پښتو ادب · شاعران
پير محمد کاروان
د پير محمد کاروان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د کاروان صاحب چاپ شوي اثار:
۱- له ماښامه تر ماښامه - د شعرونو لومړۍ ټولګه
۲- له نرګسه تر نرګسه - د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه
۳- چنار خبرې کوي - د شعرونو دوهمه ټولګه
۴- د ښاپېرۍ ورغوی - د شعرونو درېيمه ټولګه (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)
۵- غره ته روان سړی - د لنډو کيسو دوهمه ټولګه
۶- زرزري وزرې - د شعرونو څلورمه ټولګه
شعرونه
110 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
نه ددې وطن پاچا ګڼمه پیر
نه مرید یمه د کوم یوه وزیر
نه مین یمه په ډلو په ټپلو
ایله یمه د وطن سترګو ته ځیر
شوکې شوکې زخم زخم تن یې ژاړم
ته به وایې سپو داړلی دی فقیر
وطنوال مې چې هر څه وایي قربان یې
لېونۍ خبرې وي د جنګ تاثیر
دا چې زوی یې یا عسکر دی یا طالب دی
ور شریک یې یم د بُورې مور په ویر
ته چې ځان ته وایې پوه نو په دې پوه شه
له خبرو نه دې مه جوړوه تیر
ما ایمان دی پر قرآن باندې راوړی
منکر نه یم له نغمو د مزامیر
چې له طنزه راته څه وایې ستا کار دی
زه د لویو نامو نه یم دعوه ګیر
وران خوبونه کاروان ولېدل په جنګ کې
خدایه ته خو یې بس امن کړې تعبیر
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
پر آسماني کمیس دې سپینه ستاره ووهه
مسته مطربه شه د سولې نغاره ووهه
له جنګه ستړي په غورځنګ او په څپو راوله
ته هم دوره ورسره ورو په کناره ووهه
ژڼي را پاڅوه په یوه ټپه اتڼ ته د ژوند
د یاقربان او یکه زار مسته ناره ووهه
چې په وطن کې یې ډولۍ واخلو د امن په ورځ
پر ټټر سره ځونډي د ناوې آواره ووهه
ها پر سپوږمۍ باندې مین ستوری په یاد خو دې دی
هغه ته زنګ تېر کړه د زیري شُماره ووهه
کړه مرور سره پخلا خو چې بیا نه شي جدا
ورکړه قسم دوی په آخره سیپاره ووهه
پاس په هوا یې کړه د جشنِ استقلال په شېبه
نقش د غازي امان پر هره غباره ووهه
د خیال پَري مې، د کاروان دا د دردونو تصویر
آن په طواف کې د حرم پر مناره ووهه
۲۹ سرطان ۱۳۹۸
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
رنګا رنګه ښاپېرۍ مې دي تر څنګه
راته وایي چې نغمې وایه ملنګه
د رنګینو جامو والې دا دعا ده
وې ګلونو کې روان اوسې اوبرنګه
پاس د مټ په سره ځونډي کې یې چې زانګې
بختور خو یې په دې توره لونګه
د حسود له دې ځیږو خبرو جار جار
زما زړه چې په رېګمال وهي له زنګه
خویندې میندې یې یادېږي خدایه امن
د وطن زلمي مې ستړي دي له جنګه
خپل خپلوان دې جنګه ووېشل په ډلو
مخ پناه کړه له دې کلي نه بدرنګه
د وطن اروا مې وساتې خاونده
د ګړنګ پر ژۍ ولاړه ونه دنګه
چې رېښې یې سمندر ته ورسېږي
د ښوون ونه دې خدای نه کړي را ړنګه
پیر بابا رباب واهه ناره یې وکړه
وې کاروانه و خو مه غورځې له شرنګه
۲۸ سرطان ۱۳۹۸ کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
پر ما میَنه شوه د خیال ښاپېرۍ وا عالمه
ویې نمانځلم په دویمه ځوانۍ وا عالمه
میناتوري مې د زړګي پر پاڼه نوې کوي
په کې نغمه یې مجسمه نرۍ وا عالمه
ګلپاڼې ستا یې راته توري د شعر وا ګلابه
ماته یې راکړه د نرګسو نړۍ وا عالمه
راته را ویښ یې کړل دانه دانه ماشوم خوبونه
راته موسکي یې کړل ګړۍ په ګړۍ وا عالمه
د سپوږمۍ شپه ده د سوما د ګلو جشن ته ځو
را سره مل ده د غزل روهېلۍ وا عالمه
رنګ و خوشبو یې سره ګډ، وایي نغمې پې لیکه
راته یې ډکې د باران شیشه ګۍ وا عالمه
کړمه کاروان یې د شعرونو د زرغون سمندر
له سُر و تال یې راته جوړه بېړۍ وا عالمه
۲۹ سرطان ۱۳۹۸ کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
یو کیف دی یو سُرور دی یو زړګی پلی روان دی
غزل غزل فضا ده په کې دی پلی روان دی
د زړه دا نرۍ پاڼې مې نرۍ نرۍ خوږېږي
