د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي خيال محمد کټوازی شعرونه

راووت

چې په سلګیو کې له غم ســره راووت

خاټول ورته  داوښکو له شبنم ســره راووت

طبیب زموږ رنځونه غزوي دناسـور ټک ته

ټپـــــونـــه ته دمالګې له ملهم ســــره راووت

رهبر دڅو کلونــو دتـــو بــــو پــــه یـــــــا دولو

له  روبل ، له ډالر  او له درهم ســــره راووت

سر تاج د پیغورونو یې چې فـــخر دګـناه شو

په تورو کجا ووکې له ماتم ســـــــره راووت

لاسونه یې سره کړي دي زموږ دزړه په وینــو

دښمن ته په تسلیم کې له قسم ســــره راووت

په "   خیال " باندې ټاپه دکفر هله لګیـــدلې

میدان ته چې له تورې او قــلم ســــره راووت

 دڅرخي زندان

د شاعر نور شعرونه ←