د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

پير محمد کاروان

د پير محمد کاروان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د کاروان صاحب چاپ شوي اثار:

۱- له ماښامه تر ماښامه  - د شعرونو لومړۍ  ټولګه

۲- له نرګسه تر نرګسه - د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه 

۳- چنار خبرې کوي  -  د شعرونو دوهمه ټولګه

۴- د ښاپېرۍ ورغوی - د شعرونو  درېيمه ټولګه (زمونږ دکتابتون برخه کې يې ولولئ.)

۵- غره  ته روان سړی - د لنډو کيسو دوهمه ټولګه 

۶- زرزري وزرې - د شعرونو څلورمه ټولګه 

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

110 خپاره شوي شعرونه

ماشوم جنتبشپړ شعر ولولئ

ماشوم جنت

پير محمد کاروان



کاشکې زه ماشوم وای او ته
هم ګلې ماشومه وای
ناز دې را معلوم وای او غوسه مې در معلومه
وای
زه کله سخي وای کله شوم تر اندازې نه زيات
ته کله سخي وای کله سخته ډېره شومه وای
ا خوا مې کتلي وای او دېخوا مې کتلي وای
کور کې مې له څټې نه په غلا غنم ايستلي
وای
منډه مې اخيستې تر دکان مې تښتولي وای
ځان ته پتاسې تاته بنګړي مې را نيولي وای
ستا نري مړوند ته مې په ناز در اچولي وای
درې څلور دې مات وای پنځه شپږ دې شرنګولي
وای
لاس مې وای زخمي درته په چيغو دې ژړلي وای
زه په ټوپو سر وای او په کټ کټ مې خندلي
وای
تا راسره خلی پرې وای مانه مروره وای
ګوتې دې په غوږ کې اېښې ما کړې خبره وای
ته راته ناڅاپه د پيشو غوندې ببره وای
ښه تېره نوکاره دې پر مخ را برابره وای
دارې دارې وينې مې له مخ را بهيدلې وای
زه په سلګو سر وای او ته ماته ژړيدلې وای
وينې دې زما،د سپين ټيکرې په لمن وچې وای
زر دې وای پخلا رانه اخيستې دې دوه مچې
وای
مخ باندې زما چې څو تنکي زخمونه پاتې وای
ستا پر سپين ټيکري باندې هم سره داغونه
پاتې وای
ما چې پتاسې د څنګ له جېب نه را ايستلې
وای
ستا د خولې اوبه چې په وښکو را بهيدلې وای
زر مې پتاسه په سر د ژبې را ايستلې وای
ستا خوله کې مې اېښې وای په خوند خوند دې
ځبېښلې وای
بله ورځ چې ته هم په غلا کورته ننوتې وای
اخوا دې لاسونه غورځولي او هم لتې وای
چرګې دې خورې وای او ويشتلې دې په ګټې وای
څو دانې هګۍ دې له سينو نه ترې را پټې وای
لار کې څو دانې وای درنه ماتې څو در پاتې
وای
ژاولې دې اخيستې وای غاښونو کې دې ماتې
وای
خوله کې دې را تاوې وای او خرچ دې ترې
ايستلی وای
نه دې راکولای ماته زه دې ځورولی وای
ما درته زارۍ کولای تا سر خوځولی وای
خوله دې رانږدې وای زما غوښتنه دې منلې
وای
ژاولې وای درپاتې او ستا ژبه مې چيچلې وای
ته چې په ژړا ژړا تر کوره تښتيدلې وای
مورته دې زما شيطانۍ يو په يو ښودلې وای
مور دې د زمرۍ غوندې له کوره راوتلې وای
ستا د مور څپيړې مې پر مخ باندې خوړلې وای
بيا نو مرور وای يو تر بله ږغيدلی نا
تا به شونډې بوڅې وای او ما به درکتلی نا
بله ورځ چې ستا مېږې پردي فصل کې ګډې وای
تا ورته ژړلی او ستا سترګې رډې بډې وای
تا د شينکي فصل غوندې شنې جامې اغوستې وای
فصل ته ورتلای نه شوای چې مېږې دې راوستې
وای
ما وې مبارک دې شه دا شنې جامې ښايسته
ښکارې
تا وې جنتي شې خو له ما ولې خپه ښکارې؟
ما درته ويلای چې په خوب کې مې ليدې ډېره
زه ژړيدم تاته او ته ماته ژړيدې ډېره
تاوې په خندا چې هغه مېږې راته راوله
زه يې کورته بيايمه او ژر يې ماته راوله
زه په منډه ورغلای دوه درې بارې مې ورانې
وای
مېږې مې په منډه له شنه فصل راروانې وای
يوه غونچه غاټول مې هم په منډه شوکولي وای
ستا دشنه کميس په لونګين کې مې ټومبلي وای
تا چې خپلې مېږې په خندا کورته بېولې وای
ډکې يې غولانځې وای مورجانې دې لوشلې وای
نن يې چې شيدې له نورو ورځو ځنې ډېرې وای
ستا له ماشوم زړه نه مرورې شېبې هېرې وای
مورته دې زما په صفتونو مړېدلی نا
کاشکې دا جنت چې تر قيامته نړېدلی نا

