د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي علي ګل پيوند شعرونه

ترخه

یا رمې په سرو ګلونو پـــرخــــه د مــــاتــــــم اوروي

په تنکو څوکو لیـــــونــــــې ږلــــــۍ دغــــــم اوروي

 

دراتلو هیلې لاس تر زنـــــې دچــــــا لا رې څـــــــاري

سړې خورې شیبې په روڼ  سبا تــــــورتــــــم اوروي

 

سرتورې څانګې دزاړه هوس په مـټـــــو مـــــــروړي

دپسرلي وږمې زمـا پـــــــه سبــــــزه زغـــــــم اوروي

 

چاپه یوه مچه خـوږه ګنــاه  خـــــړوبــــــه نـــــه کــــــړه

بې کچه زور دی ګنـــــاهــــــونــــــه پـــــه آدم اوروي

 

چې توتکې دذهـــــن ناڅــــــي دسجیــــــل کاڼو کې

نو شیطاني غرور مې څه لـــه پــــــه قــــلـــــم اوروي

 

کابل   ، ۸  /   ۱۲  /  ۱۳۶۲

د شاعر نور شعرونه ←