پښتو ادب · شاعران
اسماعیل یون
د اسماعیل یون پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
محمد اسمعيل يون د حاجي محمدخان زوى پر ١٣٤٦ل کال، د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ دنيازيو په يوې روښنفکرې کورنۍ کې زېږېدلى دى.
لومړنۍ زده کړې يې د الينګار ولسوالۍ د سلينګار په لومړني ښوونځي کې سرته رسولي دي، تر هغه وروسته کابل ته راغى او په خوشال خان لېسه کې شامل شو. پر ١٣٦٦ل کال له نوموړې لېسې څخه په دويم نومره بريالى او پر ١٣٦٧ل کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې محصل شو. پر ١٣٧٠ل کال له نوموړې څانګې څخه اول نومره بريالى او پر همدې کال بېرته دپښتو څانګې د کدر غړى شو. پر ١٣٨٥ل کال په نوموړې څانګه کې د ماسټرۍ دوره پيل شوه، يون په ډېر ښه او بريالي ډول دا دوره پايته ورسوله.
محمد اسمعيل يون له ١٣٧٠ ل کال څخه بيا تر ننه پورې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي تدريسي غړى او د(پوهندوى) علمي پوړۍ ته رسېدلى دى، پر استادۍ سربېره،استاد يون د ((کابل پوهنتون))، ((هيلې)) او((شمشاد))مجلو د چلوونکي دنده هم په ښه ډول ترسره کړې ده. په پېښور کې د چاپېدونکې ((معارف)) مجلې کتونکى غړى هم و. همدارنگه ديو شمېر نورو چاپي خپرونو همکار هم پاتې شوى دى.
استاديون پر ١٣٨١ل کال، په جلال ابادکې بېړنۍ لويې جرګې ته د ختيزو ولايتونو د انتخاباتو د دفتر مشر شو، ددې جرګې لپاره تر ټاکنو وروسته د جرګې غړى، بياد جرګې د غړو له خوا د بېړنۍ لويې جرګې دلومړي منشي په توګه انتخاب شو.استاد يون په دې جرګه کې تر خپل وروستي وسه خپل ملي او تاريخي مسوليت ادا کړ او د هېواد دښمنه عناصرو د توطيو مخه يې ونيوله.
تر دې جرګې وروسته، کله چې د افغانستان د اساسي قانون د تدوين بهير پيل شو، نو استاد يون بيا ددې بهير لپاره د ختيزو ولايتونو د دارالانشاد دفتر مشر وټاکل شو. په ختيزو ولايتونو کې د اساسي قانون د لويې جرګې لپاره انتخابات هم د همدې دفتر له خوا ترسره شول.استاد يون د اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه کې د نوموړې جرګې د دارالانشا د غړي په توګه خپل فعال رول ادا کړ. ټاکل شوې وه، استاد يون په ختيزو ولايتونو کې د افغانستان د جمهوري رياست لپاره د عمومي ټاکنو د دفتر مسول شي، خو په کابل کې د لويو جنګسالارانو او ځينو تنظيمي مشرانو له خوا پر حکومت او ملګرو ملتونو د زيات فشار له امله له کاره ګوښه شو.ملګرو ملتونو(UNAMA) استاد يون ته وړانديز وکړ، چې په کابل کې به تر دې لوړه دنده دروسپارو، خو استاد يون ونه منله او خپلې استادۍ ته يې دوام ورکړ.
درې کاله وروسته يې د ځينو ملګرو په زيات ټينګار او غوښتنه، د جمهوري رياست د ملي امنيت شورا په دفتر کې د فرهنګي چارو د رياست دنده ومنله او په کابل پوهنتون کې پر استادۍ سربېره لا تر اوسه دا دنده پر مخ وړي.استاد يون پر ١٣٨٥ل کال د افغانستان او پاکستان د امن ګډې جرګې لپاره د افغانستان له خوا د منشي په توګه غوره شو او دا دنده يې هم په ښه ډول ترسره کړه.
