د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اسدالله زمری

د اسدالله زمری پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

 

اسدالله زمري دحاجي عبدالحمید زوي په ۱۳۳۳ لمریز کال کي دلغمان په ولایت کي زیږیدلي ،دلښکر ګاه دلیسي ترتمامولو وروسته ئي خپل لوړ تحصیلات دماستري تر درجي پوري دکابل پوهنتون دحقوقو اوسیاسي علومو په پوهنځۍ کي سرته رسولي دې.
دهیواد په بیلا بیلو حقوقي ارګانو کي د دندې ترسره کولو وروسته په ۱۳۷۲ لمریز کال له خواږه وطن نه وتلو ته اړ شو او په المان کې ئې پناه وغوښته چې  تر اوسه په دغه هیواد کې دپردیسۍ تریخ ژوند تیروي .
دي له ۱۳۵۶ کال راهیسي شعر لیکي اودهیواد په بیلا بیلو خپرونو کې ئې شعرونه خپاره شوي دي ، لومړۍ ځانګړې شعري ټولګه یې داوښکې اوسکروټې په نامه په ۱۳۵۶ لمریز کال کي  دچاپ او خپرونې  ددولتي کمیټې له خوا په دولتي چاپخونه کې چاپ اودوهمه شعري ټولګه یې دلمبو کلی دی چې په۱۳۷۹ لمریز کال کې ددانش په کتابتون کې چاپ شوې ده.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

49 خپاره شوي شعرونه

زيريبشپړ شعر ولولئ

زيري

اسدالله زمری

رندانو زیري دخوښـــــــیــــــوزیـــــــــــــري             شیــــــخ لـــه لولۍ سره بدنامـــه شـــونن

چي دښامار په څیر به تل غــــــــوریـــــــده             له خوار کربوړي هم ناکامــــــــه شــــــونن

دپاچ پټګې ئي ده په غاړه کي پـــــــ-روت             له ستغو سپورو نه ستومانــه شــــــــونن

چي ئي ټیکه وه دجومات نــــــیـــــــولـــــې            خـــــــــړ په کو څه کي سرګردانه شــــو نن

اوس دجـــــنــــــت لــــه شـــــوقــه نه نڅیږي            خـــــــــــپـــل آخرت ته بد ګوماخه شونن

دریائي تــــــقـــــــــوا نــــــفــــــــس ئي ووت             پـــــټ لــــــه محراب او له آذانه شــونن

سر ئي شونــــښــــــه دوړو تــــیـــــــږو تــــــه            له سنګسارونو پښــیمانــه شـــــــــونن

پرون  ئي لافي کړي دعقل او پـــــــــــــوهې            لــــه لیــــونـــو نه هم نــادانه شــــــــو نن

درسوائي ډنــډوره ئي جـــــــــګه شـــــولـــه             سر چي ئي ځوړندتر ګریوانه شـــــــــونن

تاسو ته ئي مخ خو له پخــوا نــــه درلـــــود            لـــــه خپــــل ټــــولګي هم ګریزانه شونن

مخ ئي ورتور کړۍ او په خره ئي کړي سپور          چـــــي لــــه الله نـــــه روي ګـــردانه شونن