1384-2-26-کابل خيرخانه مېنه
 

ته ازانګه د اذانبشپړ شعر ولولئ

ته ازانګه د اذان

پير محمد کاروان



په غربي
کلي کې تر ټولو ښکلې
نږه سوچه شرقي ترينې نجلۍ
په بل نامه مې زړه اوبه نه څښلې
مينه دې بولمه له مينې نجلۍ
***
کوم لاهوتي ستار په غېږ کې لرې؟
او که خبرې دې خوږې دي ولې؟
جنتي شات به دې ورګډ خو نه وي؟
اخ دا سندرې دې خوږې دي ولې؟
***
هغه د شنو سترګو بازار مې ليده
چې په کې ته لکه حيا ګرځېدې
د امريکې دکليساوو تر څنګ
لکه مروه لکه صفا ګرځېدې
***
ما ستا د خيال ورغوي ډېر کتلي
يو لوی ارمان دې پټ په زړه کې وينم
زما پردېسې د وطن شهزادګۍ
افغانستان دې پټ په زړه کې وينم
***
شور به کوي د کليسا زنګونه
خو ته به څارې ازانګه د اذان
را ويښوې به خوبولي زړونه
ته راته ښکارې ازانګه د اذان
***
د پت پوړنی درنه پاتې نه شي
دا د ګوربت وزر پر سر ګرځوه
د الاهو الاهو ذکر کوه
لاس کې زنځير د پېغمبر ګرځوه

Deleteبشپړ شعر ولولئ

Delete

پير محمد کاروان










په تليفون کې چې د A جدول راوړومه
 نو ستا نامه په کې اول راوځي
 سترګو ته دوه څاڅکي د اوښکو راځي
 له زړه مې سل چينې د ګل راوځي
 د تليفون تڼۍ مې کيکاږله
 زما اواز تر تا در ورسيدو
 تا يې پر ستوني باندې پښه کېښوده
 زما په زړه کې دې تېره ماته ښيښه کېښوده
 ما درته څومره سلامونه وکړل
 خو تا يوځلې هم عليک ونه وې
 په مرحبا مرحبا ستړی شومه
 جانانه تا راته لبيک و نه وې
 په تليفون کې مې چارج ختم کرېډېټ تمام شو
 لکه شاهين پنجو کې وړی کوتر
 سور مې د زړه په وينو سپين سلام شو
 د کمپيوترتر څنګه کېناستمه
 په MSN کې مې ONELINE وليدې
 نو مې يو سور ګلاب دروليږلو
 ما وې چې ته مې ګوندې هم په سره ګلاب
وولې
 خو تا د سره ګلاب د پاسه چليپا را ښکله
 تېره چاړه وه پر مرۍ چې تا زما را ښکله
 ما وې په وينو سور يو بل ګلاب در وليږمه
 خو ته OFFLINE ښکاريدې BLOCK دې ومه
 د EMAIL پاڼه مې راواړوله
 ستا راليږلي اېمېلمونه له الف نه تر يا
 ما په يوه ستړي نظر ټول و کتل
 په کې يو څاڅکی د شبنم نه وو خوشبو يې نه
وه
 جوړ له کاغذ مې دا غاټول و کتل
 ټول د درواغو له داغونو ډک وو
 له پاڼې پاڼې يې ريا وريده
 نه ترې وږمې د صداقت راوتې
 نه ترې نه يو ټکی رڼا ورېده
 لکه پېريان چې د غوسې واخلي ماشوم په غېږ
کې
 ګوډۍ نانځکې او د لوبو شيان
 په ديوالونو وولي
 داسې مې ستا د اېمېلونو کاغذي ګلونه
 له ډېره قهره پاڼې پاڼې ايسته و غورځول
 په MSN کې مې ستا نوم DELETE کړ
 له تليفون مې ستا نومره و ايسته
 اوس نو يو دوه کارونه پاتې راته
 بری به هغه وخت نصيب وي ځما
 که مې له خيال نه ستا څېره و ايسته
 که مې په زړه کې ستا راټول يادونه
 د خواږه صبر په اوبو و مينځل
 دا څه موده په رياضت يمه بوخت
 چې دې له خيال نه او له زړه نه په يو ځای
وباسم
 بيا به نو زر توبې توبې له مينې
 په پاک دربار کې د لوی خدای وباسم
 خو نتيجه صفر ده
 نه کيږي نه کيږي والله نه کيږي
 په زړه مې ووري او په خيال کې مې چکرې
وهې
 اخر په دې مې امنا کړې ده
 په کومه ورځ مې چې په ګورکې کېږدي
 د ګور چينجي به راشي
 ستا ټول يادونه به DELETE کاندي زما په
زړه کې

