د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه

غزل

وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري
منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري

مارغان دې راشي زموږ  لپو کې دې ځالې وکړي
غر مو نښتر نه لري ،  کلی مو چنار نه لري

مينې ګيله  په غريو نيولي انداز داسې وکړه:
- خلک پخپلو کارو بوخت دي په ما کار نه لري

خپلو تارو نه يې سندرو ته زندۍ جوړيږي
کوم يو رباب چې مطرب نه لري، شاتار نه لري

څڼو ته څنډ ورکړه چې خلک په رڼا پسې مري
د کلي لمر تندر نيولی دی سهار نه لري

راشه څاروان يې شه "کاروان" يې کړه د ذوق لېوني
په غرونو سر دي د سندرو ښار ته لار نه لري

د شاعر نور شعرونه ←