د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

درویش دوراني

د درویش دوراني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

پـه مړو کتو مي پر زړ ګي باندي باڼه تېروې

زما د کور پــــر کـاڼي مــا و ته چاړه تېروې

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

40 خپاره شوي شعرونه

خواږه عمرونه يې له ځان سره پهبشپړ شعر ولولئ

خواږه عمرونه يې له ځان سره په

درویش دوراني



خواږه عمرونه يې له ځان سره په
جنګ وخوړل
دلته څه خلک لکه اوسپنه خپل زنګ
وخوړل


زړه ته مې هله د زاهد خبره
ولوېدله
چې قسمونه يې د سرو بنګړو په شرنګ
وخوړل


ستاسې اولاد د دې وطن خوشبويي
ولوټله
ستاسې هوسيو ددې ځای لاچي لونګ
وخوړل


څنګه ګزار ؤ او هډونه يې څه ډول
مات کړل!
څنګۀ بلا وه او سرونه يې څه رنګ
وخوړل


د غزل ژبه دې پسته کړه د ګلاب تر
پاڼو
دروېشه  ډېر شاعران
خپل کرخت اهنګ وخوړل


۹/مارچ/۱۹۹۶ م

له يوه بل، له بله بل څراغ بل کړیبشپړ شعر ولولئ

له يوه بل، له بله بل څراغ بل کړی

درویش دوراني



له يوه بل، له بله بل څراغ بل کړی
دی موږ
چې تاريکه وي هلته تل څراغ بل کړی
دی موږ


درواغ يې مه ګڼه که څوک درته دا
وايي دلته
چې نه مو کور شته او نه خپل څراغ 
بل کړی دی موږ


تورې تيارې د پښتنو په طرف 
باندې شړو
ناست يو په کور کې د مغل 
څراغ  بل کړی دی موږ


موږ په هغو خلکو کې نه يو چې
ويلای شي دا
چې په دنيا کې اول ځل  څراغ 
بل کړی دی موږ


دروېشه داسې نو يو مخ 
توره تياره هم نه ده
اوس په پښتو کې د غزل څراغ 
بل کړی دی موږ

موسم بدل دی ښايي تللي مارغانبشپړ شعر ولولئ

موسم بدل دی ښايي تللي مارغان

درویش دوراني



موسم بدل دی ښايي تللي مارغان
بېرته راشي
و خپل وطن ته د کډوالو کاروان
بېرته راشي


ستا ولونه ولونه زلفې وباسم له
خپله خياله
يو ساعت پس که ګورم دغه ماران
بېرته راشي


بېلتونه ! دا ځل دې نو عمر دومره
لنډ شه، چې زه
په لمن اوښکې پاکوم او جانان
بېرته راشي


چرته که کاڼی او تندی بيا سره
وجنګېدل
منځ ته به زخم د ګواښ کړوني په
شان بېرته راشي


دروېشه  داسې به ونه
شي چې زموږ هديرې
سپين ږيري وګرځوي ټول او ځوانان
بېرته راشي

نه رسېدلی يې تر ځانه، نه تربشپړ شعر ولولئ

نه رسېدلی يې تر ځانه، نه تر

درویش دوراني



نه رسېدلی يې تر ځانه، نه تر
خدايه پورې
پر يوه لار باندې هم لا نه ړې تر
پايه پورې


په خپل څراغ د بل څراغ وربلوو او
داسې
له يوه سرايه رڼا وړو تر بله
سرايه پورې


وطنه ستا دښمن چې چرته هم ځان
ورسوي
زه به زخمونه پسې وړم تر هغه ځايه
پورې


پر لاره باندې به پل نه پرېږدې چې
ځې ديدن ته
د باد په رنګ به رسوې ځان تر
اشنايه پورې