پښتوبشپړ شعر ولولئ

پښتو

پير محمد کاروان




 



ډکه د
جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

ډول سره چې غبرګه شي ګډا
 ګډا

 ګډا شي

 نو
چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو
والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو
څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو
درد لري د مينې د شپونکي د شپېلۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې
شي
حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي
ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي
چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي
ستوري ورته غوږ دي د آسمان د سپوږمۍ ژبه
ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده



مسته
په څپو څپو او مسته له سېلابه ده
ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده
ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده
واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده
جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده

سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کښېني د غره
څوکه شي
کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي
ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي
زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي
جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده



هر څو
که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه
ده
پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده
ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده
جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده



کابل
خيرخانه مېنه
2005-4-28
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پير محمد کاروان






سترګې دې پرېږده چې شیندي ګلونه
ډېر مې یادیږي دا ژوندي ګلونه
 
ستا د کږو  بڼو په شپول کښې را ګیر
لکه اغزیو  کښې قیدي ګلونه
 
زه د جانان د  در په کاڼو مین
پرېږدئ چې ښکل کړم په تندي ګلونه
 
په تورو څڼو کښې یې ډېر لګوه
شته مې د زړه په مات کودي ګلونه
 
کاروانه  زه ورته حیران پاتې یم
چې دا د چا د غزل دي ګلونه
 
۲۵/۳/۱۳۶۹

غـــــزلبشپړ شعر ولولئ

غـــــزل

پير محمد کاروان





په
مينه، مينه مينه كه يو بل ته غېږې وا كړو
په دې وركه دنيا كې به اخر سره پخلا كړو

پر جنګ به تيږه كېږدو، جنګ به مړو سترګو
ته پرېږدو
راځه چې له شاهين سره كوترې په هوا كړو

ليلا چې كوم خوا سترګې غړوي مجنون به ويني
او ډكه له ليلا نه به څلور كونجه دنيا كړو

منصور به په ګلاب او په نرګسو باندې ولو
د حق پر ضد باطله به د هر ملا فتوا كړو

دا توره وچكالي به يې په سپينو اوښكو
وينځو
له ډېرې خوشالۍ نه به بلبلې په ژړا كړو

شپې ورځې د ژوندون به مو خوشبو كې وي
نغښتي
لمونځونه د سحر به په ګلونو كې ادا كړو

روان به شو ”كاروانه!“ د بڼو پر څوكو-
څوكو
رانجه به د جانان له خماري سترګو نه
غـــلا كړو




کابل

غــــــــــــــزلبشپړ شعر ولولئ

غــــــــــــــزل

پير محمد کاروان



 