استاد يون د خپلواک ليکوال په توګه په تېرو شلو کلونو کې ګڼ شمېرفرهنګي او ټولنيز خدمتونه ترسره کړي،په ګڼو چاپي، راديويي او ټلويزيوني مرکو کې يې د و اقعيتونو او حقايقو د څرګندبيان له امله د خلکو په زړونوکې ځاى نيولى دى. که څه هم ډېر خلک د يون ليکنې، مرکې او نظريات خوښوي، خو يو شمېر داسې خلک هم شته، چې د يون سرسختي مخالفين دي. د هغه ملي او ګټورو نظرياتو ته هم غلط رنګ او تعبير ورکوي، دا ډول اشخاص، چې اکثره يې زورواکي او د سياسي ډلو ټپلو غړي او مشران دي، د استاد يون نظريات خپلو شخصي او تنظيمي ګټو ته خطر بولي، نو ځکه يې په ټينګه مخالفت کوي. زه ددې شاهد يم، هر کله چې يون کومه ليکنه او مرکه کړې، نو دده پر وړاندې يې مثبت او منفي غبرګونونه دواړه راپارولي دي، منفي غبرګونونه اکثره وخت د هغو اشخاصو او ډلو له خوا وي، چې په تېر کړکېچن سياسي بهير کې يې ډېرې نامشروع ګټې ترلاسه کړي او ځانونه يې مطرح کړي دي.
مثبت غبرګونونه اکثره د ولس دمشرانو، روښنفکرانو او نورو مخورو له خوا وي، خو استاد يون په دغسې سختو اغزنو او تنګو شرايطو کې بيا هم خپل فرهنګي، سياسي او ټولنيز کار ته دوام ورکوي.
دا اوسنى فرهنګي کار، چې تاسو يې اوس په مسلسل ډول ګورئ، دا د تېرو شلو کلونو کارونه دي، چې له تېر يو نيم کال راهيسې پرې په منظم ډول کار شوى، اوډل شوي او دادى ستاسو مخې ته ايښودل کېږي، په داسې يو دولتي دفتر کې چې بوختياوې په کې ډېرې وي، د منظم او ستر فرهنګي کار سرته رسول اسانه کار نه دى.استاد يون پر خپلو فرهنګي کارونو سربېره د ګڼو فرهنګي ټولنو د غړي، همکار او موسس غړي په توګه هم خپل فرهنګي رول ادا کړى،په پېښور کې يې د دوو المان مېشتو فرهنګي ټولنو (دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې) او(د پښتني فرهنګ د ودې پراختيا ټولنې) د همکار په توګه د بېلابېلو ليکوالو په لسګونو اثار، ايډيټ او چاپ کړي دي. دغه راز يې په سلګونو کورنيو مشاعرو، ادبي غونډو او سيمينارونو کې ونډه اخيستې ده، خپله يې هم په لسګونو مشاعرې،سيمينارونه او علمي ورکشاپونه جوړ کړي دي.
سربېره پر دې، په يو زيات شمېر، ملي او نړيوالو کنفرانسونو کې يې په ښه ډول د خپل هېواد استازي کړې ده.
شعرونه
23 خپاره شوي شعرونه
ستوري لمرونهبشپړ شعر ولولئ
ستوري لمرونه
اسماعیل یون
د جانانه شنه خندا مې بيـــــــــــــا لـــــــــــه کومه لوري راځي
د غزل اوښـــــــــــــــکو کـــــــــــــــې مې بيا د غزل توري راځي
دلته هر غم قدم په خــــــــيال ږدي بيا ښـــــــــکلا لــــــــــټوي
د تلې ښار دی غم هوښيار دی سودا ګــــــــوري راځـــــــــي
د شعر ميــــــــوه مې زيـــــــــــړبخنه ده بــــــــازار نـــــــه لري
