پښتو ادب · شاعران
پير محمد کاروان
د پير محمد کاروان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د کاروان صاحب چاپ شوي اثار:
۱- له ماښامه تر ماښامه - د شعرونو لومړۍ ټولګه
۲- له نرګسه تر نرګسه - د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه
۳- چنار خبرې کوي - د شعرونو دوهمه ټولګه
۴- د ښاپېرۍ ورغوی - د شعرونو درېيمه ټولګه (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)
۵- غره ته روان سړی - د لنډو کيسو دوهمه ټولګه
۶- زرزري وزرې - د شعرونو څلورمه ټولګه
شعرونه
110 خپاره شوي شعرونه
لاندې شعربشپړ شعر ولولئ
لاندې شعر
پير محمد کاروان
لاندې شعر
د ښاغلي کاروان پخپل اواز
واورئ . د Play
تڼۍ کېکاږئ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
دستوروتڼۍ تويې دسحرڅيري ګريوان
خوره په غرو رغوکې ازانګه ده د اذان
قاري په لوغړن ترنم وايه الرحمن
چې زړونه لمبوزن شي په څپوکې دايمان
اخربه په لاس درشي رڼه توره لکه لمر
دستوروپه نېزو وهه تيارې دکفرستان
له صدقه يوه اوښکه بې بها ده بې بها
تر دٌر ترمرغلرو تر ياقوتو تر مرجان
بيماريمه بيماريمه بيمار د بېلتانه
کړه جوړه ذايقه مې په النخل ورمان
الهي را اهدا کړې دبلبل بلالي غږ
ماهم يو لاروی کړې دحمدونو دکاروان
شينبشپړ شعر ولولئ
شين
پير محمد کاروان
انديښنې راسره دومره
دي په زړه کې
چې حساب يې اوس کولای درته نه شم
ته چې کله درڼاله ښاره راشې
درنګونوله غباره شې راتېره
لکه سره اوشنه هنداره شې راتېره
چې په خپله جوړه ځاله کې دمه شې
چې پرخپلو شونډوغلې زمزمه شې
لکه ستړې مرغۍ څنډ وهې وزرې
دديوال په ايينه کې ځان ته ګورې
اوکوې له ايينې سره خبرې
دکړکۍ پلو دې ناڅاپه نظرشي
يوصندک به دجادوپه سترګودرشي
تلوسه به دې په زړه کې شي درتېره
خاماخابه دصندک ترڅنګه کېنې
ورته موسکه شه صندک به درته واشي
او په غېږکې به يې شين دسمال پيداشي
پکې غوټه نه لونګ دي نه ګلاب دي
نه نرګس دي او نه نورې دګل پاڼې
خلاصوه يې دخطرپکې څه نه شته
بس يوڅوليونۍ چيغې اوسندرې
يوڅواوښکې څووړې وړې خبرې
چې ته نه وې مابه ستا په يادکولې
ته يې واخله امانت مې درته اېښې
اوس نو ډېره اندېښنه راسره مله ده
دزړه صبر مې لوټي ته وا چې غله ده
نه پوهېږم چې داشين دسمال به څه شي
لکه وران خوب به يې سين ته ورګوزارکړې؟
او که تاوبه يې له غاړې لکه هارکړې؟
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
ښار دهوښيارانو دی اوزه دغره سړی يمه
تورې زولنې راپسې ګرځي ليونی يمهورکې مې تسبې دي دزنځير په کړۍ ذکرکړم
زرځله شهيديمه او زرځله ژوندی يمههره يوه مسره مې بس دتورو وينو لپه ده
نه يمه شاعر دسروغاټولو کنډولی يمهمانه شيشې مه تاووه زه خو څه څراغ نه
