د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه

غزل

غزل

يو پياده د حسن دې اشنا څنګه شامات کړمه
زړه د چا شاعر وم د بنګړي غوندې دې مات کړمه

ستا د ياد غزل به په شډلو تورو نه ليکم
جوړ به له نرګسو له ګلابو نه لغات کړمه

تريخ د کلاب ګل ومه خو تا په غېږ کې واخيستم
اوس مې ، ملکې په خلکو خورې زه خو دې شات کړمه

ما سره ياري به ستا د حسن طالبان کوي
عشق د ابدالي يم تا به رام لکه هرات کړمه

اوس يې د حافظ په غزلونو کې په فال نيسم
خدايه ! وايه تا  مين په څه شاخ نبات کړمه

ټول به مې د عشق د پيغمبر امتي ومني
تا چې يو حديث د پاکې مينې د مشکات کړمه

لږ شه پښه نيولي د "کاروان"  د تخيل سروش
زه  چې د خپل  زړه دننه  مات لات و منات کړمه

پېښور، ۱۶/ ۱۲ / ۱۹۹۵

د شاعر نور شعرونه ←