم ســــره راووت
دڅرخي زندان
راځهبشپړ شعر ولولئ
راځه
خيال محمد کټوازی
دواړه سترګې دې لږتورې کـــــــــــړه راځه
امېلونه دې درپــــــــــــــورې کـــــــــړه راځه
یووار بیا دبڼوبریدرابـــــــــانـــــــدې وکړه
دزړه ستنې مې نســــــــــــکورې کړه راځه
له تندي دې دلـــــــــونګوخوشبويي ځي
تورپــــــــېکی دې دورې دورې کړه راځه
که زمادزړه تـــــوتـــــي په دام کې ساتې
دازړې لـــــــــومې دې نورې کړه راځـــــه
چې ځواني دې په نظر نشي لــــــــه مانه
غوړې څڼې دې لږ سپورې کـــــــړه راځه
که د«خیال »د اوسېدوخونې ته راشې
دروازې درسره پــــــــورې کـــــــړه راځه
سلابشپړ شعر ولولئ
سلا
خيال محمد کټوازی
موږ به سل ځله په خــپل منځ کې سلا کړو
چې دسولې په ډیــــوه سیــــــمـــــه رڼا کړو
اوس د جنګ په سنګرونــــو کـــــې ولاړ یو
چې دښمن له خپل وطـــــن څــخه په شاکړو
دڅر خي زندان
څلوريزهبشپړ شعر ولولئ
څلوريزه
خيال محمد کټوازی
دمرګ استا زي راغلل خوځیدی نه شمه چیرې
بــــنـــدي دپـــنـــجـــرو یــمـــه پــیرې رانه اپیرې
پیمان را څخه اخلــــــي دو طــــن دخــــر څـــولـــو
همـت لـــه مــــانـــــه وژنــــي ارادې را څخه پیرې
دڅرخي زندان ۱۳۶۴
څنګه ؟بشپړ شعر ولولئ
څنګه ؟
خيال محمد کټوازی
ســـوله دې چــــې نـــه غوښتله جنګ دې ولید څنګه
پـــــاس پـــه ککــــرۍ بــاندې کلنګ دې ولید څنګه
ژونــــد پــــه ورور ولۍ کې خودې نه وه په نمت کې
تـــــوره چــــې راووتـــله شــــرنـــــګ دې ولید څنګه
ډیـــــرې پــــاچـــاهـــــي دې پــــرزولــــې دي په زوره
دلتــــه په دې غــــرونو کې ملنـــــګ دې ولید څنګه
دغــــه ګــــلالـــــي دې وو پــــه چــــوپـــه کې لیدلي
اوس چې پاریدلې دي غورځنګ دې ولیـد څنــــګه
ســــا پــــه ســــادې وخــــوړل پیــــاوړي ګــــوزارونه
بیړه زمونږ څرنــــګه ده درنــــګ دې ولیــــد څنــــګه
بــــاغ دآزادۍ مــــو چـــــې پــــه وینــــو خـړوب شوی
څــــانګې یــــې ګلګونې شولېرنګ دې ولید څنګه
تــــاســــې اوریــــدلـــــي دخیبـــــر دســـــر لــــوړیــــو
شـــاتـــه اوس په تیښته کې سالنګ دې ولید څنګه
بـــــڼ دارزوګانــــو خـــو سمسور وو په دې ښارکې
ستــــاســــې لــــه یـــرغله ســره ړنګ دې ولید څنګه
« خیــــالــه » چې پیاله دې دهیواد دمینې نوش کړه
وایـه له جنــــونــــه ســـره بنـــــګ دې ولیــــد څنــــګه
دڅرخلي پله زندان
د ستورو ورابشپړ شعر ولولئ
د ستورو ورا
خيال محمد کټوازی
ګلشن په ګلوښکلی دی کېډۍ ورڅخه مــــــــــه وړه
چمن یې رنګین کړی دی غوټۍ ورڅخه مــــــــه وړه
په دښته دآسمان کې یې رڼا لګې تــــــــــورتــــــــمه
د ستورو د وراناوې ده سپوږمۍ ورڅخه مــــه وړه
دسیندپه غورځنګونوکې مستي یې دزړه هیــــــله
کبان ورڅخه مه وژنه هیلۍ ورڅـــــــخــــــه مه وړه
دا غشې دلیندیوڅخه وبــــــــــاســـــــــه صــــــــیاده
بیدیاورسره ښه برېښې هوسۍ ورڅـــــــخه مه وړه
نسیم دپسرلي ورسره لـــــــــــوبــــې کـــــــــــوي بازه
دازرکې دې که زاڼې توتکۍ ورڅخه مـــــــــــه وړه
ادم چې په دې ځمکه خـــــــلیفــــــــــه د الاهـــــي ده
دژوند ښکلې توښه یې دا نــــــړۍ ورڅخه مه وړه
ترڅوبه په دې غرونودتــــــــــاسیوری ګرزې دېبه
د«خیال» دزړه دمینې ښاپېرۍ ورڅخه مه وړه
واګېبشپړ شعر ولولئ
واګې
خيال محمد کټوازی