لپه دې جـــــــانانه چېرې تشه نه شي ستا
يا په کـــــې اوبه راکوه يا په کـــــــې دوعا
کله چې شي ورځې تکه تورې لکه شپې
ما ته پټه وســــاته په مـــــــوټي کــــــې رڼا
ستا خوږې خبــــــرې دي سکه لکه ثواب
بس د روژه ماتي غوندې، بس لکه خُرما
زه له غمه ژاړمه چـــــــــــــې ته راشې او زه
بيا شمه له ډېرې خوشالـــــۍ نــــــه په ژړا
راغله د ښکلا د ښاپېرو د پاچا لــــــــــور
وريې کړ ملنګ تــــــــه يو غمی د استغنا
دوې اوښکې په سترګوکې په زړه کې يوجانان
جوړه دې ( کاروانه ) کــــړه عجبه مشغولا



 

چېرته يې هندارې؟بشپړ شعر ولولئ

چېرته يې هندارې؟

پير محمد کاروان


چېرته يې هندارې؟



چــــېــــرته يــــې هندارې بې تصــويره يم
راشه چـــــــــې بې خـــــوبه بې تعــــبيره يم
راشه چې تڼاکـــــې پښې دې ښکل کـړمه
ورکــــــــه سبا ستړی لـــــــــــــه شوګيره يم



درد يــــــــــم په
لفظونو کـــــې مې ونغـــاړه
لږ خو مــــــې بيان کړه بــــې تفســيره يــــم
شمس مې شه سيقل مې کړه شاعر مې کړه
مست مې کړه محبوب مې شه بې پيره يم
زړه مـــــې ورور د للـــمې د ګلـــــــــونو دی
ورک د بــــارانونو لــــــــــه بهــــيره يـــــــــــم
خــــــــــدايه کـــــــه پښتو راسره ووايـــــــي
جــــــــــــــار دې له منکر او لـــــه نکيـره يم
چــــېرته د ســندرو "کـــــــاروان " واړوم؟
زه راغـــــلی نن لــــــه بــــــــم او زيـــــــــره يم



نريزی ، سيندوکی      
۱۳/۳/۱۳۷۳

 بشپړ شعر ولولئ

 

پير محمد کاروان

 




د بدرنګۍ له
سيند اوباسو د سندرو بېړۍ
الله لاهو مه کړې د ښکلو مساپرو بېړۍ
د څو کيږديو او يو څو دانو خورما په بدل
لاړې عربو ته د لمنځو، د نښترو بېړۍ
موږ ته رادرومي الوتکې له مارانو ډکې
له موږ نه درومي د نرګسو نيلوفرو بېړۍ
د آشنا سترګې شوې د تورو ګربتانو ځالې
زموږ لېمې د سپينو اوښکو د کوترو بېړۍ
موږ د تيارو د جزيرو په غېږ کې ژوند تېروو
له موږ نه وړې ده رڼا د ستمګرو بېړۍ
موږ ته زخمونه د ځيګر د سترګو اوښکې پاتې
پاريس ته ځي د زمرودو د لاجورو بېړۍ
موږ د شهيدي خور ټکری کړ د جونګړې پرده
لوټمارو بار دي د رخامو د مرمرو بېړۍ
په هر غزل کې يې رنګونه جادوګر جادوګر
"کاروان" ولجه کړله د خيال د جادوګرو بېړۍ




7-2- 1996        ناصر
باغ، نوی کمپ

د غرونو خلک يو...بشپړ شعر ولولئ

د غرونو خلک يو...

پير محمد کاروان



د غرونو خلک يو...



د غــــــــرونو خلک يو کارونه د بازار نه کوو
شډل پډل ګــــرځو هيڅ ډول او سينګار نه کوو



د خدای مارغان راځي نغمې د ملکوت غږوي
مطرب ته اړ نه يو او ذکـــــــــــــر د ستار نه کوو



د ســــر قاتل ته هم ســــلام کوو سلام يــې  اخلو
ولو  يې  مخــامخ  له  شانه  پرې
ګوزار  نه کوو



په ستن کې تار شو اچلوی د سپــــــوږمۍ په رڼا
څراغ کې تېل نه سيزو   دا  د  تـاوان
کار نه کوو



له پړانګ څرمنه اړوو چې لنګې غواوې داړي
پر څانګې ناستې مرغکۍ د کــــاڼي وار نه کوو