د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه

غزل  


ته چې په خوب کې راځې، ته چې په خيال کې راځې
سپينې شاهينې وايه، کله په جال کې راځې؟

زه چې ماڼۍ جوړوم، دتصور ددنيا
په هره خښته کې ته، په هرديوال کې راځې

دبنګړوشرنګ دې خيژي، له پايزېبونوسره
دپښتنوکلي ته، په وريښمين شال کې راځې

دسنځل ګلووږمې، دګلابونوغونچې
هم په هنرکې راځې، هم په کمال کې راځې

وزير دعقل مې خورې، شطرنج دمينې کوې
چې کشت مات راکوې، په کوم يوچال کې راځې؟

ترسپوږمۍ سپين کاغذه، پرتاسندره ليکم
تابه رانيسمه ترې، که په شمال کې راځې

راشه ځواب شه زما، ښکلی کتاب شه زما
زه بې ځوابه يمه، په هريوسوال کې راځې

زه چې شراب راواخلم، نشه نشه پکې ته
زه چې رباب راواخلم، په سروتال کې راځې

نری باران يې زما، لمر داسمان يې زما
دتوروغرونوپرسر، په زرغونټال کې راځې

زه چې لمانځه ته روان، دخدای کاله ته روان
په ترنم ترنم، غږدبلال کې راځې

په زړه مې چک لګوې، لکه غزل دکاروان
اخ دلونګوغوټې، په شنه دسمال کې راځې

١٧-١٢-٠٠٣کابل خيرخانه مېنه

د شاعر نور شعرونه ←