د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

موسم بدل دی ښايي تللي مارغان

موسم بدل دی ښايي تللي مارغان بېرته راشي
و خپل وطن ته د کډوالو کاروان بېرته راشي

ستا ولونه ولونه زلفې وباسم له خپله خياله
يو ساعت پس که ګورم دغه ماران بېرته راشي

بېلتونه ! دا ځل دې نو عمر دومره لنډ شه، چې زه
په لمن اوښکې پاکوم او جانان بېرته راشي

چرته که کاڼی او تندی بيا سره وجنګېدل
منځ ته به زخم د ګواښ کړوني په شان بېرته راشي

دروېشه  داسې به ونه شي چې زموږ هديرې
سپين ږيري وګرځوي ټول او ځوانان بېرته راشي

د شاعر نور شعرونه ←