پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ښاغلي اسماعیل یون شعرونه
23 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
محمد اسمعيل يون د حاجي محمدخان زوى پر ١٣٤٦ل کال، د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ دنيازيو په يوې روښنفکرې کورنۍ کې زېږېدلى دى.
لومړنۍ زده کړې يې د الينګار ولسوالۍ د سلينګار په لومړني ښوونځي کې سرته رسولي دي، تر هغه وروسته کابل ته راغى او په خوشال خان لېسه کې شامل شو. پر ١٣٦٦ل کال له نوموړې لېسې څخه په دويم نومره بريالى او پر ١٣٦٧ل کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې محصل شو. پر ١٣٧٠ل کال له نوموړې څانګې څخه اول نومره بريالى او پر همدې کال بېرته دپښتو څانګې د کدر غړى شو. پر ١٣٨٥ل کال په نوموړې څانګه کې د ماسټرۍ دوره پيل شوه، يون په ډېر ښه او بريالي ډول دا دوره پايته ورسوله.
محمد اسمعيل يون له ١٣٧٠ ل کال څخه بيا تر ننه پورې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي تدريسي غړى او د(پوهندوى) علمي پوړۍ ته رسېدلى دى، پر استادۍ سربېره،استاد يون د ((کابل پوهنتون))، ((هيلې)) او((شمشاد))مجلو د چلوونکي دنده هم په ښه ډول ترسره کړې ده. په پېښور کې د چاپېدونکې ((معارف)) مجلې کتونکى غړى هم و. همدارنگه ديو شمېر نورو چاپي خپرونو همکار هم پاتې شوى دى.
استاديون پر ١٣٨١ل کال، په جلال ابادکې بېړنۍ لويې جرګې ته د ختيزو ولايتونو د انتخاباتو د دفتر مشر شو، ددې جرګې لپاره تر ټاکنو وروسته د جرګې غړى، بياد جرګې د غړو له خوا د بېړنۍ لويې جرګې دلومړي منشي په توګه انتخاب شو.استاد يون په دې جرګه کې تر خپل وروستي وسه خپل ملي او تاريخي مسوليت ادا کړ او د هېواد دښمنه عناصرو د توطيو مخه يې ونيوله.
تر دې جرګې وروسته، کله چې د افغانستان د اساسي قانون د تدوين بهير پيل شو، نو استاد يون بيا ددې بهير لپاره د ختيزو ولايتونو د دارالانشاد دفتر مشر وټاکل شو. په ختيزو ولايتونو کې د اساسي قانون د لويې جرګې لپاره انتخابات هم د همدې دفتر له خوا ترسره شول.استاد يون د اساسي قانون د تصويب په لويه جرګه کې د نوموړې جرګې د دارالانشا د غړي په توګه خپل فعال رول ادا کړ. ټاکل شوې وه، استاد يون په ختيزو ولايتونو کې د افغانستان د جمهوري رياست لپاره د عمومي ټاکنو د دفتر مسول شي، خو په کابل کې د لويو جنګسالارانو او ځينو تنظيمي مشرانو له خوا پر حکومت او ملګرو ملتونو د زيات فشار له امله له کاره ګوښه شو.ملګرو ملتونو(UNAMA) استاد يون ته وړانديز وکړ، چې په کابل کې به تر دې لوړه دنده دروسپارو، خو استاد يون ونه منله او خپلې استادۍ ته يې دوام ورکړ.
درې کاله وروسته يې د ځينو ملګرو په زيات ټينګار او غوښتنه، د جمهوري رياست د ملي امنيت شورا په دفتر کې د فرهنګي چارو د رياست دنده ومنله او په کابل پوهنتون کې پر استادۍ سربېره لا تر اوسه دا دنده پر مخ وړي.استاد يون پر ١٣٨٥ل کال د افغانستان او پاکستان د امن ګډې جرګې لپاره د افغانستان له خوا د منشي په توګه غوره شو او دا دنده يې هم په ښه ډول ترسره کړه.
