پښتو ادب · شاعران
پير محمد کاروان
د پير محمد کاروان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د کاروان صاحب چاپ شوي اثار:
۱- له ماښامه تر ماښامه - د شعرونو لومړۍ ټولګه
۲- له نرګسه تر نرګسه - د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه
۳- چنار خبرې کوي - د شعرونو دوهمه ټولګه
۴- د ښاپېرۍ ورغوی - د شعرونو درېيمه ټولګه (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)
۵- غره ته روان سړی - د لنډو کيسو دوهمه ټولګه
۶- زرزري وزرې - د شعرونو څلورمه ټولګه
شعرونه
110 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
يو څو ښکلي رندان به ميخانې ته راولو
لښکر ګلان به للمې زمانې ته راولو
ما زړه ستا د وعدو د لاسه شين راوړی دی
ستا سپينه خولګکۍ به بهانې ته راولو
شپه راغله ځئ وزرې د رڼا ورواغوندو
ډيوه به وزر سوې پروانې ته راولو
ياديږي مې نن بيا د نيزه بازو نجونو جنګ
د چا ملالې سترګې يارانې ته راولو
ديوان به راګوزار کړو د تخت له سلېمان
رښتينې ښاپيرۍ به افسانې ته راولو
جنډې د سخي جان به مې جانان ورپوي
سرتېري ملنګان به نذرانې ته راولو
چې پرې کړي د مغُلو د بتانو کپرۍ
پښتون د ازر زوی به بتخانې ته راولو
د غرونو، د ځنګلونو دی ګډا ته شوی زړه
"کاروان" به يوې مستې ترانې ته راولو
۱۹۹۸/۵/۲۲ پېښور
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
راشه چې نغمې کړو سره ګډې ربابونه شو
راشه سره ولولو د شعر کتابونه شو
راشه چې باڼه پر بڼو کېږدو سترګې سترګې شو
راشه دا ځنګړې کړو خړوبې دريابونه شو
راشه چې لاسونه د شغلو کړود يو بل نه تاو
راشه ځو جوړه جوړه آسمان ته شهابونه شو
راشه د دعا په شونډو ښکل د يزدان شونډې
کړو
راشه چې سجدې شو ښکلي ښکلي ثوابونه شو
راشه پټ پټانی شو او يو بل سره بيامومو
راشه سوال د مينې شو د مينې ځوابونه شو
راشه چې د روح پر للمو وکړو د نغمو باران
راشه چې يو بل ته مطربان شو مضرابونه شو
راشه د (رحمان) پر غزلونو تندې ماتې کړو
راشه هسې نه چې درواغجن شو سرابونه شو
راشه چې " کاروان" مو د خُمار له خوبه پاڅوو
راشه چې یو بل ته هم ساقي هم شرابونه شو
۱/۱/۱۳۷۳
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
راشه د رحمت بارانه ښار اخستی اور دی
ژوند لکه د کلي د چنار اخستی اور دی
راشئ زما اوښکې ورله يوسئ بلبلانو
سوزي درنه ښکلي لاله زار اخستی اور دی
نه يې د چا لاس لکه امېل د غاړې تاو شو
غاړه کې يې خپل د غاړې هار اخستی اور دی
وچې شونډې ګرځئ بدبختانو ميخوارانو
اوښکې د انګور وسوې انار اخستی اور دی
لرې شه لمنه به دې وسوزي طبيبه
پرې يې ږده چې څه کيږي پرهار اخستی اور دی
ما وې ګلابي جامونه راکړه راته وې يې
وار وکړه تلوار مکړه ستا وار اخستی اور دی
سوې د "کاروان" سندرې چا په زمزمه کړې
ګوتې د مطرب وسوې شاتار اخستی اور دی
پېښور، ۱۹۹۵/۱۲/۲۹
شاعرانه ارواوېبشپړ شعر ولولئ
شاعرانه ارواوې
پير محمد کاروان