يم
نه مرم په طوفان کې عجيبه اور اورکی
يمهتاپه سپينولاسو باندې سين ته
ورګوزارکړمه
کاڼی ومه تور خو اوس له شوقه شين غمی
يمهځان مې په مريو کې دتار غوندې پټ کړی
دی
زه دکومې چټې پرټټرباندې ځونډی يمهکوڼ که وي جرس نو خپل ويده کاروان به
ويښ کړمه
مات به شم په شرنګ دليونی دلاس بنګړی
يمه
٢٠٠٦-٢٦-٥-خيرخانه مېنه کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
داچې مخ يې په غبارباندې سپېره دی
ده ساتلی دهنداروغوندې زړه دیپه ګلونو باندې رنګ او خوشبو ويشي
په اغزيوکې روان لکه اوبه دیخود به ستوري دالهام په خوب کې ګوري
چې سرويږدی يې ګردی کاڼی دغره دیلوندپه اوښکو لکه ستا دباڼوګانو
سور په وينو دجمدرغوندې خو نه دیچې له توروبلاګانويې ډارنه شته
ستادسترګوخواته ناست لکه رانجه دیبدرګه به ترغروبه درسره وي
سترګې وغړوه څرګ دلمرخاته دیچې شي ستړی بيابه ستا پر اوږه کينې
دارمان په دنګ اسمان کې يو مارغه دیخوبولي په زړه ولي چې راويښ شي
دکاروان غزل تر غشي هم تېره دی٢٠٠٦-٣١-٥
غزل بشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
ته چې په خوب کې راځې، ته چې په خيال
کې راځې
سپينې شاهينې وايه،
کله په جال کې راځې؟زه چې ماڼۍ جوړوم،
دتصور ددنيا
په هره خښته کې ته،
په هرديوال کې راځېدبنګړوشرنګ دې خيژي،
له پايزېبونوسره
دپښتنوکلي ته،
په وريښمين شال کې راځېدسنځل ګلووږمې،
دګلابونوغونچې
هم په هنرکې راځې،
هم په کمال کې راځېوزير دعقل مې خورې،
شطرنج دمينې کوې
چې کشت مات راکوې،
په کوم يوچال کې راځې؟ترسپوږمۍ سپين کاغذه،
پرتاسندره ليکم
تابه رانيسمه ترې،
که په شمال کې راځېراشه ځواب شه زما،
ښکلی کتاب شه زما
زه بې ځوابه يمه،
په هريوسوال کې راځېزه چې شراب راواخلم،
نشه نشه پکې ته
زه چې رباب راواخلم،
په سروتال کې راځېنری باران يې زما،
لمر داسمان يې زما
دتوروغرونوپرسر،
په زرغونټال کې راځېزه چې لمانځه ته روان،
دخدای کاله ته روان
په ترنم ترنم،
غږدبلال کې راځېپه زړه مې چک لګوې،
لکه غزل دکاروان
اخ دلونګوغوټې،
په شنه دسمال کې راځې١٧-١٢-٠٠٣کابل خيرخانه مېنه
غزل بشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
موسکه شه جانانه ستا دمړواوښکوپه شان
يم
راشه زرغونټال مې شه نری نری باران يمراشه دځلاندوسترګووالې توره شپه ده
لاره رانه ورکه مسافردبيابان يمښکل دې چې پرټنډه کړمه ښکل دې چې سجدې
کړم
خال مې کړه پرټنډه چې ددوو
وروځوترميان يمته زما اختر زما سبب دخوشحالۍ يې
شين مې له خنداکړه يوماشوم غوندې
ارمان يمجاردې له خنداشمه چې شين دې له
خنداکړم
ستاله برکته خودستوروډک اسمان يمستا پرټنډه پريوتم پرځان مې شک پيداشو
ګوره چې کاروان يم که ستاڅړيکه
