د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه

غزل  


موسکه شه جانانه ستا دمړواوښکوپه شان يم
راشه زرغونټال مې شه نری نری باران يم

راشه دځلاندوسترګووالې توره شپه ده
لاره رانه ورکه مسافردبيابان يم

ښکل دې چې پرټنډه کړمه ښکل دې چې سجدې کړم
خال مې کړه پرټنډه چې ددوو وروځوترميان يم

ته زما اختر زما سبب دخوشحالۍ يې
شين مې له خنداکړه يوماشوم غوندې ارمان يم

جاردې له خنداشمه چې شين دې له خنداکړم
ستاله برکته خودستوروډک اسمان يم

ستا پرټنډه پريوتم پرځان مې شک پيداشو
ګوره چې کاروان يم که ستاڅړيکه دپېزوان يم

٩-٤-٠٠٤کابل خيرخانه مېنه

د شاعر نور شعرونه ←