د ژونــــــــــــــــد په هــــــر فصل مې ډول ډول سيوري راځي
بيا تللی سپين امـــــام د قــــــــــاف د ځنګـــــــــلونو ديو ته
زموږ د اوښکو هيلې بيا پــــــــــه هغـــــــو پــــــلوري راځي
زړه کې مې ګرځي يوه ګـــــــــــرمـــــه شان وږمه د پښتو
د قلم نــــــــوکي تـــــــه مــــــــــــې ټول ټکي سرزوري راځي
بيا مې د زړه ارمان مسکی شې بيا شې مړاوی غوندې
چاوې وطن ته دې لمرونه چـــــا وې ستـــــــــــوري راځي
ارمانبشپړ شعر ولولئ
ارمان
اسماعیل یون
په یو جهان کې بل جــــهان لـــــــــرمــــه
وجود مې تور زړه کې مې سپینه رڼــا
ســـــــوی بــــــــلال یــــمه اذان لـــــرمــــه
د مینې غـــــم د مېنې غــــــــــم را روان
زړه کې هوجره ورته د خــــــان لـــــــرمه
اوس لا هم هیــــــــله د ژونـــــدون لرمه
اوس هم کوم ستوری په اسمان لرمه
د ښکلو تاب نه لرم ، ګــــــرم نــــه یمه
ساده انسان یمه شیطان لـــــــرمــــــــه
قسم پر خدای نوره ګنــــاه نه لـــــــــرم
ګناه مې دا ده چې ایـــــــــمان لــــــرمه
اوښکه او خندابشپړ شعر ولولئ
اوښکه او خندا
اسماعیل یون
زه اوښکه اوښکه شم پر مخ راشمه
ته ټول هوس شې او بيا وموسېږې
زه اسوېلى شمه د سوو هيلو
ته په نڅا شې او کړس کړس وخاندې
نو زما و ستا يارانه نه شي سره
ځکه چې اوښکې خندا نه جوړېږي.
کليزهبشپړ شعر ولولئ
کليزه
اسماعیل یون
شعره! ګلونه شه غوټۍ شه پاڼې پاڼې شه
د ميو پاڼې
لاړ شه! زما د يار په نرمو او خوږو زلفو کې
وځلېږه
وخنده
او زما د زړګي
د خوږې مينې د اسرو او اميدو له تله
ورته په مينه مينه
مبارکي ووايه
نن يې کليزه ده
د ژوند کليزه
يوه د حسن او ښکلا کليزه
د اسمعيل د محبوبا کليزه.
مرکزي ليليه
لېونيبشپړ شعر ولولئ
لېوني
اسماعیل یون
د عشق نظر نه شول لمبه لېوني
تورو تيارو کې شول ډيوه لېوني
ميکدې خود د زهد اور کې ناڅي
په کې دېره نه دي هغه لېوني
دا چې بې درېغه پرې قدم ږدې اشنا!
کلي کې نه شته دي سوچه لېوني
د عشق په تور يې په دار مه ځړوئ
کله کوي چاته سجده لېوني
زموږ په کور به لمبې بلې وي لا
تر څو چې پاتې وي دا (دوه) لېوني.
١٣٦٧/٥/٢٦
د وينو رود نيلبشپړ شعر ولولئ
د وينو رود نيل
اسماعیل یون
احساس پر عقل بلې کړې لمبې په لپو لپو
جنونه په سر واړوه نشې په لپو لپو
د شونډو تبسم دې رانه ګرد د غم ونه ليد
د زړه وينې که غړپ کړې زمانې په لپو لپو
موسکۍ شه د سورکي پرهر د وينو رود نيل ته
حسيني ډکوه ترېنه پيالې په لپو لپو
لذت کې د خندا دې چې لاهو شي خوند د نورو
په سترګو کې مې تاوې شي ګيلې په لپو لپو
اغزو د ګل د پاڼو تبسم دى په اور سوى
په زلفو چې دې ټومبم ترانې په لپو لپو
هوس دې د ښايست بيا د جنون په سيند کې لامبي
د عشق په زړه مې موښي چې ايرې په لپو لپو.