شاعرانه ارواوې
زما او ستا شاعرانه ارواوې
لکه همځولي ګاونډي ماشومان
له يو بل پټ شي پټپټانی کوي
د خيال په ړنګو کنډوالو کې ګرځي
زما او ستا شاعرانه ارواوې
لکه دوې خويندې ښاپيرۍ په افسانو کې ګرځي
لکه دوې ستړې اوښکې
سترګو ته نه راځي په زړو کې اوسي
لکه دوې غبرګې او خوږې سندرې
د زير و بم په جزيرو کې ګرځي
زما او ستا شاعرانه ارواوې
لکه درانه پښتانه
په غم ښادۍ کې په جومات او په حجرو کې
ګرځي
په مرکو او په جرګو کې ګرځي
لکه مين او لېوني شاعران
په پښتني مشاعرو کې ګرځي
لکه د خدای د لارې دوه شهيدان
په ښکليو - ښکليو جنتو کې ګرځي
زما او ستا شاعرانه ارواوې
لکه جوړه پتنګان
د زيارتونو د ډيوو په سرو لمبو کې ګرځي
لکه جوړه شرابيان
په ميکدو کې ګرځي
دومره د يو بل سره مينه کوي
چې آن د يو بل په خوبو کې ګرځي
خو زه او ته له يو بل لرې ګرځو
لکه د يوې پېړۍ او بلې پېړۍ دوه شاعران
لکه د لر او بر په يو او بل مين شاعران
چې د نغمو په ګوتو خدای يادوي
خو په تسپو نه، د بېلتون د ځنځيرو په کړۍ
پېښور، ۵/۱۰/۱۹۹۳
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
غزل
ستوري خاندي ستوري ژاړي خبر نه يم؟
دوی راځي؟ که ما ورغواړي خبر نه يم؟
ورځې شپې دي برګې سترګې؟ که پړانګان؟
راته موسکې؟ که مې داړي خبر نه يم؟
چې زما د زړه د جام شراب يې نوش دي
پښېمان دي ؟ او که وياړي خبر نه يم؟
زما زړه ماتوي دوی به چېرې اوسي
دا غمونه کور ويجاړي خبر نه يم؟
دا ميهن غزل به څوک وايي " کاروانه"؟
بلبلان ؟ که سندرغاړي خبر نه يم؟
شنبه/۵/۱۹۹۹ پېښور
بشپړ شعر ولولئ
پير محمد کاروان
ټول مرور دي
ټول مرور دي نوم د کوم يوه په جام وليکم؟
د ميخانې په دروازه چاته سلام وليکم؟
د باز بڼکه به قلم کړمه د غشي پرځای
مضمون د مينې به کوترو ته د بام وليکم
خو ستا د سترګو په خاطر زړه ماتوم د ګلاب
ګلان دې صف شي چې نرګس ورته امام وليکم
دا چې د غشي جوړېدلو ډاډ قلم راکړی
د ديو په وينو به داستان د ګل
اندام وليکم
يو څوک خو شته چې زړه ته ټک لکه لړم راکوي
د زهرو ذکر به يې ورو - ورو په آرام وليکم
" کاروانه"
! نه يې مني خو به خامخا وي پکې
که د غزل هره مصره لکه خيام وليکم
۱۳ / ۶ / ۱۹۹۹
پېښور
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه
لري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري
مارغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې
وکړي
غر مو نښتر نه لري ، کلی مو چنار نه
لري
مينې ګيله په
غريو نيولي انداز داسې وکړه:
- خلک پخپلو کارو بوخت دي په ما کار نه
لري
خپلو تارو نه يې سندرو ته زندۍ جوړيږي
کوم يو رباب چې مطرب نه لري، شاتار نه لري
څڼو ته څنډ ورکړه چې خلک په رڼا پسې مري
د کلي لمر تندر نيولی دی سهار نه لري
راشه څاروان يې شه "کاروان"
يې کړه د ذوق لېوني
په غرونو سر دي د سندرو ښار ته لار نه لري
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پير محمد کاروان
غزل
