د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

په ما باندې ملګري کړی وار دی

په ما باندې ملګري کړی وار دی مخامخ
پخوا ؤ په لستوڼي کې نن مار دی مخامخ

په دا چې د څراغ مخ وي په هر يوه طرف
هم ماته هم رقيب ته هغه يار دی مخامخ

زموږ توريالي بوخت دي په داسې يوه جنګ
چې چاته سکه ورور او چاته پلار دی مخامخ

نه هلته زموږ مخته بل څراغ ؤ د ماښام
نه دلته راته ستوری د سهار دی مخامخ

دروېشه چې به کته مدام جنت ته لنډه لار
اخر ورباندې پېښ شو، ورته دار دی مخامخ

د شاعر نور شعرونه ←