استاد يون د خپلواک ليکوال په توګه په تېرو شلو کلونو کې ګڼ شمېرفرهنګي او ټولنيز خدمتونه ترسره کړي،په ګڼو چاپي، راديويي او ټلويزيوني مرکو کې يې د و اقعيتونو او حقايقو د څرګندبيان له امله د خلکو په زړونوکې ځاى نيولى دى. که څه هم ډېر خلک د يون ليکنې، مرکې او نظريات خوښوي، خو يو شمېر داسې خلک هم شته، چې د يون سرسختي مخالفين دي. د هغه ملي او ګټورو نظرياتو ته هم غلط رنګ او تعبير ورکوي، دا ډول اشخاص، چې اکثره يې زورواکي او د سياسي ډلو ټپلو غړي او مشران دي، د استاد يون نظريات خپلو شخصي او تنظيمي ګټو ته خطر بولي، نو ځکه يې په ټينګه مخالفت کوي. زه ددې شاهد يم، هر کله چې يون کومه ليکنه او مرکه کړې، نو دده پر وړاندې يې مثبت او منفي غبرګونونه دواړه راپارولي دي، منفي غبرګونونه اکثره وخت د هغو اشخاصو او ډلو له خوا وي، چې په تېر کړکېچن سياسي بهير کې يې ډېرې نامشروع ګټې ترلاسه کړي او ځانونه يې مطرح کړي دي.
مثبت غبرګونونه اکثره د ولس دمشرانو، روښنفکرانو او نورو مخورو له خوا وي، خو استاد يون په دغسې سختو اغزنو او تنګو شرايطو کې بيا هم خپل فرهنګي، سياسي او ټولنيز کار ته دوام ورکوي.
دا اوسنى فرهنګي کار، چې تاسو يې اوس په مسلسل ډول ګورئ، دا د تېرو شلو کلونو کارونه دي، چې له تېر يو نيم کال راهيسې پرې په منظم ډول کار شوى، اوډل شوي او دادى ستاسو مخې ته ايښودل کېږي، په داسې يو دولتي دفتر کې چې بوختياوې په کې ډېرې وي، د منظم او ستر فرهنګي کار سرته رسول اسانه کار نه دى.استاد يون پر خپلو فرهنګي کارونو سربېره د ګڼو فرهنګي ټولنو د غړي، همکار او موسس غړي په توګه هم خپل فرهنګي رول ادا کړى،په پېښور کې يې د دوو المان مېشتو فرهنګي ټولنو (دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې) او(د پښتني فرهنګ د ودې پراختيا ټولنې) د همکار په توګه د بېلابېلو ليکوالو په لسګونو اثار، ايډيټ او چاپ کړي دي. دغه راز يې په سلګونو کورنيو مشاعرو، ادبي غونډو او سيمينارونو کې ونډه اخيستې ده، خپله يې هم په لسګونو مشاعرې،سيمينارونه او علمي ورکشاپونه جوړ کړي دي.
سربېره پر دې، په يو زيات شمېر، ملي او نړيوالو کنفرانسونو کې يې په ښه ډول د خپل هېواد استازي کړې ده.
ستوري لمرونه
د جانانه شنه خندا مې بيـــــــــــــا لـــــــــــه کومه لوري راځي د غزل اوښـــــــــــــــکو کـــــــــــــــې مې بيا د غزل توري راځي دلته هر غم قدم…
بشپړ شعر ولولئ ←ارمان
څومره شتمن یمه ارمـــــــــان لــــــــرمـه په یو جهان کې بل جــــهان لـــــــــرمــــه وجود مې تور زړه کې مې سپینه رڼــا ســـــــوی بــــــــلال یــــمه اذان لـــــرمــــه…
بشپړ شعر ولولئ ←اوښکه او خندا
زه اوښکه اوښکه شم پر مخ راشمه ته ټول هوس شې او بيا وموسېږې زه اسوېلى شمه د سوو هيلو ته په نڅا شې او…
بشپړ شعر ولولئ ←کليزه
شعره! ګلونه شه غوټۍ شه پاڼې پاڼې شه د ميو پاڼې لاړ شه! زما د يار په نرمو او خوږو زلفو کې وځلېږه وخنده او…
بشپړ شعر ولولئ ←لېوني
د عشق نظر نه شول لمبه لېوني تورو تيارو کې شول ډيوه لېوني ميکدې خود د زهد اور کې ناڅي په کې دېره نه دي…
بشپړ شعر ولولئ ←د وينو رود نيل
احساس پر عقل بلې کړې لمبې په لپو لپو جنونه په سر واړوه نشې په لپو لپو د شونډو تبسم دې رانه ګرد د غم…
بشپړ شعر ولولئ ←له جېل نه... ګيله
(( ته په وړوکي جېل کې موږ دلته لوى زندان کې)) د يوې مينې د ارمان په هيله وسوزېدو ته خو لا ښه وې د…
بشپړ شعر ولولئ ←د اوښکو سمندر
وخت چې له غوسې نه سور تکل ته شونډې وسپړي ژوند په اوښکو لوند شي او اجل ته شونډې وسپړي مينې سمندر د سپينو اوښکو…
بشپړ شعر ولولئ ←د خوږو مکر
تڼاک ځيګر مې حسن په سپرغيو سولوي د آه اوښکه مې عشق په مايوسيو سولوي د عقل د احساس سترګو ونه ليده پرهر د وخت…
بشپړ شعر ولولئ ←ارام سمندر ته
ولې غلى او ارام يې ته خبر يې چې څه وشول او څه کېږي د نړۍ په وچو غرونو، سپېرو دښتو، ځنګلو کې؟ ته خبر…
بشپړ شعر ولولئ ←سندرغاړي
د ختيځ- لوېديځ وګړو! د مرګي له وېرې مړاو مړاو هيلو! د ژوندون په جېل کې بندو د نړۍ د هوسونو پاچايانو! او د عشق…
بشپړ شعر ولولئ ←د احساس لوخړه
ما د لمبو د ترحم په سيند کې ولمبوئ او د حسين قهر په سترګو کې مې د توندې مينې د احساس لوخړه د اور…
بشپړ شعر ولولئ ←يادګارونه يادګارونه
ما درته ليکلي واى شعرونه او شعرونه تا زلفو کې ايښي واى ګلونه او ګلونه ما په وچو شونډو درنه کړي واى سوالونه تا په…
بشپړ شعر ولولئ ←کاڼو ونه ژړلې
عشق د هوس په لمبو د مستو کــاڼو د خندا په څپو د تــېزابــونو د اورونو ژرنده تاوه راتاوه کړه د درد په وينو او…
بشپړ شعر ولولئ ←مېږتونخور
څنګ ته ناست ومه د ونې د ټپي پرېشانۍ خيال مې سترګې ورو ورو خوبولې پام مې شو د ونې ډډ ته يو سورکي مېږتونخور…
بشپړ شعر ولولئ ←د اسرافيل شپېلۍ
د اورنيو اغزو زړه کې ښکلا چېرته لګي د سوو شونډو په لمبو کې خندا چېرته لګي زما د زړه د پرهرونو سره او شنه…
بشپړ شعر ولولئ ←د جنګ باج
ارمان د اوښکو نازولو وخوړ لکه موسکى شبنم چې ګلو وخوړ ددې ګلاب ګلاب وطن حسن مې څه هم پرديو څه هم خپلو وخوړ چاته…
بشپړ شعر ولولئ ←د سيند په منځ کې
چې د نن پر زلفو وټومبم ګلان کتار کتار لکه شنه چې پسرلي کړم پر بيابان کتار کتار دا خوږې خوږې خبرې دا خوږې وعدې…
بشپړ شعر ولولئ ←