د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي خيال محمد کټوازی شعرونه

ولګېده

نــاڅــاپــه مــې قــــدم پــه يــوګـــودر و لــګــېـــده

دښـکلـې يـارپـه سـتـر ګـومــې نـــظــرو لـګـېـده

دهـــجـــر دتـــيـــارو دســـباوون پـــه انـتـظار کې

دعـــشـــق پـه پـلـو شـــو کـې ســـهـــرو لــګــېـــده

پــاچــادپــاچــهــانــويـــم دمـيـنې پـه نــړۍ کـــې

چــې تـاج دغـاشـقــۍ زمـــا پـــه ســرو لــګــېـده

هما غـــه تېره غشی چې يې موږته راګوزارکړ

صـيـــادوربــانـدې خپله په ځـــيــګـرو لـګـېـده

له زړه څخـه يې پورته فوارې شولې دڅړيکو

نــــښـــان د پــښــــتـــانــه ووبــرو لــګـــېــــــــــــده

مريــد يــې لا تراوسه ښکلوي دلاس ير غوې

زاهـــد خـــو لـــه ســـاقــــي ســـره بــهـر ولګیده

جوهر د محبت يې بلو شه دتروږمۍ شوه

يوسف که په کوهـي کـې هم زورو لګېده

دجبرپه بهير کې داړيکومها رټينګ شو

پښتون په تــفــــــاهـــــم کـې لروبرو لګېده

چې يوسلام مې واچاوودعمرپه اوږدوکې

هغه هم په هندو غونــــــدې کافرولګېده

په ستر ګويې چې وليدله تېښته دپرديو

د(خيال )په بدمر غيوکې اخترو لګېده

د شاعر نور شعرونه ←