د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

په تاريکه کې يو څراغ ښکاريږي بل

په تاريکه کې يو څراغ ښکاريږي بل تراوسه
پر لاره پاته دی د تللې رڼا پل تراوسه

نه له تا لرې شوم او نه تر تا در ورسېدم
دی بې معنا زما د يبلو پښو مزل تراوسه

کلونه وړاندې مې ستا مخته وو په غلا کتلي
په دا خبره راته ځان ښکاريږي غل تراوسه

پای خو تا هم هغه وې دوې سترګې راواړولې
ګوره چې ولې زموږ حال نه شو ېدل تراوسه

چې توره کښېږدو بيا به هله اخلو ستن  دروېشه
زده مو د زخم د کنډلو نه دی چل تراوسه

د شاعر نور شعرونه ←