د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه

    

     ټول مرور دي

ټول مرور دي نوم د کوم يوه په جام وليکم؟
د ميخانې په دروازه چاته سلام وليکم؟

د باز بڼکه به قلم کړمه د غشي پرځای
مضمون د مينې به کوترو ته د بام وليکم

خو ستا د سترګو په خاطر زړه ماتوم د ګلاب
ګلان دې صف شي چې نرګس ورته امام وليکم

دا چې د غشي جوړېدلو ډاډ قلم راکړی
د  ديو  په وينو به داستان د ګل اندام وليکم

يو څوک خو شته چې زړه ته ټک لکه لړم راکوي
د زهرو ذکر به يې ورو - ورو په آرام وليکم

"   کاروانه" ! نه يې مني خو به خامخا وي پکې
که د غزل هره مصره لکه خيام وليکم

۱۳ / ۶ / ۱۹۹۹      پېښور

د شاعر نور شعرونه ←