يو پياده د حسن دې اشنا څنګه شامات کړمه
زړه د چا شاعر وم د بنګړي غوندې دې مات
کړمه
ستا د ياد غزل به په شډلو تورو نه ليکم
جوړ به له نرګسو له ګلابو نه لغات کړمه
تريخ د کلاب ګل ومه خو تا په غېږ کې
واخيستم
اوس مې ، ملکې په خلکو خورې زه خو دې شات
کړمه
ما سره ياري به ستا د حسن طالبان کوي
عشق د ابدالي يم تا به رام لکه هرات کړمه
اوس يې د حافظ په غزلونو کې په فال نيسم
خدايه ! وايه تا مين په څه شاخ نبات
کړمه
ټول به مې د عشق د پيغمبر امتي ومني
تا چې يو حديث د پاکې مينې د مشکات کړمه
لږ شه پښه نيولي د "کاروان" د تخيل
سروش
زه چې د خپل زړه دننه
مات لات و منات کړمه
پېښور، ۱۶/ ۱۲ / ۱۹۹۵
افغبشپړ شعر ولولئ
افغ
پير محمد کاروان
د شپې ماشوم شمه زه
کله چې لمر په کلي سر ووهي
او شپه د وړانګو په خنجر ووهي
په تودو شوندو پيزوانونه ښکل کړي
زرين ﻻسونه پرګودر ووهي
چې ماشومان په قلمي ګوتو په سپينو کاغذي ﻻسونو
تورې تختې راواخلي
په ببلي ژبو الف ووايي ،بې ووايي،تې راوخلي
ماته رايادې شي ماشومې شېبې
کلی،ګودر او د ګودر له غاړې
اخوا په برم ولاړ يو شين چنار يو ښکلی چنار
د چنار لاندې يو وړوکی جومات
چې محراب و اوبو وړی او ممبر يې نه و
کولپ او زنځير خو يې پر ځای پرېږده چې ور يې نه و
فرش يې د خوړ پستوکې شګې وې ټغر يې نه و
چې هر سحر به لمر له پورې غره راوشړل
دوړانګو غشي
د چنار لاندې په اوبو کې به خورې شوې
د طاووس بڼکې
مونږ به هم راغلو لکه سيل راشې د شنو توتيانو
د چنار ډډې ته پر توره تخته سپين ليکونه
پر مونږ خواږه لکه د قند او د نبات لګېدل
زړه راته وايي پاڅه بيا ماشوم شه
ما په کتار د ماشومانو کې پريږدي کله څوک
غواړم ماشوم شم او پر توره تخته
نوم مې د هغه جانان وليکمه
چې اول ټکی يې اخيستی دی د خدای له نامه
غواړم ماشوم شمه او ټولي تختې
د خپل جانان په نامه ډکې کړمه
خو زه له خپل عمر شرميږم
ماشومانو ته ورتللی نه شم
په جګو سترګو ماشومانو ته کتلی نه شم
ځکه زما همزولي
د ماشومانو کوټڼۍ ړنګوي
قلم تختې او مشواڼۍ ماتوي
او په لوی لاس ترينه ماشومه دنياګۍ ړنګوي
په سپينه ورځ له ماشومانو نه په څنګ تېرېږم
خو شپه!.....قربان يې شمه څومره پرده پوښه ده شپه
ماشومان ټول په خوب ويده وي او زه
له ماشومانو نه په غلا
او پټ په پټه په ماشوم بدل شم
او زه ماشوم شمه د اوښکو په ماشومو ګوتو
د سپينو ستورو تباشير را واخلم
د شپې پر توره تخته
نوم د جانان وليکم
وليکم
د غرونو خلک يو...بشپړ شعر ولولئ
د غرونو خلک يو...
پير محمد کاروان
د خدای مارغان راځي نغمې د ملکوت غږويمطرب ته اړ نه يو او ذکـــــــــــــر د ستار نه کوو
د ســــر قاتل ته هم ســــلام کوو سلام يــې اخلوولو يې مخــامخ له شانه پرې ګوزار نه کوو
په ستن کې تار شو اچلوی د سپــــــوږمۍ په رڼاڅراغ کې تېل نه سيزو دا د تـاوان کار نه کوو
له پړانګ څرمنه اړوو چې لنګې غواوې داړيپر څانګې ناستې مرغکۍ د کــــاڼي وار نه کوو
پير محمد کاروان