لغمانبشپړ شعر ولولئ

لغمان

اسدالله زمری

دپوهني ځلاند لمر دئ دښکلا دملک اسمان دئ

دجنت یوه ټوټه ده ، نوم پري ایښي چا لغمان دئ

له شیدو او شاتو جوړي ئئ ویالې دي که رودونه

پیغلي ښکلي لکه حورئ هر ځلمط لکه غلمان دئ

یا پري شین شنیلئ غوړیږي یا غاټول پکي نڅیږي

یاوي فرش په زیړو ګلو هره دښتــه ګلســــتــان دئ

هریو بوټي ئي لونګ دئ هره ونه ئـــي شمــشــــادده

په فضاکي ئي مستي ده په هوا کي ئي بوســتان دئ

هرلښتئ ئي لکه رګ دئ ددي ښکلي ملک وجودکي

هر پټئ ئي ته به وائي چي دسرو زرو یــــــو کان دئ

دتوتانو هــره ونـــه ئــي عجــیــبــــه مــعــــجـــــــزه ده

پاڼي ئي ښکاري لکه زړونه اودانه ئي لکه ځان دئ

سرلوړې کي په سیالۍ دئ دچنار ،سپیدار ونـــــي

له ویالو سره ملګري تل دولو لــــــوی کاروان دئ

چي فصلونه پکي شنه وي ښکاري جوړ له زمردو

چي پاخه شي ته به وائي چیدسرو زرو لوڅ کان دئ

که دشولو ښه راغلۍ ته شالیزار لکه شـیــــشــــه شو

شپه که هر څومره تیاره وي دغه ملک لا څراغان دئ

تور لوګې،زیړ مازیګر کي چي له خړو کورو خیږي

جوړد شنه آسمان په زړه کي درنګونوتري توفان دئ

الیشنګ اوالینګار ئي لکه هار په غاړه ښــــــکاري

هریو څاڅکې داوبو ته ئي صدف هک او حیران دئ

چي تندئ دلمر ښکاره شي نوکاوون ته ئي سجده شي

له غرور اوعظمت نه دلته جوړ هریو انــســــــــان دئ

د درو تل ته ئي نشي غځیدلئ دلمر وړانـــــــګـــــــــې

ځکه ،مخ ته دپردیو،سره  لمبـــــه او تور زندان دئ

هره تیږه ئي سنګر دئ،هره پــــرښـــــــه ئي ده تــــــوره

هرسړئ ئي په غیرت کي له رستمه پــهــــلــــوان دئ

ولسونه لکه ورونه، یودبل خواکي میشتـــــــــه دي

دتو پیر نوم پکي نشته هریوګران زوي دافغان دئ

چي پیدا دي شومه غیږ کي، کړي تاکي می خاپوړې

دزمرئ دسترګو تور دئ له ایمانه زیات پری ګران دئ

ته دي نه شی له نظره، تل دي واوســـي ښـــــیــــــــــرازه

دافــــغــــان دزړګي سره،څو ودان دغه جـــهـــــــان دئ

داڅوک دهبشپړ شعر ولولئ

داڅوک ده

اسدالله زمری

چې د خپل کور نامنلې مېلمنه ده

                چې اولاد ته هم خپل ډيره بيګانه ده

چې بي بي ده ،خوېې وېنځه ده ګڼلې 

        چې پرته ورته پښوکې زولانه ده

چې په تله د وړندو او جاهلانو 

تل ده سپکه تلل شوې،خو درنه ده

ده بډايه، خو له خپله خواره بخته

لوټه شوې ،هېره شوې خزانه ده

  چې هم پت ده،هم غيرت اوهم غرورده

  چې ده ډکه له شرفه پښتنه ده

سندريزه،له سرود او سرور ډکه

چې ېې غلې په مرۍ کې ترانه ده

د افغان د ننګ، ناموس جګه شمله ده

پښتو ژبه ده چې هر څه نه خوږه ده

د غر بت سوزبشپړ شعر ولولئ

د غر بت سوز

اسدالله زمری

نه ځګېرویوآرام راکړنهسلګیو

عمرتریخ   کړراتهدې خړولوګیو
شپه او ورځ له سوزه کریکي زماخېږې 
غربت وریت کړم  تناره کې دی خواريو
۱۷-۵-۲۰۰۵
تاببشپړ شعر ولولئ

تاب

اسدالله زمری

اوښکې    وچې مې ډېر غم  کړې  په   لېمو  کې                                                                       
ساه   مې   ووته    له   تنه   په سلګو    کې
تن مې وريت او زړه مې وچاوده عالمه!                                                                                        
څوک به تاب راوړې  پنخوس کاله  لمبو کې؟
۱۷-۵-۲۰۰۵
ا خلاص هېلهبشپړ شعر ولولئ

ا خلاص هېله

اسدالله زمری

دایو ته خو راسره کـــــار پــــه اخلاص کړه

غمه راشه دا نېم زړه نه مې هم خلاص کړه

بیامی ورکړه د مرګي د نـــهنګ خولې ته

د فنا په سمندر کې مې غــــواص کـــــــړه

عاقبتبشپړ شعر ولولئ

عاقبت

اسدالله زمری

دکور په نوم یې راته کډه کړه په شا  و ماته، 
له لوږې یې مړ کړم د ډوډي په نامه            
او لوڅ یې کړمه د کالیو په نوم  
اسلام یې لوټ کړ راته ...             
ددین په ښکلي نامه.           
د آزادۍ په پلمه...             
کړم یې اسیر خپل ځان  ته.   
نورې به څه ووینم   
لا خو یې پته تشته.
د ژوندون لوبهبشپړ شعر ولولئ

د ژوندون لوبه

اسدالله زمری

ژونده  ! لوګی شې چې لوګي  دې  کړمه

                             وخته   !   لمبه شې، سبیلني دې کړمه
زه   د  وطن   د    سر    درو    ګربت   وم
                                 د غربت ملک کې تور  کودي  دې  کړمه
۱۰-۶-۲۰۰۱
مونږبشپړ شعر ولولئ

مونږ

اسدالله زمری

د یوې دنګې ونې ښکلي ښاخ کې،
یوه مرغه ځانته  له مېنې نه کړه ځاله جوړه ،
نه ئې د ولږې څه سوچ وکړ اونه هم دتندې ،
                        نه د یخنۍ او ګرمۍ .
                      په ورځو ورځو  او په شپو شپو ئې
                      ګرمه ، تبجنه ، هیله منه  سینه
                  په هګیو ومښله
څو چې بچي ئې وشول،
                دانه یې راوړه او بچي ئې الوتو ته جوړ کړل.
خو یوې تندې سېلې ،
                بچي له ځالې نه را وغوځول
نه الوتی شول پورته ،
نه ئې په مځکه د ژوندون وس درلود ،
  خوار او حیران ئې په حسرت د ځالی لورته کتل ،
                      او د مور ګرمه غیږ ئې تل یادیده...
د زمانې سیلېو   
د ګران وطن له غیږې،
                 مونږ هم  ددوي په شانې؛
                      لاندې ګوزاره کړلو .
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اسدالله زمری

( مات ) ئـــې چـــې د یـــــو نظر کتونه شم

دود دې لـــــه دې ستــــرګو پښتنو نه شم

 

تا ته چې د بدو سترګو سپـــــــرګــــرځـي

کــــاش ددې مـــجــمــر لـه سپیلنو نه شم

 

و بـــــــه بــــولــــم هغه وخــت خنـداځانته

خــــــلاص چې له ژړا اولـــه سلګو نه شم

 

خــپـلـو د یوسف کــــــانـــــې راوکـــړلـــې

څــنــګـــه ګیــلـــه مـــن زه لـــه پردونه شم

 

مـــاتـــه چــې کـڼــګل لـکه سکروټه شي

پـــــټ زه لــــه لـــمــبــو که له اوبونه شم؟

 

تـه وې د زمري په خوله کې شپه او ورځ

ځـــــاردې دنـــــامـــــه لــــــه تــرانـونـه شم