دپېزوان يم٩-٤-٠٠٤کابل خيرخانه مېنه
ستا له سندرو نه دشنوغنموبشپړ شعر ولولئ
ستا له سندرو نه دشنوغنمو
پير محمد کاروان
ستا له سندرو نه دشنوغنمو
دغوڅوغوڅوپاڼوبوی راځي
ستاپه نغموکې دماشومې دنيا
شوخي مستي اوهای وهوی راځي
ظالمه تاترلاس نيولی بوتلم
دتېروهېروخاطروڅلي ته
سلګۍ سلګۍ دې کړمه اوښکې دې
کړم
دپتنګانودايروڅلي ته
لکه باران په وچوخاورو ووري
ته يوه نه تشريح کيدونکې خوشبو
خوږ دجانان اوازه جانه زما
يه په رڼوسترګوليدونکې خوشبو
لکه ګلاب چې په سندرو راشي
لکه بلبل چې پرګلابوواوړي
لپه دې ډکه له دعاوينمه
رڼې اوبه دې پر شرابو واوړې
ستا په اوازکې سادګې روانه
له زړه راځي دزړونوتل کې ګرځي
لکه ازادې دطبعيت زمزمې
دګورو ونو په ځنګل کې ګرځي٨٤-جوزا-٣١کابل خيرخانه مېنه
دحوا لورې جنت راسرهبشپړ شعر ولولئ
دحوا لورې جنت راسره
پير محمد کاروان
دحوا لورې جنت راسره
پرېږدهچې پيدامې کړې دخيال
په شنه اسمان کې
ترهلال نه هم نازکه وې نرۍ وې
کليمه به مې ويله درکتل مې
ښايسته لکه هيکل دښاپېرۍ وې
دشفق پرسره غونډۍ به راختلې
شپه په شپه به لويېدلې سپوږمکۍ وې
اخر داچې زما زړه ته شوې راکوزه
وکمال ته رسيدلې وې سپوږمۍ وې
زما اوښکې دې په ستوروکړې بدلې
زما ژوند دې دشينکي اسمان په څېرکړ
دلاهوت په خوشحاليوکې دې ډوب کړم
دغمجنې ځمکې غم دې رانه هېرکړ
له سندروبه يې ډکه لمن راوړه
زماخيال دې جنتونوته ورتېرکړ
سره ګډ مو وو ځنبل دبڼوګانو
زمازړه دې له خپل زړه سره کوشېرکړ
خوپه ورو ورو مې په زړه کې شوې په
تنګه
دخپل ښکارپه وينو سرې شاهينې لاړه
اوس نو درسته شپه له خپله درده ويښ يم
دشفق پرغونډۍ ناستې مينې لاړې
وی سپوږمۍ خوپه څوشپوکې سپوږمکۍ شوې
سپينې اوښکې مې درپاتې وينې لاړې
دهلال خواته روانه يې ورکېږې
ستاتغمې په زړه لرم قمچينې لاړې
که رانغلې شې اخر به ترۍ تمه
لږمې غوږپرليونۍ خبروکېږده
دشبنم دڅاڅکوڅاڅکو په شان راشه
بسم الله کړه پښې دستورو پر سرکېږده
زه دې بيا دزړه په ګل کې پټومه
لکه ژوندبه دې توده کړم پکې رېږده
دادم دزوی په غېږه کې سر کېږده
دحوالورې جنت راسره پرېږده
١١-٩-٢٠٠٤کابل خيرخانه مېنه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
ښاپيرۍ زما همزلې ، او نغمې ترما
مشرانې
ښاپيرۍ تر ګرانۍ تيره . خو نغمې
راباندې ګرانېښاپيرۍ په خوب کې ويښي ، او ښاغلي
نغمې راوړي
ښاپيرۍ په ويښه راشي ، خوبولي نغمې
راوړيښاپيرۍ بده بلاه ده ، واښکي واښکې له
تاک واخلي
زما په زړه کې وغزيږې ، رانه واګې
دواک واخليچې منکر شمه له مينې ، دا نو ځان راته
ښکلا کړي
ماشومتوب ته مې را ستون کړي ، افسانې
راته ريښتيا کړيښاپيرۍ د اختر شپه ده ، زه د بر کلي
ماشوم يم
مرګي څو راته نيولی ، خو ژوندی ددې په
