افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
نه ددې وطن پاچا ګڼمه پیر
نه مرید یمه د کوم یوه وزیر
نه مین یمه په ډلو په ټپلو
ایله یمه د وطن سترګو ته ځیر
شوکې شوکې زخم زخم تن یې ژاړم
ته به وایې سپو داړلی دی فقیر
وطنوال مې چې هر څه وایي قربان یې
لېونۍ خبرې وي د جنګ تاثیر
دا چې زوی یې یا عسکر دی یا طالب دی
ور شریک یې یم د بُورې مور په ویر
ته چې ځان ته وایې پوه نو په دې پوه شه
له خبرو نه دې مه جوړوه تیر
ما ایمان دی پر قرآن باندې راوړی
منکر نه یم له نغمو د مزامیر
چې له طنزه راته څه وایې ستا کار دی
زه د لویو نامو نه یم دعوه ګیر
وران خوبونه کاروان ولېدل په جنګ کې
خدایه ته خو یې بس امن کړې تعبیر