د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

علي ګل پيوند

د علي ګل پيوند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

په ( کلیمه ) خو نا پا کان خپل ایمانونه مینځي

مـــا تـــــه پــــــــــه وخت د ځنکدن یوه ټپه ووایه

علی ګل پیوند د ۱۳۲۷هــ، ل کال د کب د میاشتی په ویشتمه د کونړ ولایت د پشد په کلی

 کی زیږیدلی دې. لومړنې زده کړي یې د پشد د کلې په ښونځي او نورې زده کړي ی

ې په ابن سینا او کابل دار لمعلمین کی سر ته رسولې دي.

په ۱۳۵۱ هـ،ل کال کی یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو له  پوهنځې نه د لیسانس  دیپلوم تر لاسه کړي دي. په ۱۳۵۶  کال کی یې د ښوونکو د روزنې په اکاډمي کي د فوق لیسانس پورې زده کړې بشپړې کړي.

پیوند، د روښان په عالې دارلمعلمین کی د استاد، دانیس او د ثور انقلاب د ورځپاڼو د مسوول مدیر او د  اطلاعاتو او کلتور د وزارت د معین په توګه دندې سر ته رسولې دي.

پیوند د ۱۳۵۹ هـ،ل کال له پیله تر ۱۳۶۷هـ،ل کال پورې له کاره ګوښه او د پلچرخي په جیل کی بندي وو.له جیل نه تر راوتو وروسته دالبیرونې د نشراتې موسسې د رییس په توګه و ګمارل شو او اوس په جرمنې کې د پردیسي ژوند تیروي. (( زړه ډمه )) د پیوند د شعرونه هغه مجموعه ده چې د ۱۳۵۸ هـ،ل کال  په باي کې چاپ خو له خبریدو د مخه د (( تورجلات)) د لښکریانو په لاس بنده او ورکه شوه. (( سیلۍ)) او (( باولۍ)) یی د شعرونو همدا مجموعې دې چي په ۱۳۶۸ هـ،ل کال په کابل کی چاپ او خپری شوې وي  اودایې دویم چاپ دي. پیوند نوري  د شعرونو مجموعې هم لري چی چاپ ته تیارې دي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

39 خپاره شوي شعرونه

ترخهبشپړ شعر ولولئ

ترخه

علي ګل پيوند

یا رمې په سرو ګلونو پـــرخــــه د مــــاتــــــم اوروي

په تنکو څوکو لیـــــونــــــې ږلــــــۍ دغــــــم اوروي

 

دراتلو هیلې لاس تر زنـــــې دچــــــا لا رې څـــــــاري

سړې خورې شیبې په روڼ  سبا تــــــورتــــــم اوروي

 

سرتورې څانګې دزاړه هوس په مـټـــــو مـــــــروړي

دپسرلي وږمې زمـا پـــــــه سبــــــزه زغـــــــم اوروي

 

چاپه یوه مچه خـوږه ګنــاه  خـــــړوبــــــه نـــــه کــــــړه

بې کچه زور دی ګنـــــاهــــــونــــــه پـــــه آدم اوروي

 

چې توتکې دذهـــــن ناڅــــــي دسجیــــــل کاڼو کې

نو شیطاني غرور مې څه لـــه پــــــه قــــلـــــم اوروي

 

کابل   ، ۸  /   ۱۲  /  ۱۳۶۲

سپین ویښتهبشپړ شعر ولولئ

سپین ویښته

علي ګل پيوند

څنګه کیسه کړي سپین  ویښته زمادګل څڼو کــې

دسمندر څپې ګیلې کړي  دساحل څڼــــــــو کــــــــې

 

نوې ټپې په خوږ ه غاړه انګازې جـــــوړ ې کــــــــړې

غزل دستورو لارې وایي دکابل څـــــڼــــــــو کــــــــې

 

دویاړ ګلونه دسکندر شمله کې کله ټــــــومبـــــــــې

ګیډۍ ګیډۍ  ږدي سره ګلونه  دبابل ( ۱  ) څڼوکــې

 

دزلیخا ( ۲ )  دسترګو لارې ترآسمانــــــــه رســـــــي

کله به مړاوې غوټۍ  ګل شي دکابــــل څڼــــو کـــې

۱۳۶۵

--------------------------------------------------

۱ــــ دکابل ورانیده دبابل په تداعي

۲ــــ دزلیخا انتظار یوسف ع ته

وچه اوښکهبشپړ شعر ولولئ

وچه اوښکه

علي ګل پيوند

یوه تاخچه کې

یوه زړه شلیدلې پاڼه

پکی لیک وی

هیلې کرکې

مینې وینې ژړاګانې .

پکی لیک وی

دا زما اوستا خبری

داپه ما او په تا کانې

پکی لیک و

اټکلونه

څونکلونه ګناه ګانې .

خوپه ژیړه وچه پاڼه

یوه اوښکه

تا به ویلی را پاڅیږي

اوس به وای ټولې خبری

اوس به وایي لری بری

تا به ویلی راپاڅیږي

راته ښیي ویجاړ ښارونه

سرتور کلي

دناموس څیری پړوني

ژوبل ژوبل ارمانونه

خو په پټه خوله ژړا وه

لټول یې ګریوانونه .

وروستې سندرهبشپړ شعر ولولئ

وروستې سندره

علي ګل پيوند

یوه سینه کې تپیدلو

لا ژوندي و ، خوزیدلو

لا یې سره وینه ویشله

ټکیدله پلو رګونه

 

لا یې دالو به ویله:

نازولو تنکو زړوته

مینه .... مینه...

مینه .... مینه...

مینه .... مینه...

میـ...نه

۱۳۶۲ / ۷ /۸

یاد دې ديبشپړ شعر ولولئ

یاد دې دي

علي ګل پيوند

یاد دې دي

چي په یوه څانګه مو شپه شوه

آ، وروستې تو پاني شپه کې

څه ژړاوه  !

زما او ستا د وزر لاندې

هغه شپه ویر جنه پاڼه

څنګه غلې لړزیدله.

یاد دې دي چې ځنګل ډوب شو

سبر ې ډوبې چنارونه

یاد دې دي چې زموږ ځاله

آ سپیرو څپو په سر کړه

لکه خونه بې مړونه.

نن دې یاد دي

چې د خیر او پاکې زړونه

د لمڅو لښکر کې نه ځي

په خوږه سپیڅلې وینه

۱۳ ۶۵ / ۸ / ۱۲

یا غيبشپړ شعر ولولئ

یا غي

علي ګل پيوند

کعبه زما د ذهن کې شیطان لوبې کــــــــــــــــــوي

ما شومه تلو سه مې په ایمان لوبې کـــــــــــــــوي

 

بیـــــــــــړۍ مې د پیړو پیړو په وچه کې ډوبیږي

د هیـــــلــــــو جوار ګر مې په تاوان لوبې کوي

 

سپرلې د شــنیلو مې ژیړې خولې وتلي غاړې

زردښــــــــــــــت د باورونو به بیابان لو بې کوي

 

د ګـــــلـــــــو پـــه زولۍ کې مې ږلې ده راوریږي

وخــتـــونه مې د اوښکو په ګریوان لوبې کوي

 

سرو اوښکو له دې وایه چې په دغه لاره نه ځي

د نـــیــــل خـدایان لګیا دي په انسان لو بې کوي

۱۳ ۶۲

ژبۍبشپړ شعر ولولئ

ژبۍ

علي ګل پيوند

نوره مې تا پـــسې ژ بۍ شوه ته راځې او که نـــــه

یوه شیبه راتـــه پیړۍ شوه ته راځې او که نـــــــــــه

 

په وریښمین زړه مې د سکرو ټو بارانونه وشو

ما شومه هیله لیونۍ شوه ته راځــــــــــې او که نه

 

خـــــــوږې خبرې په ذهــــــن کـــــــې ګلــــــونه اوري

هر ه خبــــره دې مسرۍ شوه ته را ځــــــې او که نه

 

د نوح نـــــظر دې په سیند وړو پسې نــــه غزوې

ډوبه مې و چه کې بیړۍ شوه ته راځې راکــــه نه

 

زمـــــا د زړه د وینو  ستوري په ما ښام ختـــلي

لاره د تــورو شپو نرۍ شوه ته راځې او که نـــه

۱۳ ۶۳ / ۶ / ۴

ځواببشپړ شعر ولولئ

ځواب

علي ګل پيوند

که بیا زاڼې په تکل شوې زه به درشـــــــــم

که اغزنې لارې ګل شوې زه به درشــــــــم

 

که ساړه بادونه تم ژمې میرات شــــــــــو

دزردښت اور غالي بل شوه زه به درشم

 

که په اوښکو لــوند پړونې دخور ګل شو

سرې شیبې دزړه په تل شوې زه به درشم

 

که سپین سرې شولی تورې تورې وریځی

که اوربلې په اوربـل شوې زه بـــــــه درشم

 

که واورین غرونه اوار لارې شوې ماتــې

مینې مینې په کابـــــــل شوې زه به درشم

۱۳۶۰ / ۸ / ۱۸

۱   ــــــــ     ګلالې راته لیکلي و چې کله راخلاصیږی

امیندواره غوټۍبشپړ شعر ولولئ

امیندواره غوټۍ

علي ګل پيوند

مایې په  تمه ژمې تیـر کړ غوټـــــۍ وغـــــوړیــــــده

ځان مې توده مینه کې هیر کړ غوټۍ وغوړیـــــــده

 

دلمر همزولی ته دناوې غوټو خوله پــــــرانیـــتـــــه

دمینې راز یې رابر سیر کړ غوټــۍ وغـــــوړیـــــــده

 

کیسه کوه راته ریـــــدیـــــه دســـــــارا ګلــــــــونـــــــه

چا په منځوله(۱ )کې ویر تیر کړ غوټۍ وغوړیـــده

 

کاروان دمینې دتــکل لاره کـــــــې څـــــــه ولیــــــده

تورو کوډ ګرو څنګه هیر کړ غوټۍ وغـــــوړیــــــده

 

دستړو لارو مساپر وچیرې شپـــــه تیـــــــره کـــــــړه

چا ګلالې اوښتې پیر ( ۱ ) کړ غوټۍ وغوړیــــــدې

۱۳  /  ۲  /   ۱۳۵۷

---------------------------------------------------

  ۱   -- منځوله  = ځاله

۲ ---    پیر  = دور

تل یې دبڼ په لو ر ژړا شيبشپړ شعر ولولئ

تل یې دبڼ په لو ر ژړا شي

علي ګل پيوند

( دشیخ متي بابا  دمنا جات وروستی کرښه )

یوې وړې ټو ټې کیسه کړه

ویلې زه

دلاجوردي سیپې کودړی

یوه شپه دچا مستی کې

له رنګینه تنه بیله

اوبیا وروسته

دوریښمین څا څکي په ژبه

یو عدم ته ،

په نری اغزنه لاره

چې :

(( نه ابلیس  نه یې آدم و

دجمال سوچه پرتم و ))  ( ۱ )

څو چې پرا مې نیتې سترګې

بیا کعبه وه

او زما له تنه او وو

دپو لادو ګریوانونه .

 

۱۹ . پټه خزانه ( دیارلسم مخ ) شیخ متي بابا.