د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي اسدالله زمری شعرونه

مونږ

د یوې دنګې ونې ښکلي ښاخ کې،
یوه مرغه ځانته  له مېنې نه کړه ځاله جوړه ،
نه ئې د ولږې څه سوچ وکړ اونه هم دتندې ،
                        نه د یخنۍ او ګرمۍ .
                      په ورځو ورځو  او په شپو شپو ئې
                      ګرمه ، تبجنه ، هیله منه  سینه
                  په هګیو ومښله
څو چې بچي ئې وشول،
                دانه یې راوړه او بچي ئې الوتو ته جوړ کړل.
خو یوې تندې سېلې ،
                بچي له ځالې نه را وغوځول
نه الوتی شول پورته ،
نه ئې په مځکه د ژوندون وس درلود ،
  خوار او حیران ئې په حسرت د ځالی لورته کتل ،
                      او د مور ګرمه غیږ ئې تل یادیده...
د زمانې سیلېو   
د ګران وطن له غیږې،
                 مونږ هم  ددوي په شانې؛
                      لاندې ګوزاره کړلو .
د شاعر نور شعرونه ←