ګردچاپېره مې راګــــــــــــــــــرزوې ګــــــــــردابه
وطنهبشپړ شعر ولولئ
وطنه
خيال محمد کټوازی
دزړه په سربــــانــــدې مې ځای لرې وطـنه
دلوړوغرونوپه لمــــــنــــــــــوکــــــــې پــلنه
په هره لوېشت دې دلمانځه سجـــده رواده
دمسلې غوندې دې پــــــــــاکه ده لــــمـــــنه
چې کوم ابلیس دې په ویاړونولــــګېدلی
په ماته ژامه دې شـــــړلــــی دی مــــنـــــنه
هره دره دې یوه زانګودهــــــوســــایــــــنې
په هر بچي باندې دې ډېره لــــورېــــــــینه
که دې هرڅوپه راکټونوبانـــدې ولــــــــو
لادې پرانستې راته غېږه ده پتــــــــمــــنه
ددښتوهربوټي دې څانګه دلــــــونـــــګو
غردې په رنګ کې ښایسته دی له چمنه
دتاله پت سره مې ژوندتړلی ویــــــــــنم
له سر اومال سره دې فرض ګڼم پـــــالنه
که دې زماد وجود ویـــــــــــنوته وي اړه
په دواړو سترګو مې منــــــلې ستابلنه
دتادجګوغرودڅــــــوکوبلاواخــــــــلم
والله چې ډېر راباندې ګران یې زماتنه
خیاله که زړه ته دې ارام لیدلی نه وې
دهیوادخاوره درنـــــــځونـــــــودرملنه
ولګېدهبشپړ شعر ولولئ
ولګېده
خيال محمد کټوازی
نــاڅــاپــه مــې قــــدم پــه يــوګـــودر و لــګــېـــده
دښـکلـې يـارپـه سـتـر ګـومــې نـــظــرو لـګـېـده
دهـــجـــر دتـــيـــارو دســـباوون پـــه انـتـظار کې
دعـــشـــق پـه پـلـو شـــو کـې ســـهـــرو لــګــېـــده
پــاچــادپــاچــهــانــويـــم دمـيـنې پـه نــړۍ کـــې
چــې تـاج دغـاشـقــۍ زمـــا پـــه ســرو لــګــېـده
هما غـــه تېره غشی چې يې موږته راګوزارکړ
صـيـــادوربــانـدې خپله په ځـــيــګـرو لـګـېـده
له زړه څخـه يې پورته فوارې شولې دڅړيکو
نــــښـــان د پــښــــتـــانــه ووبــرو لــګـــېــــــــــــده
مريــد يــې لا تراوسه ښکلوي دلاس ير غوې
زاهـــد خـــو لـــه ســـاقــــي ســـره بــهـر ولګیده
جوهر د محبت يې بلو شه دتروږمۍ شوه
يوسف که په کوهـي کـې هم زورو لګېده
دجبرپه بهير کې داړيکومها رټينګ شو
پښتون په تــفــــــاهـــــم کـې لروبرو لګېده
چې يوسلام مې واچاوودعمرپه اوږدوکې
هغه هم په هندو غونــــــدې کافرولګېده
په ستر ګويې چې وليدله تېښته دپرديو
د(خيال )په بدمر غيوکې اخترو لګېده
ولاسبشپړ شعر ولولئ
ولاس
خيال محمد کټوازی
دپیر محمد کاروان دښکلي زل له قاقیی سره
غورځنګ مې دجذباتو له هـــــجرانــــه ســـره ولاړ
یو شوق وه ځوانیمرګ شو له ار مانـــــه ســـره ولاړ
لا پاڼې دغو ټۍ په خوله کې نه وې موسکا شوې
ګلاب په پســـــــرلــــي کــــې لـــه خزانه ســره ولاړ
یو خوب دښـــاپیرو وه په شبنم دسبـــــــاوونکې
دوړانــــــګو دلښـــــــــــکر له ارمغانــه ســره ولاړ
امیــــد دپیــــوستون خو په درشل کې بلا وخوړ
دستــــــرګـــــو یـــــو نظر وو له ګریوانه سره ولاړ
څپې داسو یلیــــــــو په لیمو کې شولې اوښکې
سیــــــلاب دمـــــر غـــــلرو لــــه بارانــه سره ولاړ
دمینې پـــــه سوداکې مې یو زړه له واکه ووت
ښـــــوی مـــخې سوداګر ته له نقصانه سره ولاړ
تشویش مې دغمیزې په شروع کې راته وویل
بـــیـــرغ دآذادۍ مــــو له نــښانــــــه ســــــره ولاړ
تــــصـــمیم مـــې دپـــــولادوله افغانه سره ولاړ
غدۍ دغلیمانو پـــــه شـــــارونــــو چــــپاو راوړ
کلتور مو دنیکونـــو له تـــــا لانـــــه ســـــره ولاړ
هــــــوس دعاشقـــــي یــــې شــــو تحفه دبړ بکیو
،،دخیال ،، دزړه مرغه وو له تو پانه سره ولاړ
روتر دام ۱۹۹۸