١٣٦٦/٦/٢١
له جېل نه... ګيلهبشپړ شعر ولولئ
له جېل نه... ګيله
اسماعیل یون
(( ته په وړوکي جېل کې
موږ دلته لوى زندان کې))
د يوې مينې د ارمان په هيله وسوزېدو
ته خو لا ښه وې
د خوږې مينې د پاڼو شنه دودونه دې ونه ليدلو
موږ ورته ښه کتلې
چې مو د مينې سره ګلونه د يارانو د لمبو
د سمندر څپو کې وسوزېدل
ژبه مو ګونګه وه تړلې وه د اور د دار په
مستو ليکو
چغې مو نه شوې وهى
ښه مو ليدله خپله مينه د انګار د سمندر ګوتو کې
پاڼې يې ورژېدې
خندا يې وچه شوله
او ليلايي حسن يې مړاوى شو د درد په چړو
خو مينه مړه نه ده لا
پام چې نهيلى نه شې
اوس نو زموږه مينه
زما او تا غوندې يو څو لېوني
په مينه مست څيرې ګرېوان
او سرببري غواړي
چې ورته وناڅي لمبه شي
او د خپلو زړګو د وينو مستې فوارې
ورته امېل امېل کړي
بيا به زموږه مينه
له خندا شنه شي
او ګلونه به يې بيا زلفو کې وټوکېږي
او بيا به موږ لېوني
هم ورته هلته له خندا نه شنه شو.
د اوښکو سمندربشپړ شعر ولولئ
د اوښکو سمندر
اسماعیل یون
وخت چې له غوسې نه سور تکل ته شونډې وسپړي
ژوند په اوښکو لوند شي او اجل ته شونډې وسپړي
مينې سمندر د سپينو اوښکو په ځير ونه ليد
اوس به نو زړګى د چا تسل ته شونډې وسپړي
تاوه شي ترخو کې د احساس د فرياد چغه پرې
دا د غم قلم مې چې غزل ته شونډې وسپړي
ډوب چې وي زړګى د اورني غم په سيندونو کې
چېرې به حسينې ستا وربل ته شونډې وسپړي
ورغړي تڼاک هوس ماحول د اغزيو کې
عقل او اميد چې مستقبل ته شونډې وسپړي
تاوه کړه لمبه د ګرمو شونډو په سينه کې مې
وريت ويده زخمونه به يې ځل ته شونډې وسپړي.
د خوږو مکربشپړ شعر ولولئ
د خوږو مکر
اسماعیل یون
تڼاک ځيګر مې حسن په سپرغيو سولوي
د آه اوښکه مې عشق په مايوسيو سولوي
د عقل د احساس سترګو ونه ليده پرهر
د وخت د اور په زور يې په اغزيو سولوي
خندا يې سمندر شي زما درد ته په هوس
د مينې د بڼ ګل مې په سيليو سولوي
د عشق د خوږ مکر ته نظر کړئ اوښکو نن!
په شونډو باندې آه د لېونيو سولوي
د درد په کړايي کې په زړګي شي خود لوګى
خوږې زلفې چې يار په اننګيو سولوي
د سور مستقبل ټال کې به عشق وزانګي اخر
خندا که نن اميد په اسوېليو سولوي.
ارام سمندر تهبشپړ شعر ولولئ
ارام سمندر ته
اسماعیل یون
ولې غلى او ارام يې
ته خبر يې چې څه وشول او څه کېږي
د نړۍ په وچو غرونو، سپېرو دښتو، ځنګلو کې؟
ته خبر يې چې څه اوري
د اسمان له ګرېوانه نه
د بېوسه روح پر مينو؟
ته خبر يې چې ټول ژوي
يو د بل د ژوند په بيه د ژوندون شېبې رانيسي؟
ته خبر يې د وحشت د پاچايانو
واکمني دقاف له غرونو ان زموږ تر کوره رسي؟
ته خبر يې چې زموږ د کلي خوا کې
هره ورځې د کارغانو ډلې ډلې
د وګړو پر سينو باندې ټونګې کړي؟
که نور هم غواړې همداسې:
چې ماران او څمڅرې دې
د سيسيو بچي وخوري
او پر سمه لويه لار دې
د لېوانو کاروانونه
د شپنو په رمو ګډ شي
که نور هم غواړې همداسې
چې بيا هم روحي وګړي
د چا مينې ته اور ورکړي
د چار روح کړي تيږو لاندې؟
نو که داسې نه وي خو ځه
تر پېړيو زغم نه وروسته
په څلور کونجه دنيا کې
د توپان نغمه خوره کړه
چې نړۍ له بوى شي پاکه
او شي ړنګه پاچاهي د ځناورو، ګنهکارو هوسونو
او څو تنه بېګناه به
شي سپاره د نوح بېړۍ کې.