نوم يمله بدرنګ جنګ نه مې ساتي ، ښکلي غرونه
رانه تاو کړي
شين د شنو بنګړو له شرنګه ، ساز د
سولي او نياو کړيخو چې وخت د ښکلي جنګ شي ، شنه بنګړي
ايسته ګوزار کړي
د منصور سکنۍ خور شي ، سپينې ليچې
راته دار کړيزه يې توري د غزل کړم ، د لونګو دا يې
راکړي
خو چې وږی د مستۍ شم ، د شنو بنګو
دانې راکړيما د ډول په غږ کې نغاړي ، ګړنګونو له
مې يوسي
د نغمو مسته څپه شي ، غورځنګونو له مې
يوسيښاپيرۍ له قافه راغله ، زمونږ کلی ور
معلوم دی
په لجرومه کې يې کښلي ، په وريښمو زما
نوم دیپه لمانځه چې ودريږم رکعتونه را نه
هير شي
ښاپيرۍ مې زړه ته راشي ، جنتونه رانه
هير شيښاپيرۍ د ګلو ونه د غو ټۍ نظر به
راکړي
ښاپيرۍ سخي ملنګه ، د خولګۍ نظر به
راکړيښاپيرۍ د شعر الهام شي ، کله کله تری
تم شي
د زمري غوندې يې څارم ، ښاپيرۍ د هوسۍ
رم شيښاپيرۍ کلي ته راغله ، ښاپيرۍ به غره
ته بوځم
ښاپيرۍ د مينې تنده ، ښاپيرۍ به زړه
ته بوځمد رحمت ورېځي راغلي ، پر ځنګل به
باران وشي
ښاپيرۍ تر کوچو سپينه ، تکه سپينه غوا
به لوشيښاپيرۍ بيګاه ته راشه ، اوس مې ښه
کاروبار جوړ دی
په زرګرې شپې مې تاته ، نن له ستورو
نه هار جوړ دیښاپيرۍ زما استاذه ، پر غزلو يې لاس
بر دی
راښودلی يې په خوب کې ، د سندرو
پيغمبر دیښاپيرۍ مې سپينه بازه ، شين د زړه
کوتر مې وخوري
په پنجو کې مې ور ټول کړي ، په هنر
هنر مې وخوريښاپيرۍ په سفر ځمه ، د خبرو څوری
راکړه
خاماخا که شين طوطي شوم ، د شکرو څوری
راکړهښاپيرۍ مراقبه شوه ، ښاپيرۍ خبرې
پريښوې
مروره رانه ګرځې ، ترې نه مات مې يو
بنګړی دی
ښاپيرۍ ته ملامت يم ، ترې شکولی می
ځونډی دیکچ او کيچ يې وړم د ليچو ، شنه بنګړي
به ورته راوړم
د لونګو دمريو ، ډک ځونډي به ورته
راوړمچې له ځان سره روان شم ، ښاپيرۍ را
سره مله شي
د ستړيا متاع مې لوټ کړي ، مهربانه
غوندې غله شيکه نړیۍ مې مخالفه ، ښاپيرۍ مې په طرف
ده
چې امامه د ګلونو ، او رڼو پرخو د صف
دهد اخلاص څپيړې ورکړم ، چې کوم ديو د
وسواس راشي
زه چې دومره رياضت کړم ، ښاپيرۍ به په
لاس راشيښاپيرۍ رنګونه راکړه ، سرو غاټولو
رانه غوښتي
ګلابونو او نرګسو ، آن چې ټولو رانه
غوښتيښاپيرۍ په غنم لو کې ، زمونږ بر کلي
ته راشي
د حجرو د جوماتونو ، د ګودر کلي ته
راشيږلۍ بند له کلي تاو کړي ، شين قرآن په
غيږ کې واخلي
زمونږ کلی به د امن ، او ايمان په غيږ
کې واخلياوس به ول د څڼو راکړي ، لو کومه ملا
تړمه
يوګيډۍ قبوله شوې ، په آمين دعا تړمهنور قلم به مې سور ګل شي ، په خوږ لاس
کې مې کرلی
ښاپيرۍ په شين دسمال دې ، غوڅ ور غوی
را تړلیکه له تندې مرمه مرمه ، که ژوندون
سراب سراب شي
مرغلره خوله به راکړي ، ښاپيرۍ به شين
درياب شي