تنها  دروېش 
خپل حاجت وغوښت له قادره خدايه
نور خلک ټول لاړل د کلي تر بډايه
پورې

په تاريکه کې يو څراغ ښکاريږي بلبشپړ شعر ولولئ

په تاريکه کې يو څراغ ښکاريږي بل

درویش دوراني



په تاريکه کې يو څراغ ښکاريږي بل
تراوسه
پر لاره پاته دی د تللې رڼا پل
تراوسه


نه له تا لرې شوم او نه تر تا در
ورسېدم
دی بې معنا زما د يبلو پښو مزل
تراوسه


کلونه وړاندې مې ستا مخته وو په
غلا کتلي
په دا خبره راته ځان ښکاريږي غل
تراوسه


پای خو تا هم هغه وې دوې سترګې
راواړولې
ګوره چې ولې زموږ حال نه شو ېدل
تراوسه


چې توره کښېږدو بيا به هله اخلو
ستن  دروېشه
زده مو د زخم د کنډلو نه دی چل
تراوسه

زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړمبشپړ شعر ولولئ

زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم

درویش دوراني



زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم


ما د يار دغه غوښته هم پر ځای کړه
نه يې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم


بېلتانه دې د هرچا په غم شريک کړم
يار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم


چې ترڅو مې وي دا ژبه، يادوم يې
چې ترڅو لرم لېمه ورپسې ژاړم


مخ او زلفې يې په ياد راځي 
دروېشه
په رڼا او په تياره ورپسې ژاړم


۲۱/اکتوبر/۲۰۰۰ م

په ما باندې ملګري کړی وار دیبشپړ شعر ولولئ

په ما باندې ملګري کړی وار دی

درویش دوراني



په ما باندې ملګري کړی وار دی
مخامخ
پخوا ؤ په لستوڼي کې نن مار دی
مخامخ


په دا چې د څراغ مخ وي په هر يوه
طرف
هم ماته هم رقيب ته هغه يار دی
مخامخ


زموږ توريالي بوخت دي په داسې يوه
جنګ
چې چاته سکه ورور او چاته پلار دی
مخامخ


نه هلته زموږ مخته بل څراغ ؤ د
ماښام
نه دلته راته ستوری د سهار دی
مخامخ


دروېشه چې به کته مدام جنت
ته لنډه لار
اخر ورباندې پېښ شو، ورته دار دی
مخامخ

دلته لابشپړ شعر ولولئ

دلته لا

درویش دوراني


دلته لا
خلک خوښوي د وينې رنګ دروېشه
ښايي و پای ته ژر و نه رسي دا جنګ دروېشه
د دې پردي دېوال سايې داسې پردۍ کړو چې اوس
نه د پلار سيوری يادوو ،نه د ورور څنګ دروېشه
زموږ پام تورې ته و،توره مو صفا ساتله
د زړونو اوسپنه مو لاندې کړله زنګ دروېشه
نورو که لارې ډکولې په اغزيو باندې
تا هم د چا مخته و نه پاشل لونګ دروېشه
دوی چې له خپلو ماشومانو سره لوبې کوي
شي زموږ هر يو يتيم زړه ور تنګ دروېشه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

درویش دوراني



بیا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه
خدایه بچ ساتې رڼا او څراغونه

یه مرګیه ماشومان مې راته خاندي
سره پریږده څو شپې ما او څراغونه

خپل مخونه ستا د مخ په رڼا وینځي
لمر، سپوږمئ، ستوري، بریښنا او
څراغونه

په دې نور پسې سپیڅلو خلکو مه ځئ
یو ځائ شوي دي بلا او څراغونه

د وطن په هدیرو کې وي "درویشه"
هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

درویش دوراني





سوغاتونه ستا له لوري راوړي راشي
توره شپه روښانه ستوري راوړي راشي

په ماښام د مخ څراغ و ماته بل کړي
په غرمه د زلفو سیوري راوړي راشي

ملغلرې زور وروته ورپرېږدي
اوښکې خپل کور ته کمزوري راوړي
راشي

په سرو وینو دې لا نه ده سرپه
ماته
خال دې غشي تر موږ پوري راوړي
راشي

زه ترې وغواړم لعلونه ای "درویشه"
دوی زما د غزل توري راوړي راشي