د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي خيال محمد کټوازی شعرونه

ولاس

دپیر محمد کاروان دښکلي زل له قاقیی سره

غورځنګ مې دجذباتو له هـــــجرانــــه ســـره ولاړ

یو شوق وه ځوانیمرګ شو له ار مانـــــه ســـره ولاړ

لا پاڼې دغو ټۍ  په خوله کې نه وې موسکا شوې

ګلاب په پســـــــرلــــي کــــې لـــه خزانه ســره ولاړ

یو خوب دښـــاپیرو وه په شبنم دسبـــــــاوونکې

دوړانــــــګو دلښـــــــــــکر له ارمغانــه ســره ولاړ

امیــــد دپیــــوستون خو په درشل کې بلا وخوړ

دستــــــرګـــــو یـــــو نظر وو له ګریوانه سره ولاړ

څپې داسو یلیــــــــو په لیمو کې شولې اوښکې

سیــــــلاب دمـــــر غـــــلرو لــــه بارانــه سره ولاړ

دمینې پـــــه سوداکې مې یو زړه له واکه ووت

ښـــــوی مـــخې سوداګر ته له نقصانه سره ولاړ

تشویش مې دغمیزې په شروع کې راته وویل

بـــیـــرغ دآذادۍ مــــو له نــښانــــــه ســــــره ولاړ

تــــصـــمیم مـــې دپـــــولادوله افغانه سره ولاړ

غدۍ دغلیمانو پـــــه شـــــارونــــو چــــپاو راوړ

کلتور مو دنیکونـــو له تـــــا لانـــــه ســـــره ولاړ

هــــــوس دعاشقـــــي یــــې شــــو تحفه دبړ بکیو

،،دخیال ،،  دزړه مرغه وو له تو پانه سره ولاړ

روتر دام      ۱۹۹۸

د شاعر نور شعرونه ←