پر هره یوه پاڼه یو مېږی پلی روان دی
ژوندون یوه نرګس ته په موسکا په ځیر ځیر ګوري
تر څنګ یې د رڼو اوبو لښتی پلی روان دی
پر زړه به یې څوک واوره پاغونده پاغونده وُري
په ټکنده غرمه کې لېونی پلی روان دی
کاروانه په غزل دې داسې روح تازه شي ته وا
د پرخو په چمن کې چې سړی پلی روان دی
۳۱ سرطان ۱۳۹۸ کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
د سپوږمۍ شپه ده دعاګانې د باران کومه
په یوه ازغن سړي د سره ګلاب ګومان کومه
د لاس تڼاکې که را ماتې هم کړي خوند به وکړي
پر څانګه څانګه یې غوټۍ د اطمینان کومه
غوټۍ به و غوړېږي ګل ګل به د، روغې راوړي
ربه بری راکړې تابیا د امتحان کومه
ګوندې له ستورو ځینې واورم سپین د سولې سرود
شپې د مرغۍ غوندې د غره پر ارغوان کومه
بدرنګه جنګ د مؤذن پر مرۍ پښه اېښې ده
د سحر لمونځ د بلبلانو په اذان کومه
خدایه کاروان د یوسفي کمیس قاصد ولرې
د سترګو غم د خپل یعقوب افغانستان کومه
۲- اسد – ۱۳۹۸- کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
دم غنیمت بویه ګوره دا موسم به بیا نه وي
مینه کوه شنه هوا او شنه غنم به بیا نه وي
مینې نن دې وخت دی را زرغونه یې تر منځه شه
وخت به تېر، وي ستا حوا او ستا آدم به بیا نه وي
ماته به شپېلۍ وي د شپانه نغمې به غلې وي
ګوتې چې په زړونو وهي زیرو بم به بیا نه وي
اوس په آس د عمر د ښکلا مزلې ووهه
تل به په یرغه نه وي قدم قدم به بیا نه وي
یه سخي ملنګه د جونګړې ور دې خلاص لره
نه به مونده کېږي یاران چای چلم به بیا نه وي
نن یې ښکلوه ګله اروا تروتازه ساته
ورېځې به باد وړې وي دا پوست شبنم به بیا نه وي
رایشه یو څو شېبې یې واوره ګلابي غزل
ګل به د اینځر شي د کاروان قلم به بیا نه وي
۱ قوس ۱۳۹۸ کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
له ګلابونو له نرګسو به یې ښکلې وایم
که سوله راغله زه به دغسې غزلې وایم
د چا له سترګو به کړم ډک راته کنډول د غاټول
د چا و څڼو ته به څانګې د سنځلې وایم
لکه د غره تنځری چڼ به کوم چڼ به کوم
پر دنګو څوکو به د شنو درو بدلې وایم
له دعاګانو به مې لپه ډکه ډکه لرم
نه به ښېرې کومه نه به هم کنځلې وایم
هر یوه ګل به وي په لاس کې راته غوږ نیولی
خوږه پښتو به بس په ژبه د بلبلې وایم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
خلک روان دي ځي د نوې هوښیارۍ په طرف
زه لا ولاړ یمه د مینې لېونۍ په طرف
ماته د مینې د جمال خالق په مخه راځي
باور مې دی چې دی زما د شاعرۍ په طرف
د زړبودۍ د بم په سرو تیږو مې پښه لګېده
په تللیو پلونو بېرته راغلم د ځوانۍ په طرف
یوې مطربې مې زړګی ، کړو سریندې ته ځونډی
نغمه نغمه ګرځي په تار تار د لیندۍ په طرف
زه د مورَکې وطن غېږه په مرګ نه پرېږدمه
دوی دې خواره واره روان وي د نړۍ په طرف
په شنه ورېښم مې چاودې پوندې ګنډم ځمه روان
د جنګ اغزیو کې د امن د غوټۍ په طرف
کاروان یو مخ لري خو دوې سترګې یې دوه طرفه
هم د غروب د لمر په خوا هم د سپوږمۍ په طرف
۲ عقرب ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
لمونځ د شکرانې کوه یار دا دنیا هم ښکلې ده
دلته له آدم سره حوا بي بي راغلې ده
کیف د جنتونو یې په لپو کې راوړی وو
دا ماشومه ځمکه یې په مینه پرې مینځلې ده
دلته د مریم او د عیسی زلفو خوشبو خوره
دې دنیا خوږه د محمد موسکا لېدلې ده
دا رنګونه ټول په زړه کې و نغاړه مین اوسه
هره شېبه ستا معشوقه تاته موسېدلې ده
بیا یو ځل ماشوم شه د مورَکې الاهو واوره
دا نغمه چې اورې په جنت کې غږېدلې ده
دا ماشومان ګورې د جنت د بڼ طوطیان به وي
ځمکه یې چغار لره په کټ کټ خندېدلې ده
ستا پر سوي زړه چې پاغوندې غوندې نغمه راغله
نوشِ جان کاروانه څه خوږه را ورېدلې ده
۲ قوس ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل