افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
داڅوک ده
چې د خپل کور نامنلې مېلمنه ده
چې اولاد ته هم خپل ډيره بيګانه ده
چې بي بي ده ،خوېې وېنځه ده ګڼلې
چې پرته ورته پښوکې زولانه ده
چې په تله د وړندو او جاهلانو
تل ده سپکه تلل شوې،خو درنه ده
ده بډايه، خو له خپله خواره بخته
لوټه شوې ،هېره شوې خزانه ده
چې هم پت ده،هم غيرت اوهم غرورده
چې ده ډکه له شرفه پښتنه ده
سندريزه،له سرود او سرور ډکه
چې ېې غلې په مرۍ کې ترانه ده
د افغان د ننګ، ناموس جګه شمله ده
پښتو ژبه ده چې هر څه نه خوږه ده